د اسلامي ایران داټومي خبرواترو ملاتړي د ستر لارښود فتوا ده

دایران داسلامي شورا مشر وویل په اټومي خبرو کښې اصلي ملاتړي دټولو ډلوژونکو وسلو په بایکاټ کښې د اسلامي انقلاب دستر لارښود فتوا ده .
زمونږ خبریال وايي د ایران داسلامي شورا مشر علي لاریجاني نن په تهران کښې د لوکزامبورګ دلومړي وزیر له مرستیال او خارجه وزیر ژان اسلبورن (Jean Asselborn)سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د کیمیاوي، مایکروبي او اټومي و سلو په شمول دټولو ډلوژونکو وسلو په بایکاټ کښې د ایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي شرعي فتوا دیوې اعتقادي او مذهبي نظريې په توګه له هرقانون څخه وراخوا د ایران دملي ګټو دساتنې په څنګ کښې د ایران داټومي مرکچیانو دپام په مرکز کښې ده .
دایران دپارلمان مشر وویل له پینځه جمع یوې ډلې سره  له اټومي خبرو اترو د ملاتړ په باره کښې د اسلامي شورا کړچار په یوه منطقي بنسټ ولاړ دی  او له پلمو لټولو د  ډډه کولو او مثبتو او رغنده نتیجو ترلاسه کولو ته اوړیدلی دی .
دایران دپارلمان مشر دغه راز په مختلفو پړاونو کښې د لوکزامبورګ او ایران داړیکو مخینې ته په اشارې سره وویل  په مختلفو پړاونو کښې په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ ښې اړیکې ټینګې وې او دغه هیواد په اروپايي اتحادیې کښې مثبت رول لوبولی دی .
دایران دپارلمان مشر دنشه ایزو موادو قاچاق او ترهګرۍ داروپايي اتحادیې او ایران ګډه اندیښنه وبلله او زیاته يې کړه ایران دتیر وخت په شان په نړیواله او سیمه ایزه سویه له نشه ایزو موادو سره دمقابلې په زمینه کښې له اروپايي هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی .
دلوکزامبورګ خارجه وزیر ژان اسلبورن (Jean Asselborn) هم په دغه کتنې کښې وویل امریکا او اروپايي اتحادیه باید دغه ضروري باور ته ورسیږي چې ایران د این پي ټي  (The Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons (NPT)تړون په چوکاټ کښې د یورانیمو دپخولو حق لري او په خبرو کښې نهايي موافقې ته  په رسیدا کښې هر ډول قصور به یوه ستره غلطي او ماتي وي .

Add new comment