دامام زین العابدین علیه السلام نیکمرغه زوکړې دې پر ټولو مبارک وي
نن اسماني سروش، پیغمبر له اهل بیتو د یو بل لمر د راځلیدو خبر ورکوي. نن د رڼا د صحیفو خاوند راروان دی چې اسمان یو ځل بیا د پيغمبر په بچیانو وویاړي او په هغه وجود غره شي چې عبادت یې د پیغمبر او حلم یې د علی په شان دی ، کرامت یې حسنی او شهانت یې حسیني دی.
ګلونو اوریدونکو نن د شعبان یا برات پینځمه د اما علی بن الحسین د زوکړې ورځ ده ، هغه امام چې له یوې خوا د عبادت کوونکو ښکلا ده او په « زین العابدین» مشهور دی او له بل پلوه یې د خپل نیکه ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د سپيڅلې لارې د موخو په لاره کې په ځمکه د خدای د حکومت د تحقق لپاره یې ټوله هڅه وکړه ، د دغه مبارکې ورځې په مناسبت د مبارکې په ویلو سره د هغه حضرت د ژوند په ځینو پړاوونو رڼا اچوو ، له تاسو هیله کوو راسره مله اوسئ.
امام علی بن الحسین علیه السلام د اته دیرشم هجري قمري کال د شعبان په پینځمه نیټه او د رسالت په پاکې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. او د انسانیت لپاره یې د مینې معنویت ، علم او بصیرت یوه نړۍ ډالۍ کړه . دهغوي ګران پلار امام حسین او قدرمنه مور شهربانو ده چې یوه ایرانۍ شهزاداګۍ وه.
د امام سجاد علیه السلام د زمانې حالات ډیر حساس او پیچلې وو. وروسته له هغه چې امام حسین د امویانو د فاسد حکومت په خلاف پاڅون وکړ ا د اسلام ددین د ژوندي کولو او د فاسدو افکارو د سمولو په لاره کې په کربلا کې په شهادت ورسیده ، اسلامي ټولنه له ویرط او ترهې سره مخامخ شوه. ځکه چې د پیغمبر د لمسي وژل او د کورنۍ یې بندي کول یو بې ساری جنایت و چې ټول خلک یې ویرولوې وو. همداراز د امام سجاد علیه السلام زمانه د ټولنیزو بدلونونو زمانه هم وه چې د مسلمانانو له پرله پسې سوبو وروسته راپیدا شوې وو، هغه سوبې چې واکمنان یې د هیوادونو د نیولو او فتحو څخه په لاسته راوړلو ولجو مست او مشغول کړې وو. د دې په څنګ کې د اسلام د حقایقو او احکامو تحریف زیات شوی و او حکومتي نظام د دروغو راویانو په نیولو او، اسلام تحریفاوه او مسلمانان د دغه نوراني دین له حقیقته لرې کول .
د امام سجاد علیه السلام کړچار، په ظاهره د یو ډول نرمښت او سترګو پټولو ښودونکی و په دې ډول ځینې تصور کوي امام سجاد علیه السلام له دیني او ټولنیزو مسایلو لرې یوازې په عبادت اخته و ، حال دا چې له یوې خوا د بنی امیه وو سختې پابندۍ او دساډوبۍ حالت او له بل پلوه پر خلکو و اکمنو ټولنیز او کلتوري حالات چې هغوی یې د اسلام له حقیقي تعلیماتو لرې کول، سبب شول چې امام سجاد یوې بلې طریقې ته مخه کړي . امام سجاد د سوچه اسلامي تفکر او د ژوندي کولو لپاره یوه ډیره حکیمانه لاره غوره کړي. امام د معنویاتو په هدف او د هغه وخت د خلکو د مادي حرکت په وړاندې سوچه او معنوي آیډیالونو ته درسیدلو لپاره د دعا او موعظې له رودې استفاده وکړه . په حقیقت کې امام سجاد د سمو افکارو او عقایدو د لیږدلو لپآره له ډیرې سمې طریقه کار واخست او هغه څه چې غوښتل یې چې د خلکو ذهن او فکر ته پریوزي ، په دعا لمنځ او نصیحت سره یې بیان کړل .
