د فارس خلیج امنیت د سیمې د هیوادونو په ښو اړیکو کښې نغښتی دی
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د فارس خلیج سیمه او د هغې امنیت ډیر مهم وباله او ټینګار یې وکړ: د دې سیمې امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو په ښو او رغنده اړیکو کښې دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د کویت د امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح او ورسره پلاوي په کتنه کښې زیاته کړه: په همدې اساس د ایران اسلامي جمهوریت تل په فارس خلیج کښې له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو په لټه کښې و او اوس هم همدا سیاست تعقیبوي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمايل: د سیمې د هیوادونو نزدیکت او له یو بل سره د هغوي سالمې اړیکې د ټولې سیمې په ګټه دي خو که د دې چارې خیال و نه ساتل شي نو د سیمې د هیوادونو اختلافات او لرې والي به د ګډو دښمنانو د خوشالیدو سبب شي.
دوي د صهیونیسټي رژیم ورځ په ورځ زیاتیدونکی سپین سترګې توب او بدماشي د سیمې د هیوادونو ترمینځ د سالمو اړیکو د نشتوالي نتیجه وبلله او څرګنده یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت تل د سیمې له هیوادونو سره په خلاصه سینه چلن کړی دی.
هغوي د کویت او عراق د اړیکو پراختیا د سیمې په ګټه وبلله او ویې ویل: د سوریې د بدلونونو په هکله به هم د ایران اسلامي جمهوریت هر هغه څه چې د سوریې خلک فیصله وکړي، تائیده به یې کړي.
د اسلامي انقلام معظم مشر په سیمه کښې د تکفیري ډلو خطر ته په اشارې سره ټینګار وکړ: په خواشینۍ سره د سیمې ځيني هیوادونه د تکفیري ډلو هغه خطر ته پام نه کوي چې په راتلونکي کښې به یې خپله د هغوي لپاره رامینځته کړي او همهغه شان د دغو ډلو ملاتړ کوي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي زیاته کړه: د سیمې ځیني هیوادونه اوس له تکفیري ډلو سره په مرستې سره په سوریه او ځینو نورو هیوادونو کښې د هغوي د وژنو او جنایتونو ملاتړ کوي خو په نزدې راتلونکي کښې به دغه ډلې د همدغو ملاتړو هیوادونو لپاره سرخوږۍ جوړ شي او بلآخره به مجبور شي چې په ډیر زیات لګښت سره هغوي له مینځه یوسي.
دوي د تیرو کلونو په حساسو وختونو کښې د کویت ترڅنګ د ایران شتون ته په اشارې سره د سیمې د بدلونونو په وړاندې د کویت د خیرغوښتونکو او مدبرانه دریځونو قدرونه وکړه او ویې ویل: د سیمې بدلونونه پکار دي په داسې یوې لیدتوګې او طریقې سره حل او فصل کړو.
د اسلامي انقلاب رهبر همداراز د ایران او کویت تجارتي اړیکو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هیوادونو د اقتصادي روابطو له مخکښې نه د زیاتې پراختیا لپاره زمینې برابرې دي او د ایران او کویت په اړیکو کښې پکار دي یوه نوې صفحه خلاصه شي.
د کویت امیر هم د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مبارکۍ ویلو سره د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ټولې سیمې لپاره یو مرشد او لارښوونکی وباله او ویې ویل: کویت د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د یو نوي باب پرانیستلو ته بشپړ چمتو دی او د تهران په مذاکراتو کښې هم د اقتصادي او سوداګري اړیکو د کچې د لوړولو لپاره موافقه وشوه.
د کویت امیر او ورسره ملګری پلاوی نن ماسپښین له ایراني مسئولانو سره له ملاقاتونو وروسته له تهرانه، کویت ته روان شو.
Add new comment