پاکستان دامریکا او انګلستان په مرستې سره دافغانستان لپاره مشکلات رامینځته کړي

پاکستان دامریکا او انګلستان په مرستې سره دافغانستان لپاره مشکلات رامینځته کړي
دافغانستان خبریال دپاکستان جاسوسۍ اداره نیغ په نیغه په هوايي او توغندوي حملو کښې لاس لرونکي وبلله .
زمونږ خبریال وايي دافغانستان کارپیژاند او خبریال محمد حسن ولسمل وویل د پاکستان او  افغانستان ترمینځ تل سرحدي مشکلات شته څرنګه  چې  افغانستان د ۱۹۵۵ میلادي کال په لویه جرګه کښې وویل ډیورینډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمینخ د سرحد په توګه په رسمیت نه پیژندي .
هغه وویل پاکستان هم په مقابل کښې تل کوشش کړی دی چې په افغانستان  کښې کمزوري حکومتونه په قدرت کښې وي چې ونه شي کولای له پاکستان څخه دخپلو اړونده ځمکو ادعا مطرح کړي .
دافغانستان دغه خبریال وویل پاکستان هماغه راز اوبو ته ضرورت لري او په افغانستان کښې هغه سیمې چې دپاکستان لخوا ورباندې بمبارې کیږي دابو سرچینه دي او پاکستان غواړي ددغو سیمو خلکو کوچیدا ته مجبوره کړي او  هلته دخپلو پلویانو په دیره کولو سره د اوبو په سرچینو  کښې دخپلې ونډې ادعا مطرح کړي .
هغه ټینګار و کړ ددغه شخړې دحل لپاره باید په افغانستان  کښې لویه جرګه وشي او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه هم اقدامات  ترسره کړي.
دافغانستان دغه خبریال محمد حسن  ولسمل وویل پاکستان تل د امریکا او انګلستان په ملګرتیا سره د سیمې د ویشلو او د بې ثباتۍ د رامینځته کولو په هدف سره د افغانستان لپاره مشکل رامینځته کړی دی .

Add new comment