د حضرت امام حسېن (ع) د ولادت کليزه

 د امام حسېن (ع) د ژوند ترټولو غوره دوران د اسلام د قدرمن پېغبمر (ص) په حضور او خدمت د هغه حضرت شتون ؤ چې تر شپږو کالو پورې ؤ. امام حسېن (ع) په داسې کورنۍ کښې وروزلے شو چې د عرفاني او اخلاقي کمالاتو او فضائلو کان ؤ. د امام علي (ع) په شان د پلار او د بي بي فاطمه زهرا (س) په شان د مور وجود چې د دواړو پرورش د خداے ګران رسول (ص) کړے ؤ هغه حضرت له ډېرو لوړو الهي فضائلو او حقائقو سره اشنا کړ.
امام حسېن (ع په هغو مختلفو ډګرونو کښې چې اسلام له خطر سره مخامخ ؤ فعال شتون لرۀ. هغه حضرت د اعتقادي، فکري او سياسي موضوعاتو په شمول د مختلفو مسائلو په پاره د درس او بحث غونډو په جوړولو سره تل د خداے د ګران رسول (ص) د ارزښتناک ميراث حفاظت کوونکے ؤ. امام حسېن (ع) په پنځوسم هجري قمري کال کښې د خپل بزرګوار ورور امام حسن (ع) له شهادته وروسته نېغ په نېغه د مسلمانانو د امامت او هدايت ذمه واري په غاړه واخېسته او بالاخره په  61 هجري قمري کال کښې د  خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) له دين څخه په دفاع کښې په کربلا کښې شهيد کړے شو. په دا ډول په خپل شهادت سره يې يوه همېشنۍ حماسه رامنځته کړه چې د اسلام نيالګے يې لا زيات ثمر ته ورسوۀ او  ټولو انساني نسلونو ته يې د ظلم په وړاندې د نۀ تسلميدو او پتمنۍ درس ورزده کړ
د حضرت امام حسېن (ع) د ولادت د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره د هغه حضرت په حقله د اسلام له قدرمن پېغمبر (ص) څخه يوه وېنا ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو چې وې فرمايل:
((بې له شکه حسېن (ع) د هدايت څراغ او د نجات کشتۍ دے.))

Add new comment