دامام خمینی شخصیت دسیدحسن نصرالله له خولې

ولایت فقیه  د امام خمینی علیه الرحمه  ارزښتمن  میراث او د  ایران د اسلامي انقلاب  روح او پیژندګلو ده . نن سبا دغه نظریه   د  نورو نظر یو په څنګ کې یوازې یوه فقهي او سیاسي نظریه نه ده بلکې د اسلامي نظام جوهره او  د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون  چورلیز دی . هغه نظام چې  پینځه دیرش کاله مخکې  د اسلامي انقلاب د لوی بنسټ ګر په لاس یې بنیاد کیښودل شو .  او اوس  په اسلامي نړۍ کې د اسلامي حکومت د کامیابې بیلګې په توګه مطرح دی .
سید حسن نصر الله وایي «  امام خمیني دیو شیعه عالم په جامه کې  د  قران  او سنت په ملاتړ سره ، باوري و چې  واقعي حکومت د خدای دی  چې د نړیوالو خالق دی  او هیڅوک پر خلکو د واکمنۍ حق نه لري  مګر دا چې دخدای له لوري هغه ته دا حق ورکړل شوی وي ، خدای تعالی هم خپل بندګان هیڅکله بې سرپرست او بې لارښوده  نه دي پریښې  او  اسلام نه یوازې د خلکو د هدایت لباره  د وحي  او د الهي احکامو د  رسولو له لارې بلکې  د انساني ټولنو د ادارې لپاره  په ډیره ښه طریقه  او په ټولو زمانو کې  بشپړ او کامل پروګرام  لري»
 امام خمیني باوري دی چې  ټولنیز قوانین په قران کې تر ټولو زیاته برخه لری  او  اسلام دين چې تر ټولو وروستی او بشپړ الهی دین یدی  د انسان د ژوند د ټولو ډګرونو  منجمله د ټولنیزو، اقتصادي ، سیاسي  کلتوري او داسې نورو لپاره  قانون لري.  د دغه قوانینو د اجرا لپاره وه چې  پيغمبر اکرم (ص) او حضرت علی (ع) حکومت جوړ کړ  او   په مختلفو ځایونو کې یې  دوالیانو ،او واکمنانو په ټاکلو ، قضاوت ،  د سولې او جنګ په اداره کولو  او د اسلامي ټولنې په تدبیر  او دالهی حدودو په اجرا لاس پورې کړ .  د مسلمانانو لپاره روښانه ده چې  د داسلام د جامع دین اوامر او قوانین د کوم خاص وخت او یوازې د پیغمبر د زمانې د لنډې مودې لپاره نه وو بلکې  دغه احکام په ټولو زمانو او ځایونو کې لاګو کیږي ، پر دې اساس  له پيغمبر او معصومو امامانو وروسته د دغه احکامو د اجرا لپاره باید  یوه لاره چاره  او کسان معرفي شوې وي.
سید حسن نصر الله وایي:  امام خمیني د ولایت فقیه مساله ، د  زیات روښانوالي او څرګندوالي په وجه  له اثباتولو بې نیازه ګڼي  خو د لا ډیر یقین لپاره  په معتبرو حدیثونو په استناد سره  د هغه ضرورت بیانوي.
