د طالب مشرانو خوشې کېدل به پر سولې ښه اغېز ولري
ملا اغاجان معتصم وايي، چې د ګوانتانامو له زندانه دپنځو طالب مشرانو خوشې کېدل به د سولې پروسې لپاره ګټور تمام شي.
د طالبانو د واکمنۍ مهال د ماليې وزير ملااغاجان،چې په دې وروستيو کې يې د سولې په تړاو هڅې پيل کړي؛ د دغې پرېکړې هرکلى وکړ.
دا پنځه طالب مشران د غبرګولي په ١٠مه د هغه امريکايي بندي په بدل کې خوشې شول، چې کلونه يې له طالبانو سره په بند کې تېر کړل .
په خوشې شوو بنديانو کې د شمال زون پخوانى تنظمه رييس ملانورالله نوري، د هغه وخت لوی درستيز ملا فاضل اخند،د هرات پخوانی والي ملا خيرالله خيرخوا، د استخباراتو مرستيال ملا عبدالحق وثيق او پوځي قوماندان ملا محمد نبي شامل دي.
ملا معتصم په خپلو خبرو کې وويل، چې د بنديانو تبادله د ښه نيت او باور جوړونې لپاره هڅه ده او دې لړۍ ته بايد دوام ورکړل شي.
ده زياته کړه، د بنديانوخوشې کول که له ګونتانامو وي ،که له بګرامه او يا هم د څرخي پله له زندانه ؛ د روغې جوړې د خبرو لپاره ښه زمينه برابرولى شي.
ملااغاجان وايي، د بنديانو په دې تبادله کې د قطر هېواد رول کليدي و، خو تر دې مخکې د امريکا ولسمشر بيا له افغان حکومته مننه کړې وه، چې په دې مسله کې يې مرسته کړې ده.
د سولې عالي شورا هم له ګوانتانامو د دغو۵ طالب مشرانو پر خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا کار يې د سولې د خبرو لپاره اغېزناک بللى دى.
Add new comment