په تهران کې د سوریې د حقیقی دوستانو دوهمه غونډه په ۱۲ مادیزې بیانیې سره پاې ته ورسیده
په تهران کې د سوريې د ملګرو هیوادونو د پارلیمانونو د بهرنی سیاست د کمیشنونو د مشرانو غونډه د یوې بیانیې په صادرولو سره پاې ته ورسیده .
زمونږ خبریال راپور راکوی په تهران کې د سوريې د ملګرو هیوادونو د پارلیمانونو د بهرنی سیاست د کمیشنونو د مشرانو د دوهمی غونډې په دولس مادیزې بیانیې کې په سوریه کې د ترهه ګرۍ پراختیا چې د ځینو هیوادونو په ملاتړ سره ترسره کیږی ، غندل شوی دې .
په دغه بیانیه کې په سوریه کې د نښتې او تاوتریخوالی له دوامه د خواشینۍ د څرګندولو او د مالی ، نایجیریا ، مرکزی افریقا ، عراق او افغانستان په شمول په ځینو نورو هیوادونو کې د هغې د ظاهریدا د نویو ډولو په ترڅ کې ټینګار شوی دې او د سوریې د خلکو د دردونو او کړاونو د کمولو او د هغو د اساسی حقوقو د احقاق لپاره د هلوځلو خبره شوی ده .
په تهران کې د سوريې د ملګرو هیوادونو د پارلیمانونو د بهرنی سیاست د کمیشنونو د مشرانو دوهمه غونډه نن د ۳۱ هیوادونو په ګډون ترسره شوه .
Add new comment