د ايران په باره کښې د اژانس له نوي رپوټه وروسته د صهيونېسټی ټولنو فضاء جوړونه
د ايران د اېټمي پروګرام په باره کښې د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د نوي رپوټ خپرېدو مختلفې شننې او غبرګونونه په ځان پسې لرلي دي.
د اېټمي انرجۍ نړيوال اژانس د خپل نوي رپوټ چې د جمعې په ورځ په خبري اژانسونو کښې منعکس شو په يوه برخه کښې د اعدادو او ارقامو په ذکرولو سره د ايران او اژانس له ملګرتيا څخه يو مثبت پس منظر وړاندې کړے دے چې د دغه رپوټ په جاجونه کښې اهميت لري او ښودنه کوي چې له پنځۀ جمع يو ډلې سره وروستۍ موافقې ته د رسېدو په خاطر د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره د مذاکراتو لاره لا زياته اواره شوې ده.
د اژانس وروستے رپوټ په حقيقت کښې د ايران او اژانس د موافقو د اجرائي چلند جمع بندي او د تحقيقاتي ري اېکټر او برېښناکوټ د سوانګو او يورانيمو د پخولو په بحث کښې د اراک د درنو اوبو له تاسيساتو او د فوردو له اېټمي تاسيساتو سره د اړوندو مسائلو او د ايران د اوسنيو او راتلونکو اړتياو منعکس کوونکے دے ، خو صهيونېسټي ټولنو د دغه رپوټ په غبرګون کښې د ايران او اژانس د موافقو د اجرائي چلند اپوټه شننه کړې ده او ادعا يې وکړه چې ايران په هغو يورانيمو سره چې له اژانس سره د موافقې مطابق په اختيار کښې لري بيا هم اېټمي وسله جوړولې شي.
يوروشلم پوسټ صهيونېستي ورځپاڼې د هغه ګډ اقدام په طرح کښې چې د تېر کال په نومبر کښې په جنيوا کښې تصويب شو په خپلو ژمنو باندې د ايران د پابندۍ په اړه د اژانس د رپوټ د ځينو برخو په خپرولو سره وليکل، د اژانس په موسمي رپوټ کښې ترلاسه شوې نتيجې به په زيات احتمال د پنځۀ جمع يو ډلې چې کوشش کوي له ايران سره وروستۍ موافقې ته ورسي د هرکلي وړ وګرځي.
((دبکا)) نومې صهيونېسټي تحقيقاتي سايټ هم د اژانس له رپوټ څخه په يوې اپوټه شننه کښې ادعا وکړه چې په خپلو ژمنو باندې د عمل لپاره د ايران د پرمختګ تائيد غېرواقعي او ګمراه کوونکے دے. دغه صهيونېسټي سايټ په ايران کښې د پخو يورانيمو له ذخيرو څخه چې له اژانس سره د موافقې په چوکاټ کښې او د اژانس تر څارنې لاندې ساتل شوې دي باقي پاتې برخې ته په اشارې سره وليکل، ايران اوس هم د څه کم درې نيم فيصدو پخ شويويورانيمو څه پاسه درې ټنه لري چې په لنډه موده کښې په شل فيصدو يورانيمو باندې بدلېدې شي چې له پنځو نه تر اوو اېټمو بمونو د جوړولو لپاره کافي دي. دغه خبري سايټ په دغه ادعائي اټکل باندې اکتفا نۀ ده کړې او ليکلي يې دي چې نري شوي مواد هم په فوري توګه په يو بل بم باندې بدلېدې شي.
دا فضاء جوړونې ښودنه کوي چې دغه عناصر د اژانس له رپوټ څخه سره له دې چې دوه اړخيزه ټکي هم پکې موجود دي په خپلو جاجونو کښې کوشش کوي چې د ايران د اېټمي پروګرام له راتلونکي څخه د اندېښنو د دوام په بهانه د تېر حالت ساتنه وکړي او د امکان په صورت کښې د ايران د توغنده اي دفاع د توان موضوع او يا د بشري حقوقو مسائل هم د خبرو اترو فضا ته ورداخل کړي. خو له دې سره سره دغه ټولنې پوهيږي چې که دغه خبرې اترې له ماتې سره مخامخې شوې نو امريکه او صهيونېسټ رژيم به چې په مېنځني ختيځ کښې يوازېنے اېټمي وسله لرونکے دے د دغې سياسي لوبې بائېلونکي وي. نو ځکه د دې مسئلې په القاء کولو سره چې ايران د پنهان کارۍ په لټه کښې دے کوشش کوي چې په سيمه کښې د اعتماد جوړونې د اقداماتو په مقابل کښې په ابهام جوړونې سره په خبرو اترو کښې په ايران باندې دباو راوړي. که څه هم ايران اېټمي ټېکنالوجي د خبرو اترو په ميز په معاملو سره نۀ ده ترلاسه کړې بلکې هغه د هغو حقوقو په توګه چې د اېن پي ټي د نړيوالې معاهدې په بنياد دي او ټوله دنيا پکې شامليږي غوښتنه کوي او د وروستۍ موافقې معيار هم په دغه معاهده کښې د تعريف شويو ضرورياتو خيال ساتنه او د اېن پي ټي د معاهدې په بنياد د بشپړه اېټمي حقوقو له مخې د ايران د اېټمي پروګرام د دوام لپاره د لارې د نقشې وړاندې کول دي.
Add new comment