د امام سجاد علیه السلام د دغه شان بیاناتو او موعظو یوه بیلګه چې معمولا به امام د پیغمبر په جومات کې د جمعو په ورځو وړاندې کول، په دې ډول ده : « لومړۍ چارې چې په برزخ کې به دوه فرښتې منکر او نکیر دهغه پوښتنه کوي ، دخدای په هکله پوښتنه ده چې ته یې عبادت کوې. او د هغه پیغمبر چې درلیږل شوې دی ، او ستا ددین چې پیروي یې کول ، او اسماني کتاب چې تلاوتوې یې، او د امام چې تا یې ولایت منلی دی . ،،،،، امام سجاد علیه السلام د اسلامي د سوچه عقایدو په بیان کې چې توحید ، نبوت او قیامت دي ، د امام مهمه مساله مطرحوي . د امامانو له خولې امامات ، هماغه حکومت دی . هغه امام چې دلته یې ذکر کیږي هماغه کس د چې د پیغمبر ځای ناستی دی ، یعنې هم د خلکو د دیني هدایت او ارشاد ترسره کوونکی او هم دد یناوي چارو سنبالوونکی . او دهغه اطاعت د پیغمبر د اطاعت په شان په خلکو فرض دی . حال دا چې د هغه وخت خلک له اسلامه دومره لرې شوې وو چې فکر یې کوه ، یو کس د هغوي په دنیا حکومت کوي او بل د هغوی د هغوی د دیني چارو سنبالګر دی . پّه حقیقت کې امام سجاد علیه السلام د موعظې په چوکاټ کې امامت چې د بنی امیه و دربار دهغه په هکله ان د خبرې کولو زړه هم نه کاوه ، بیانوي او خلک د امامت له مسالې یعنې د اسلامي حکومت او د اسلامی ټولنې د مشرۍ له سسټمه خبروي . امام په همدې رودې سره ، خلک له هغه څه چې په اسلامي ټولنه کې روان وو، یعنې د زور او کفر د واکمنانو له واکمنۍ او دفاسقانو او منافقانو له مشرۍ خبرول او هغوی ته یې ورپوهوله چې د یزید او عبدالمالک بن مروان په شان کسانو حکومت ، هغه حکومت نه دی چې اسلام غوښتی دی.
د امام د ویناوو یوه بله بیلګه ، یوه هغه نسبتا اوږده موعظه ده چې هغه د امام سجاد علیه اسلام یو ډیر نزدې او خوږ ملګری ابوحمزه ثمالی نقلوي. امام سجاد په دغه موعظې کې ، خپل ملګري او اصحاب له هغه دروغ او وقتي هوساینې چې ظالمانو ته له نزدې کیدو پرته په بله بیه لاسته نه راځي منعې کوي. امام خپل ملګري دې ټکي ته متوجې کوي چې که اموي نظام انسان ته هوساینه او ارامښت ورکوي ، د دې لپآره دی چې د هغوی د ظلم له حکومت سره مخالفتونه کم شی. امام په خپلې نصیحت وزمه موعظې کې داسې فرمایی: «ای مومنانو! دنیا طلبه طاغوت او طاغوتیان چې زړونه یې دنیا ته سپارلې او په دنیا مین دی او د نړۍ په بې ارزښته او تیریدونکو نعمتونو پسې دي ، تاسو ونه غولوي »
بیا امام سجاد د دې لپاره چې خپل ملګري له ظلم او زیاتي سره په مبارزه کې ثابت قدمه او ټینګ کړي ، تیرې تجربې او هغه فشارونه چې د معاویه ، یزید او مروان په زمانه کې د اهل بیتو په پیروانو راوړل شوې بیانوي او فرمایي: « په خپل ځان مې قسم، تاسو له تیرو بهیرونو او وختونو، له ډول ډول فتنو سلامت تیر شوئ، حال دا چې له ګمراهانوبدعتیانو او په ځمکه کې له فسادیانو ، مو لرې والی او تبرا کوله ، نو اوس هم له خدایه مرسته وغواړئ او دهغه او ولی الله چې تر اوسنیو و اکمنانو غوره دي ، د اطاعت او فرمانبردارۍ په لور ستانه شئ»
