له قرآن سره انس به د اسلامي امت لپاره عزت ډالۍ کړي
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله الظعمی سید علی خامنه ای نن ،د قرآنکریم په نړیوالو سیالیو کښې له ګډون کوونکو قاریانو،حافظانو او استاذانو سره په کتنه کښې،د قرآن د تلاوت او حفظ نهايي هدف د هغه درک او عمل او له دغه الهي کلام سره انس وباله او ويي فرمایل،الهي هدایت او د دښمن د پيژندلو په څیر حساسو مسئلو کښې د قرآن د اساسي معیارونو درک کول ،له قرآنکریم سره د انس په ولکه کښې دي .
د رهبرۍ ستر مقام د اسلامي نړۍ غټه ستونزه له قرآني معارفو لیری والی او د هغه په نتیجه کښې د اسلام د دښمنانونو له خباثت او دسیسو غفلت وباله او زیاته يې کړه، په اسلامي نړۍ کښې د ددغه اساسي کمښت د جبرانولو لاره، د قرآني معیارونو سم درک کول کوي .
هغوۍ په دې په ټینګار سره،چې د اسلام د دښمنانو سیاست په اسلامي ټولنو کښې وروروژله او د کورنیو نیابتي جنګونو پیلول دي ، وفرمایل، متاسفانه په اسلامي امت کښې ځیني دي سپیره سیاست ته متوجه نه دي او چمتو دي،چې له خپلو مسلمانو وروڼو سره دمقابلې لپاره له شیطان سره لاسونه یو کړي او حتی له صهیونست رژیم سره ملګرتیا وکړي .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،زیاته کړه د اسلام دښمنانو د اسلامي جمهوریت له راتلو وروسته، د اسلام پرضد خپلي دسیسې سختې او پیچلي کړي دي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود، په ایران کښې د اسلامي انقلاب له بریالي توب وروسته قرآنکریم ته د ځوانانو او ځلمکیانو پراخه ګروهنه او هرکلی، ستر نعمت وباله او زیاته يې کړه، له قرآن سره انس ټولنه د دغه الهي کتاب ژوند بخښونکو تعالیمو عمل کولو ته نږدې کوي ،چې غوره او نهایي هدف يې هم د قرآن تلاوت او حفظ دی .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه،اسلامي امت د قرآنکریم له مفاهیمو سره د زیات انس په برکت هغه عزت ته رسیدلاي شي،چې د الله تعالی لخوايې ژمنه شوي ده .
Add new comment