امریکا دې د پنځو طالبانو د آزادولو وضاحت ورکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکا باید وضاحت ورکړي، چې پنځه تنه طالب چارواکي یې په کوم شرط له ګوانتانامو زندانه قطر ته منتقل کړي دي.
ددې وزارت ویاند شکیب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی تراوسه نه دي خبر چې دغه پنځه طالب چارواکي کاملاً ازاد دي او که اوس هم تر څارنې لاندې دي.
مستغني وویل:  افغان حکومت د دې کسانو د بشپړې آزادۍ غوښتنه کړې.
امریکې په دې وروستیو کې د خپل یوه خورد ضابط په تبادله کې؛ چې له طالبانو سره اسیر وو، پنځه لوړپوړي طالبان له ګوانتانامو زندانه خوشې کړي او د قطر دولت ته يې وسپارل.

Add new comment