د سوريې سفیر سعودي عربستان د ترهګرو اصلي ملاتړی وباله

په لبنان کښې د سوريې سفیر  سعودي عربستان د ترهګرو اصلي ملاتړی وباله .
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ په لبنان کښې د سوريې سفیر علي عبدالکریم وویل سعودي عربستان هماغه راز دترهګرو اصلي ملاتړی او هغوې ته د وسلو ورکولو اصلي عامل ګڼل کیږي .
هغه وویل دسعودي عربستان دچارواکو څرګندونې هغه لالهاندۍ ښودنه کوي چې دوې ورسره ښکیل شوي .
سعودي عربستان د سوريې دکړکیچ په څه دپاسه دریو(۳) کلونو کښې سوريې ته په لسګونو زره ترهګر استولي او دهغوې وسله وال او مالي ملاتړ هم کوي .
دغه راز دعراق سرچینو په بابل  ولایت کښې د سعودي عربستان ددوو  (۲)ترهګرو د وژل کیدا خبر ورکړ .
دعراق یوې (۱) امنیتي سرچینې وویل له حکومتي عسکرو سره په جنګ کښې د داعش ترهګرې ډلې نهه (۹) کسان مړه او یوشمیر نور هم  ونیول شول او وسلې او بمونه ترې کشف او شنډ کړې شول .
دعراق دبابل دپولیسو یوه چارواکي وویل له دغو کسانو یو شمیر نقشې ، موبایل ټیلي فونونه او کامپیوټرونه کشف او نیول شوي .
د ویلوده چې سعودي عربستان په لبنان ، سوريې، عراق ، لیبیا ، مصر ، تیونس او نورو ډیرو هیوادونو کښې ترهګرو ته هرډول وسلې او پیسې ورکوي چې دغه چاره په دنیا په تیره بیا سیمه کښې دترهګرۍ دپراختیا سبب شوي ده .

Add new comment