نامتو فقيه،عارف او شاعر خواجه عبدا... انصاري
1039 کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 396هجري قمري کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې په دويمه نېټه د پنځمې هجري قمري پېړۍ نامتو فقيه،عارف او شاعر خواجه عبدا... انصاري د افغانستان د لويديځ په هرات ښار کښې وزېږېد. هغۀ د پير هرات لقب درلود. له خواجه عبدا... انصاري څخه په عربي او فارسۍ ژبو په نثر او نظم کښې يو شمېر ارزښتناک اثار په يادګار پاتې دي چې تر ټولو مشهور يې «مناجات نامه» ، « محبت نامه » او « زاد العارفين » نوميږي. همدارنګ له هغۀ څخه د قران شريف ادبي او عرفاني تفسير چې کشف لاسرار نوميږي په تفسير کښې يو نوے سبک ګڼل کيدۀ. خواجه عبدا... انصاري په 481 هجري قمري کال کښې له دې دنيا سترګې پټې کړې.
Add new comment