په نړۍ کې ایټمي فعالیتونه او دایټمي انرژۍ دنړیوال آژ انس نیمګړی راپور

دایټمی انرژۍ  نړیوال آژآنس رپورورکړی ،دنړۍ پنځه  پنځوس هیوادونو  دخپلو ایټمي  موادو دنه انحراف   دضمانت لپاره لازم راپورپه وړاندې کولو کې   عمل نه دی کړی . خبري آژآنسونو راپورورکړی ،  دایټمی انرژۍ نړیوال آژآنس  پخپلو وروستي راپورکې روښآنه  کړې  چې دآژانس  په درو کې یوه برخه هیوادونو  په  ۲۰۱۳کال کې  دخپلو ایټمي سیف ګارډز  اطلاعاتو په باب راپور په  موقعې نه دی وړاندې کړی  او یو شمیر  هیوادونودآژآنس دپلټنې په بهیر کې خنډونه جوړ کړي دي  ،  خپل راپورونه ئې په بدډول  او بده روده وړاندې کړي  یا ئې دخپلو ایټمی فعالیتونو په  باب  د راپور په وړاندې کولو کې ځنډ کړی دی
دایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس  کلنی راپور  په درستې نړۍ کې  دفعالیتونو دکنټرولولو پر محدودیَتونو ټينګار کوي .
ټاکل شوې  دغه راپور  راتلونکي اونۍ په ویانا کې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دواکمنې شورا په غونډې کې  وڅيړل شي .  خو لومړنۍ پوښتنه  چې   دغه راپورته په کلي کتنې کې  په ذهن کې مطرح کیږي   داده چې آيا  پخپله آژآنس  پخپلو ټولو مسئولیتونو او دندو  سم عمل کړی دی؟
  این پي تي تړون  دایټمي وسلو دختمولو لپاره یومهم فصل پرانیستی .  په دغه تړون کې ، له ایټمی انرژۍ پر سوله ایزې  استفادې سربیره  داین پي ټي تړون په وړاندې  دحکومتونود ژمنو په  اجرا پر  څارنې  او  دایټمی وسلو په پراختیا پّه بندیز  او همداراز  دایټمی فعالیتونو په زمینو کې  د حکومتونو پر کړچار دڅارنې او پلټنې په مسئولیت ټينګار شوی دی .
داچارې  هغه مهمې دندې دي چې  دایټمي انرژۍ  نړیوال آژانس ته سپارل شوي دي   .خو  په این پي ټي تړون کې خپلو دندو ته دامریکا دنه پابند کیدا او ددغه هیواد دژمنو  دخلاف ورزیو، په ځينو اروپائي هیوادونو کې  دایټمی وسلو دپراختیا او دیره کیدا  او  په پلټنو او واکمنې شوار ته د څيړنو  د نتیجو په وړاندې کولو کې   دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس دمشر دندې ، هغه  مهم موردونه دي   چې ښئ  آژانس  دخپلو دندو په اجرا کې پرې کمزوری عمل کړی دی .
دامریکا حکومت  تر اوږدې مودې پورې   هغو غیر ایټمي هیوادونوته  چې  د این پي ټي تړون غړي دي  او په هغو هیوادونو کې شامل دي چې  دناټو تر چتر لاندې دي  ، په سلګونو  ایټمي وسلې  منتقل کړي دي  .  اټکل کیږي  چې  دبیلجیم ،هالینډ ،جرمني ، ایټالیا په  شمول  په څو اروپائي هیوادونو کې   کابو دوه سوه څلویښت ایټمي وسلې  دناټو تر ایټمي چتر سسټم لاندې  دیره شوي  .   له دغه ډول خلاف ورزیو سره اړونده سندونه   داین پي ټي تړون   دبیاکتنې په کنفرانسونو کې وړاندې  شوي دي .
  غیر ایټمی هیوادونو ته  د سلګونوایټمي وسلو لیږد او  دایټمی اوغیر ایټمي هیوادونو  په ضد  دامریکا دایټمي وسلو دکارولو دڅرنګوالي لپاره    د کوربه هیوادونو دجنګي الوتکو پیلوټانو ته ټرینینګ  ورکول هغه اقدامات دي چې  داین پي ټي تړون له   روح   او په تیره بیا  له آژانس سره دسیف ګارډز  دجامعې موافقې  له یوې او دوهمې مادې سره  توپير لري 
 په داسې حال کې چې  دآژانس  اساسنامه  روښانه کوي ، چې آژانس باید  «  په درستې نړۍ کې دسیف ګارډز د اقداماتو د پیاوړیتا« لپاره  خپل فعالیتونه ترسره کړي .
 دایټمي وسلو لرونکي هیوادونه همداراز   څلورکاله مخکې ژمن شوي وو  چې دپوځي موخو لپاره داستفادې وړ ټول ایټمي مواد  زرترزره  دآژانس  دسموآزموینو  او یا نورو اړونده نړیوالو تربیباتو  لپاره وړاندې کوي  څو له دې  دسوله ایزو مصرفونو  لپاره استفاده  وکړي او ترې ډاډ ترلاسه  شي چې  له دغو موادو  ، د تل لپاره دپوځي پروګرامونو  لپاره  استفاده ونشي . ، خو ددغو موضوعګانو  په مقابل کې  چپتیا  ،چې د نړیوال امنیت او سولې لپاره جدي ګواښونه دي ،  دآژانس  د کړنو اوکړچار  په باب ئې جدي پوښتنې او شکونه راولاړ کړي دي  . په داسې حال کې چې  امریکا  له ایټمي وسلو دجاپان په هیروشیما اوناګاساکي ښآرونو په حملو کې  دیوازیني استفاده کونکي  او مجرم  هیواد په توګه  دایتمي وسلو دنوو ماډلونو دتولیدولو په حال کې ده .
 امریکا دفرانسې او انګلستان په ملګرتیاؤ سره    همداراز  دایټمي ټیکنالوجیو اوموادو په منتقلولو سره  دغه وسلې  صهونیسټ رژيم ته ورکړي دي . صهونیسټ رژیم هم  په مینځني ختیځ کې  دایټمي وسلو یوازنی لرونکی رژيم دی .
  له بده مرغه دغه موردونه ښئ    دآژانس کړچار  په  هغوسیاسی موخو او موضوعګانو ککړ   شوی دی  چې په ځلونو   دناپيّلی غورځنګ  غړو هیوادونو هم پرې سختې نیوکې کړي دي . بې شکه   دایټمي انرژۍ  د نړیوال آژانس  سیاسی کیدا او قطب  بندي ئې  یوه داسې جدي موضوع ده  چې این پي ټي تړون او  د ایټمي ژمنو  نړیوال  کیدا ته ئې  دروند تاوان رسولی دی

Add new comment