تهران د صلح ایزې استفادې لپاره دیورانیمو دپخولو حق لري

لوکزامبورګ خارجه وزیر تهران ته دسفر په درشل کښې دایران داسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام په باره کښې دخپل هیواد دریځونو په باره کښې وویل لوکزامبورګ تل په دغه ټکي ټینګار کړی دی چې تهران د صلح ایزې استفادې لپاره  دیورانیمو دپخولو حق لري .
ایرنا خبري اژانس وايي د لوکزامبورګ خارجه وزیر ژان اسلبورن دې خبرې ته په اشارې سره چې د ملګروملتونو دامنیت شورا د غیر دایمي اروپايي غړي هیواد په توګه تهران ته بلل شوی یم وویل ایران ته زما سفر له عادي سفر څخه وراخوا  او دوه اړخیزه دی او دایران له چارواکو سره به مهمې کتنې او خبرې وکړم .
د لوکزامبورګ خارجه وزیر  چې په اروپا کښې تجربه لرونکی او مطرح سیاستوال پیژندل کیږي ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې دستا په نظر دایران خلک د لوکزامبورګ هیواد په باره کښې څه  نظر لري وویل ایران دتهران په ارتباط دملګروملتونو په امنیت شورا کښې د لوکزامبورګ له فعالیتونو راضي دی .
هغه وویل ایران یو ستر او مهم هیواد دی چې په اقتصادي مسایلو کښې د پام وړ ظرفیت لري او ضروري ده چې دتهران پرمخ دنړیوالې ټولنې دروازې خلاصې شي .
دلوکزامبورګ خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د ایران پرضد د اقتصادي بندیزونو د لغوه کیدا لپاره ټول نړیوال شرایط برابر شي وویل لوکزامبورګ کولای شي په دې زمینه کښې دټولو خواو لپاره مثبت رول ولوبوي .
دلوکزامبورګ خارجه وزیر ژان اسلبورن به د ایران دخارجه وزیر جواد ظریف په بلنه د جون دمیاشتې له دوهمې (۲) تر څلورمې (۴) نیټې پورې تهران ته سفر وکړي

Add new comment