لومړی حدیث چې امام خمیني یې  په « اسلامي حکومت» کتاب کې  د سند په توګه راوړي  له رسول الله مبارک (ص) حدیث دی چې فرمایي: « ای خدایه ! زما په ځای ناستو رحمت وکړه » له  دوي پوښتنه وشوه : ای  دخدای پيغمبره ! ستا ځای ناستي کوم کسان دي ؟ دوي وفرمایل:  هغه کسان چې له ما وروسته راځي ، زما حدیث او سنت نقلوي  او له ما وروسته  هغه خلکو ته ورزده کوي»
امام خمیني لیکي: « په دغو حدیثونو کې هغه کسان شاملیږي چې  اسلامي علوم پراخ کاندي  او اسلامي احکام بیان کړي او خلک د اسلام لپاره تربیت او تیا ر کړي»  امام خمیني بیا وضاحت کوی چې  « د حدیث راوي» باید فقیه او  اسلام پیژاندی وي  او  له قران او سنته په صحیح  پيژندنې او درک سره  الهي احکام  په سم ډول تشخیص کړي  ، چې دغه شان کس ته مجتهد ویل کیږي.  پر دې اساس هغه محدثان چې د  اجتهاد درجې ته نه دي رسیدلې او یوازې حدیث یې نقل کړی دی  د رسول اکرم «(ص) واقعي  سنت   نه شی تشخیصولی.  همداراز یو فقیه او اسلام شناس   د دې لپاره چې  اسلامي احکام په سمه توګه  خپاره کړي ، باید عادل وي  ځکه چې که عادل نه وي ، له معصیته به لرې نه وي  او د د ینا او کرسۍ او مقام د مینې په وجه  ښایی  د اسلام مخالف احکام د اسلام په  نوم خپاره کړي . سید حسن نصر الله  د امام خمینی د  نظر په وضاحت کې وایي: « امام خمیني باوري دی چې  د حدیث د راویانو دنده یوازې  د حدیث رسول نه دی بلکه  باید هغه په خلکو کې وکاروي  او اجرای یې کړي. د امام خمیني دا نظر  په یو بل حدیث باندې هم مستند دی چې له امام موسی کاظم علیه السلام  نقل شوی دی . امام کاظم (ع) په یو حدیث کې د اسلام فقیهان  د « اسلام پیاوړې کلاګانې» ګڼلې دي . سید حسن نصر الله وایي : « امام خمیني په دې اړه تجزیه او تحلیل کړی  چې عالمان  په څه طریقه  د  اسلام لپاره پیاوړې کلاګانې ګرځیدلی شي؟ آیا یوازې د حدیث په نقلولو سره  د اسلام  پیاوړی دیوالی جوړیدلی شي؟  ځواب منفی دی .  یوازې هغه وخت  د هغوي لپاره دا صفت صحیح دی چې  د احکامو پر رسولو سربیره ، د هغوی دفاع هم وکړي او اجرا یې هم کړي. له بیوزلانو سره د مرستې لپاره    د مالونو جمع کول،  له اقتصادی فساد سره مبارزه ،  په اسلامي ټولنې  له شوې کلتوري یرغل سره مبارزه،  او د مسلمانانو د ځان ، مال او ناموس دفاع  هغه موارد دي چې  په هغو له عمل پرته  هیڅوک د اسلام پیاوړې کلا نه شو ګڼلی ، او دا چاره د اسلامي حکومت  جوړول ضروري کوي.
دریم روایت چې امام خمیني  دولایت فقیه د ثابتولو لپاره په هغه استناد کوي  هغه روایت دی چې  له امام صادق علیه السلام رارسیدلی دی  چې فرمایي: « فقیهان د پيغمبر  امانتداران دي.» سید حسن نصر الله  د امام خمیني  په کتاب  «اسلامي حکومت » په استناد سره وایي: « اوس باید وګورو چې  د پيغمبر امین ګرځیدلی یعنې څه ؟  د دې ځواب دا  دی چې  یعنی هر هغه څه چې د خدای له  لوري  رسول الله مبارک ته  په امانت ورکړل شوې دي  ولی فقیه ته  هم امانت ورکول کیږي.  امام خمینی فرمایي: «  د امین مطلب یعنی  دا چې ولی فقیه ټول اسلامي احکام بې له کمي زیاتي  بیان  او اجرا کاندي.   په هماغه ډول چې پیغمبر هم بیان او اجرا   کول. ځکه  چې  هره اسلامي ټولنه چې مشر او  ولی ونه لري  د وخت په تیریدو سره  واقعي اسلام په هغه کې ختمیږي . له امام رضا علیه السلامه پوښتنه وشوه چې :  ولې  خدای تعالی  امام ټاکلی دی ؟ وې فرمایل :  که د امت لپاره یې عادل امام نه وای ټاکلی  ستاسو دین به له مینځه تللی و .
 د اسلام  ساتنه  یوازې  د داسې مشر په لرلو چې   الهی احکام یې زده وي  ، نه ده  بلکه  د  یو داسې امام ضرورت دی چې  د دین د احکامو په اجرا کولو کې  له ولس سره د مرستې طاقت ولري.
