په کابل کښې دامام خمیني د رحلت په مناسبت مراسم وشول

دافغانستان د تبیان د کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو دمرکز په ملاتړ  او د یو شمیر علماو او محصیلینو په ګډون سره په کابل کښې د حضرت امام خمیني ره د رحلت د پینځویشتمې (۲۵) کلیزې دستورې وشوې .
فارس خبري اژانس وايي د تبیان دکلتوري او ټولنیز فعالیتونو دمرکز مشر سید عیسی حسیني مزاري په دغو دستورو کښې وویل د حضرت امام خمیني ره له تفکرونو په استفادې اوړ دهغوې په اجرا کولو سره کولای شو چې دافغانستان او داسلامي دنیا ټول مشکلات ختم کړو او له دغو شخړو  وژغورل شو .
د امام زمان جومات د جمعې امام عبدالعلي عالمي هم په دغو مراسمو کښې د امام خمیني ره تفکراتو او نظرونو ته په اشارې سره وویل باید دنده ترسره کړو او د امام خمیني ره په تفکرونو  تر  خپله وسه غور و کړو او مسلمانان ترې خبر کړو .
عالمي دغه راز د حضرت امام خمیني ره دسیاسي اقداماتو لرلید ته هم اشاره وکړه او دهغه پیروي يې د اسلامي هیوادونو دمشکلاتو یوازنۍ حل لاره وبلله .
سبا د ایران داسلامي جمهوریت دبنسټګر حضرت امام خمیني ره د رحلت پینځویشتمه  (۲۵)کلیزه ده

Add new comment