په سعودي عربستان کښې روزل شوي نوي ترهګر سوريې ته رسیدلي
سعودي عربستان کښې یوشمیر روزل شوي ترهګر داردن له سرحدونو سوريې ته رسیدلي دي .
دسوریې الاخباریه ټيلي ويژن په اردن کښې د ترهګرو ډلو دعملیاتو له کوټې څخه د ایشوا شویو اطلاعاتو ته په اشارې سره وویل دغه اطلاعات ددې ښودنه کوي چې په سعودي عربستان کښې کابو سل (۱۰۰)روزل شوي ترهګر د اردن له سرحدونو په تیریدا سره دسوریې بصری الشام سیمې ته واستول شول .
دغو ترهګرو په عربستان کښې د توغندیو د کارولو روزنه کړي ده .
اسرایل په کامل ډول له اردن څخه سوريې ته دترهګرو او سلو په ورتلو څارنه لري .
په اردن کښې د سوریې سفیر بهجت سلیمان مخکې دسورې او اردن په سرحدونو کښې د زرګونو ترهګرو روزل کیدا ته په اشارې سره وویل په اردن کښې د امریکا او عربو د عملیاتو یوه کوټه شته چې په سورې کښې جنګونه مدیریت کوي .
په سوريې کښې جنګ سعودي عربستان ، اردن ، ترکیې ، قطر ، امریکا ، انګلستان ، فرانسې او ځينو نورو عربو او اروپايي هیوادونو رامینځته کړی او هلته ترهګرو ته هرډول وسلې او پیسې ورکوي .
Add new comment