یو ټکی چې دلته د پام وړ دی دا دی چې د پيغمبر او امام معنوي مقام د ولي فقیه له معنوی مقام سره یو شان  نه دی . سید حسن نصر الله وایي  دا چې  امام خمینی  د حضرت مهدی د نوم له راوړلو وروسته  د « روحي لتراب مقدمه الفداء ،  یعنې زما  روح دې د دوي د  پښو په خاورو  قربان وي»  استعمالوه ، د دې ښودنه کوي چې هیڅ یو شیعه فقیه دا  عقیده نه  درلوده چې   ولی فقیه  د معنوي مقام له نظره  له  معصوم امام   سره په یوه مقام کې   دی خو  د ټولنې په وړاندې د مسوولیت او د  پيغام  او اوامرو د  رسولو او اجرا کولو  د رول له نظره  د خدای له رسول او معصومو امامانو سره فرق لري.
یو بل فرق دا دی چې  د پيغمبر  او امامانو علم الهی دی  چې  په سموالی کې یې هیڅ شک نیشته  خو د ولی فقیه علم  اکتسابي دی چې په هڅه او زیار سره لاسته راځي  او کله کله ممکنه ده  نتیجې ته ونه  رسیږي.  خو   له دې امله چې ولی فقیه  د صحیح حکم د راویستلو لپاره  د خپل علم او توان مطابق  کوشش کړی دی  که  غلطي هم وکړي خدای تعالی دغه غلطي د هغه او د پيروانو لپاره یې بخښي، ځکه چې د قران په تعبیر خدای  په هیچا د هغه تر توان زیاته دنده نه اچوي.  ( بقره  ۲۸۶) سره له دې چې  ولي فقیه معصوم نه دی  او ممکنه ده  په ځینو موردونو کې غلطي هم وکړي  خو کله چې معصوم امام ته د لاسرسۍ امکان نه وي  د خلکو دنده ده چې  د اسلام صحیح احکامو ته د رسیدلو لپاره تر ټولو نزدې او ښه لاره غوره کړي  او هغه   د یو داسې فقیه  اطاعت  او دهغه د حاکمیت منل دي  چې  جامع الشرایط  او عادل وي . په بله بڼه کې دې ته په پام سره چې  انساني ټولنه  په هر حال کې بې مشر او لارښوده نه شي پاتې کیدلی ، انسان مجبوریږي  د داسې کسانو حاکمیت  او ولایت ومني چې  د  ټولنې د چلولو لپاره د دین له احکامو سمه  پيژندنه  او لازم شرایط نه لري.  مثلا  عادل ، مدبر  یا متقیان نه دي یا بیخي  د اسلام په تعلیماتو عقیده نه لري.  د دغه شان منلو نتیجه  د دین ختمیدل او د  کمال له  څوکو د انسان لویدل دي  او دا هغه خبره ده چې روغ عقل یې نه مني.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي  په خپلو خبرو کې تاکید  کوي  چې  ورانول تر  رغولو اسان کار دی  او  ډیر کسان ممکن ده یو نظام وران کړي  خو  په دې بریالی نه شي چې یو مطلوب نظام جوړ کړي. ډیر عربي هیوادونه چې انقلابونه یې کامیاب کړل  او د  نوي نظام د جوړولو په مرحله کې  دي او لکه څنګه چې سید حسن نصر الله  وایي:  د امام خمیني افکار د هیواد په جوړولو کې یوه عقیدتي تکیه او ملاتړ دی .
امام خمینی  د ولایت فقیه د نظریې په مطرحولو سره  د دین عالمان او عام مسلمانان د دین  په حقیقت او  روح کې  فکر کولو ته  وبلل . دوي د الهي احکامو رسول او پلي کول د میړنو، پوهو او سترګورو  فقیهانو دنده ګڼي  او باوري دی چې  دا  چاره  بې له دې ممکنه نه  ده چې  د ولایت فقیه په چورلیز یو  دینی حکومت جوړ شي .  هغه عقیده چې کلونه یې ورپاره مبارزه وکړه  او  مبارک نیالګی یې  د ایران په خاوره کې  کیښوده  او  خصمانه یې وکړه  او اوس  يې له پینځو دیرشو کلونو وروسته  په عمل کې  خپل مثبت او حیرانوونکي اثار  څرګند  کړې دي.

Add new comment