دبندیزونوناحقه ځنځیرونه به ټوټې ټوټې کړو او له خپل مسلم حقه به دفاع وکړو
داسلامی ایران ولسمشر بیګا داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې دارواښاد امام د لسګونو زره عاشقانو په ولولناک ټول کې وویل په هغه وخت کې چې ختیځ او لودیخ فکر کاوه ددیني حکومت په پړاؤ ئې کرښه راکښلې ده ، ارواښاد امام دیوه هوښیار انسان ،دیوه سیاستوال ، دیوه عارف ، دیوه روشن ضمیره عالم او لوي فقیه په توګه وتوانیدد دین له مرکز او ددغه ټاټوبی دعامو خلکو په ملاتړ سره داسلامی غورځنګ بیرغ ورپوي
ډاکټر روحاني ټینګار وکړ حضرت امام خمیني هماغه شجاع کس ؤ چې داستبداد او استعمار په وړاندې ئې تسلیم نه شو او په خداوندمتعال په تکیې سره او د محمدي اصیل اسلام په لاره کې ئې اسلامی غورځنګ ئې دهدایت په لارې کې تر بریالیتوب پورې ورساوه .
داسلامی ایران پخپلې وینا کې وویل نن سبا تاسو ټول وینئ هغه کسان چې په نړۍ کې دتمدن چغې وهي او په ظاهره وائی مونږ له ترهه ګرۍ سره مخالف یو، مونږ ګورو چې په سورئې ، لبنان ، افغانستان او نورو هیوادونو کې دترهه ګرو هم وسله وال او او هم مالي ملاتړونه او هم ئې په نړیوالو اورګانونو کې بشپړ ملاتړ کوي . هغه روښانه کړه اسلامی ایران په سیمې او درستې نړۍ کې له ترهه ګرۍ سره هم په خولې مبارزه کوي و او هم په عمل کې له هغو کسانو سره چې نن سبا په سیمې کې له ترهه ګرۍ و افراط پالنې سره مبارزه کوي ملاتړ ئې کوي
ډاکټر حسن روحاني پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې هم به دایټمي حقوقو دفاع وکړو او هم به دبندیزونو ناحقه ځنځیرونه وشلوو وویل بې شکه په سیمې اونړۍ کې نفوذ،علم ،پوهه ، پراختیا ،پرمختګ ، سوله اوثبات ، وحدت ،یووالی او ورورولي دایران دلوي ولس مسلم حق دی اودا حق له دوي هیڅوک هم نشي اخستلی .
همداراز په تهران کې دحضرت امام خمیني په یاد اودرنښت کې د : امام خمیني دوحدت او اعتدال جارچي : په نامه نړیوال کنفرانس هم جوړ شو ، چې په دغه کنفرانس کې داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل ارواښاد امام نوي خبره سسټماټیک کړه چې نن سبا دقدرت اساس اسلامی جمهوری او اسلامی نړۍ ده ، نن سبا هیڅوک پوځي قدرت دقدرت یوزیني اساس په توګه نه یادوي بلکې دسیاسی ،اقتصادي او کلتوری قدرتونو پشمول له ټولو قدرتونوڅخه انګیزه اي او یا معنائي خبرې کوي ، معنائي قدرت دادی چې داسلامی ایران په شان هیوادونوته ئې دمقاومت توان ورکړی دی چې اساس ئې په ځان باور درلودل دي .
هغه روښآنه کړې معنائي قدرت تر هغه حده مهم دی چې دامریکا په څير حکومت په پوځي قدرت سره چې لري ئې احساس کوي چې دزړونو او عقلونو نیولو کې بې وسه اوماته خوړلې ده .
داسلامی ایران خارجه وزیر زیاته کړې له اسلام اوایرانه د ویرولو پروژه دایران او اسلامی امت په ضد دصهونیسټانو دوې اصلي پروژې دي ځکه دوي باور لري له دې لارې زمونږ توان داغي کولی شي او له همدې امله ده چې هڅه کوي داسلامی ایران انځور ځيږ او له رحماني اسلام سره په توپير کې وړاندې کړي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې افراط پالنه ،فرقه پالنه اوتاؤتریخوالی له اسلام سره هیڅ تړاؤ او سمون نه لري وویل که نن سبا په اسلامی نړۍ کې دخواشینونکو بدلونونو کتونکي یو اووینو په بیلابیلو سیمو کې افراط پالې او تکفیری ډلې داسلام ناسم او ځيږ تصویرونه انځوري ، په دې دلیل دي چې بې مقصده او په پيّلتوب سره پخپل توان دباور کولو په ځاي له وحشت او اندیښنو سره مخامخ شوي دي
Add new comment