د پاکستان طالبان د انفعال په لور روان دی
د پاکستان طالبان عملا او په ظاهره په دو ډلو یعنی حکیم ا... محسود او خالد محسود یا سجنا ډلو ویشل شوی دی او که څه هم حاجی داود محسود چې ځان یې د حکیم ا... محسود ډلې ویندوی معرفی کړې ډې او وای چې د سجنا ډلې د یوې دسیسې پر اساس جدا شوی خو دا دسیسه به کومه نتیجه ورنکړی . ده له یوه نامعلوم ځایه له رسندویو سره په خبرو کې وویل له حکومت سره د شریعت پر اساس خبرو ته حاضر یو . په هر حال له تحریک طالبان به د سجنا ډلې بیلتون په طالبانو کوم اغیر ونه شیندی ځکه چې د سجنا ډله دومره لویه نده . ده همداراز زیاته کړه د ملا فضل ا... په مشری هماغه راز اعتماد شته دې او د شریعت تر اجرا پورې به جنګ دوام ولر ی .
د سجنا ډلې لوې والې یا کوچنې والې دومره مهم ندې ، مهمه دا ده چې په طالبانو کې هغه سخت اختلافات چې له کلونو راهیسې موجود وو ، په ډاګه شوی دی د بیت ا... محسود په دوران کې هم چې د تحریک طالبان بنسټ ګر وو ، اختلافات موجود وو ، پخپله بیت ا... محسود او حکیم ا... محسود ترمینځ چې اوس دواړه نشته دی او د امریکا د بې پایلیټه الوتکو په حملو کې وژل شوی دی ، اختلافات موجود وو . په ۲۰۰۹ میلادی کال کې د بیت ا... محسود له وژل کیدا وروسته د هغه د ځای ناستی کیدا پر سر حکیم ا... محسود او ولی الرحمان ترمینځ اختلافات موجود وو . په ۲۰۱۳ میلادی کا ل کې د حکیم ا... محسود له وژل کیدا وروسته هم په دغه ډله کې سخت اختلافات رامینځته شول . خالد محسود چې په سجنا مشهور دې په موقته توګه امیر شو او غوښتل يې چې په دایمی توګه امیر پاتې شی چط له سختو داخلی مخالفتونو سره مخامخ شو ، په تیره بیا شهریار محسود د هغه مخې ته ودریده چې بالاخره د افغان طالبان د مشر ملاعمر په میانځګړیتوب او سپارښتنه له محسود قبیلې او له قبایلی سیمې بهر کس یعنی ملا فضل ا... چې د سوات دې او له دغې سیمې تښتیدلې دې د طالبانو شورا لخوا امیر انتخاب شو . که څه هم په لومړیو کې ظاهرا ومنل شو خو له هماغه لومړیو د خان سید سجنا او د هغه د ملګرو لپاره د منلو وړ نه وو چې څو علتونه یې درلودل .
لومړې دا چې هغه له قبایلو او محسودو بهر یو کس وو ، په داسې حال کې چې د طالبانو زیاتره کسان چې له محسود قبیلې دی ، راضی نه وو چې له محسود قبیلې پرته بل څوک د طالبانو امیر شی . دوهم دا چې ملا فضل ا... ډیر زیات افراطی او له پاکستان حکومت سره د طالبانو ډلې د خبرو اترو سخت مخالف وو . دریم دا چې د هغه لاسونه له نورو زیات د پاکستان د پوځیانو او بیګناه خلکو په وینو ککړ وو او څلورمه دا چې پوځ او ای ایس ای هم هڅه کوی له دغو مخالفتونو په استفادې سره د سجنا تر شا ودریږی . په دې اساس د پاکستان پوځ چې په کابل کې د امریکا ، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزې غونډې کې د امریکا او افغانستان لخوا په شمالی وزیرستان کې د طالبانو په ارتباط تر پوښتنې لاندې ورغلې وو ، د مشرۍ پر سر د طالبانو ترمینځ د طالبانو له سختو اختلافاتو په استفادې سره هوای او تر یوه حده مځکنی عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې په لسګونو طالبان ووژل شول او د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم په همدغو ورځو کې جنوبی وزیرستان ته په سفر کې په ډاګه وویل چی د ترهه ګرو کلابندی یې سخته کړی ده ، او جنرال راحیل له هوای عملیاتو مخکې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف ته ویلی وو چې له طالبانو سره خبرې اترې نوره نتیجه نه ورکوی او باید عملیات وشی . په پاکستان کې ښه او بد طالبان په همدې لړ کې نومولو کیږی . هغه طالبان چې د پاکستان له پوځ سره تعامل لر ی ، ښه او هغه طالبان چې د پوځ مخالف دی ، بد طالبان نومول کیږی .
د حکیم ا... محسود ډله چې ملا فضل ا... یې مشری کوی اوس ځان کمزورې وینی او په یوه انفعالی سیاست سره له یوې خوا وای چې چمتو دی په جنوبی وزیرستان کې له حکومت سره خبرې اترې وکړی او له بلې خوا وای چې د شریعت تر اجرا پورې به جنګ دوام ولر ی . خو د کارپوهانو او نظر خاوندانو په وینا په پاکستان کې د طالبانو ټغر نور په تولیدو دې .
Add new comment