د پاکستان په کراچۍ ښار کې پراخې ولسی مظاهرې دوام لرې
د پاکستان د وحدت مسلمین شورا په زرګونو کسانو نن د شیعیانو پر ضد د تکفیری ترهه ګرو د حملو او د هغو د وژل کیدا په اعتراض کې په کراچۍ ښار کې پراخې مظاهرې ترسره کړې .
په دغو پراخو مظاهرو کې ګډون کونکیو د پاکستان حکومت پر ضد او مړه دې وی امریکا د شعارونو په ورکولو سره د شیعیانو پر ضد د تکفیریانو او افراطی ډلو له ترهه ګرو عملیاتو خپله کرکه او غوسه اعلان کړه او له حکومته یې وغوښتل چې دغه ترهه ګرې حملې دې ودروی .
اعتراض کونکی نیت لری چې د سند صوبې د اعلی وزیر سید قایم علیشاه کور کلابنده کړی . همدا اوس د سند ا اعلی وزیر د کور په شا و خوا کې امنیتی تابیاوې سختې شوی دی . له دې مخکې د وحدت مسلمین شورا د عمومی منشی مرستیال خبردارې ورکړې وو که د نواز شریف حکومت په اعتراض کونکیو د حملې اراده ولر ی نو مسولیت به یې د حکومت پر غاړه وی .
علامه صادق نقوی د پاکستان حکومت د شیعیانو د امنیت په نه تامینولو او د ترهه ګرو له حملو سره په مقابله کې په بې وسی تورن کړ او د ترهه ګرو د ځپلو او سزا کولو غوښتنه یې وکړه .
Add new comment