دسوریې خلکو په انتخاباتو کښې خپل پیغام ددنیا خلکو ته ورسوه

دسوریې د ولسمشر بشار اسد مرستیال وویل دسوریې خلکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په  پراخ ګډون سره خپل پیغام ددنیا خلکو ته ورسوه .
زمونږ خبریال وايي د سوريې د ولسمشر مرستیال نجاح العطار نن د انتخاباتو په یوه مرکز کښې شتون سره دخپلې ر ایې له اچولو وروسته وویل نن د سور یې د مبارز او ستر ملت حقیقت او واقعیت چې د بشار اسد په ملاتړ سره یې دهیواد بیرغ پورته کړی دی ددنیا خلکو ته ثبات شو .
هغه د سوریې  د ولسمشر بشار اسد له حکومت سره دخلکو د وفادارۍ اعلانیدا ته په ا شارې سره وویل دسوریې خلکو د چارو د اپوټه ښودلو ، چټیاتو او ادعاګانو په شمول د لویدیځو هیوادونو له خوځښتونو سره سره نن سبا په انتخاباتو کښې په ګډون سره دهیواد حقیقتونه ثابت کړل .
دسوريې دولسمشر بشار اسد مرستیال د سوريې پرضد له دریځونو دسیمې دځینو عربو هیوادونو په ملاتړ خواشینۍ ښودلو سره وویل دغو عربو هیوادونو په داسې حال کښې په  خپلو هیوادونو کښې د سوريې د لږکیو د رایو د اچولو مخه ونیوله چې دغه چاره له انساني مفاهیمو او قوانینو سره په تضاد کښې ده .
د سوريې څیړاند ریاض صقر هم د روسیې له الیوم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د ترهګرو ډلو  ګواښونه ونه توانیدل دولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ملت دپرتمینه ګډون مخه ونیسي وویل له انتخاباتو دسوريې دخلکو دغه پراخ هرکلی د هیواد دراتلونکي لپاره ټولپوښتنه ده .
دسوريې دولسمشرۍ  انتخابات نن سهار شروع شوي چې خلک  له دریو (۳)کاندیدانو یو (۱) تن  ولسمشر وټاکي .
دغه انتخابات د سوریې دخلکو په پراخ ګډون او په کامل امنیت او ارامښت سره په مختلفو ښارونو  کښې ترسره شول .

Add new comment