په دغه ځای کې امام سجاد د امام مساله ښه په جار بیانوي چې د خدای او رسول له اطاعته وروسته باید د امام اطاعت وشي. بیا ددې لپاره چې د مخاطبانو په ذهن کې کومه شبهه او شک پاتې نه شي فرمایي:« د خدای امر او د هغه چې اطاعت چې خدای یې پیروي واجبه کړې ده ، تر هر څه مخکې وګرځوئ، او هیڅکله په روانو چاور کې د طاغوتیانو له اطاعته چې د دنیا په غولیدونکو چارو د مینیدو سبب کیږي، د خدای او رسول په اطاعت مه ورمخکې کوئ. له ګناهکارانو او ناولو کسانو سره له ناستې پاستې، ظالمانو له سره ملګرتیا او له فاسقانو سره له نزدې کیدو ډډه وکړئ او د هغوی له فتنو خبردار اوسئ او ځان ترې لرې کړئ او پوه شئ چې هر څوک چې د خدای له ولیانو سره مخالفت وکړي او دخدای له دینه پرته د بل دین پیروي و کړي او د الهی امامانو د امر په وړاندې خپل سره عمل وکړي په دوزخ کې به له غرغنډه اور سره مخامخ شي. ...»
دعا د امام سجاد علیه السلام د تبلیغ او مبارزې یوه بله روده وه . هغه حضرت ډیر اسلامي ، ټولنیز ، عرفاني او تربیتي حقایق او علوم او حساس سیاسي مسایل د دعا په چوکاټ کې بیان کړې دي چې زیاتره یې د صحیفه سجادیه په نامه ټولګه کې راغونډې کړی شوې دي. په دغه کتاب کې چې د « اهل بیتو په انجیل» او « زبور آل محمد» په نامه هم مشهور دی ، امام سجاد د دعا په ژبه د یو اسلامي ژوند محرکات د خلک په ذهن کې پیدا کوي . امام سجاد په ډیر بصیرت سره په داسې زمانه کې چې دنیا او چټیاتو ته یې د خلکو توجه زیاته شوې وه او له عبادتونو او اسلامي تعلیماتو سرغړونه زیاته شوې وه ، له دعا د خدای او معنویت پّه لور د یوې لارې په توګه کار واخسته . په زړه پورې ده چې امام د خپلو دعاګانو په مینځ مینځ کې د امامت مساله او د ټولنې په رهبرۍ کې یې د اهل بیتو حقانیت هم یاد کړی دی . لکه چې د صحیفه سجادیه په شپږ څلویښتمې دعا کې فرمایي: « ... ای خدایه، ستا د ځای ناستو او غوره کسانو دا د (خلافت) مقام او ستا د امانت لرونکو مکان ، په ډيرو لوړو درجو کې دی چې دوي ته دې ځانګړې کړې دي ، خو نورو په ناحقه هغه تروړلې دی ..... تر دې چې ستا غوره کسان او ځای ناستي ،مقهور او بې اختیار شول ، او اوس ویني چې ستا امر بدل کړی شوی او کتاب دې یوې څنډې ته ایښودل شوی دی ، او ستا واجبات له هغه لورې چې تا ټاکلې دي ، بې لارې شوې دي ، او د پیغمبر سنت دې په خپل حال پریښودل شوې دي ...»
له بلې خوا امام سجاد علیه السلام په یو په زړه پورې نوښت کې د اهل بیتو د مقام د لا څرګندیدو لپاره پر محمد او آل محمد د صلوات ذکر په خپلو دعاګانو کې پرله پسې ذکر کړی دی .
عزیزانو د امام سجاد علیه السلام د زوکړې په مناسبت یو ځل بیا مبارکي وړاندې کوو او دهغوی په یوې ښکلې وینا سره خپل دغه پروګرام پای ته رسوو. هغه حضرت فرمایي:
« ای خدایه ! زمونږ د کارونو انجام نیک وګرځوه »
Add new comment