په امریکا کې په ډزو کې درې نور کسان هم قربانی شول
روئيټرز خبري آژآنس راپورورکړ دامریکا دورجینیا ایالت دنورفولک سیمې دپولیسو مشر میشل ګلډسمیت ویلی دي یو وسله وال کس له دې وروسته چې پر یوه موټر ساییکل سواره او پر یوه پولیس ئې په ډزو سره هغوي ووژل ، دپولیسو په ډزو کې ووژل شو.
دورجینیا دپولیسو په وینا په دغو ډزو کې یو پولیس ټپي شوی هم دی . داراپورزیاتوي دغه یرغلګر براؤن په داسې حال کې هڅه کوله چې له پولیسو وتښتي ، دپولیسو په ډزو ووژل شو .
دویلو ده امریکا هرکال په خصوصي اوعامو ځایونو ان تر دې چې په پوهنتونونو او ښونځیو کې هم دډزو له بیلابیلو پيښو سره لاس او ګریوان ده او دامریکا حکومت تر دې دمه دوسلو دپيرپلور دځينولابیو دنفوذ ل په علت په دغه هیواد کې دوسلو دګرځولو اومحدودولو په باب هیڅ قانون تصویب کړی نه دی چې دغې چارې دامریکایانو په تیره بیا حکومتي چارواکو لپاره ستر سرخوګی رامینځةکړی دی
Add new comment