ایران اوپاکستان دسولې دپایپ لاین دمهلت تر یوه بل کال پورې پر تمدیدیدا موافقه کړې

دغه موافقه  ایران ته دپاکستان دلومړی وزیر نوازشریف  دوروستي سفر  او ددواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو  دلیدوکاتو په وخت ترسره شوې ده
 ددغې موافقې په اساس  ایران اوپاکستان دسولې دپایپ لاین  دغزیدا دپروژې  دبشپړتیا  نیټه  د ۲۰۱۵کال تر دسمبر پورې تمدید کړې ده
 ایران ته دپاکستان دلومړی وزیر  په وروستي سفر کې  دواړو هیوادونو  دګیس دپایپ لاین  دبشړولو  په زمینې کې  کوټلي خبرې اترې کړي  او موافقه ئې کړې  چې  دبشپړتیا نیټه  د ۲۰۱۴کاله له دسمبره د ۲۰۱۵ کال د دسمبر تروروسیتو پورې تمدید کړي
 دګیسو دپایپ لایو یا سولې پروژه  به  له بشپړتیا وروسته هره ورځ  پاکستان  ته دایران  کابو اوه نیم سوه   میلیون مکعب میټر ګیس  منتقل کړي . دپاکستان چارواکي  دایران دګیسو پایپ لاین پروژه  په پاکستان کې دانرژۍ دبحران دحل لپاره  یوه خورامهمه حل لاره ګڼي ، ځکه پاکستان  دانرژۍ  له ډير زیات کمښت سره مخ دی او  دغه کمښت د دغه هیواد صنعتي ودې ته ډير زیات تاوان رسولی دی 

Add new comment