دایران داسلامی شورا داستازیوپه کتنه کی؛ داسلامی انقلاب دمعظم لارښود ویناوی
داسلامی انقلاب معظم لارښود،دایران داسلامی شورا داستازیو په کتنه کی،وویل : داستکبار دبشری ضد جبهی په وړاندی، د دریدنی یواځنۍ لاره، ددغی جبهی سره دمبارزی د تفکر دوام موندنه ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، پرون، دایران داسلامی شورا دنمایندګانو په کتنه کی،دمبارزی د تفکر په اساس، داسلامی نظام جوړیدو،او همداراز دهغه پایښت ته په اشاری سره،ټینګار وکړ چی، داستکبار دجبهی سره دمبارزی دتفکر له ادامی پرته، نه شی کیدای داسلامی نظام، لوړو هدفونو ته ورسیږو .
داسلامی انقلاب معظم لارښود،څرګنده کړه : دمبارزی په دوام باندی دټینګار دلیل،داسلامی نظام جګړه غوښتنه نه ده؛بلکه، عقل او پوهه حکم کوی چی،انسان دلوټمارانو له سیمی څخه دتیریدو لپاره،ځان سمبال کړی،اوله ځانه د دفاع توانایی او انګیزه ولری .
اسلامی نظام،داسلام دمبین دین دتعلیماتو په دلیل،دانسانی نظام، اودبشریت کرامت ته داحترام کولو دنظام،او دسولی اوخیر دنظام معرفی کونکئ دئ . سوله؛ امنیت اوسوله ایز ګډژوند؛داسلام ددین بنسټ دئ، اواسلامی نظام هم، له هغه څخه سرچینه اخیستی ده .
لیکن،داستکبار جبهه؛په شیطانی اهدافوسره، تل؛د مختلفو روشونوله لاری، دجګړی د رامنځته کولو؛او دملتونو دزیرمو دلوټولو په لټه کی ده . زور ویونکی او زیات غوښتونکی قدرتونه، په مختلفو دوروکی، دخپلو هدفونو د پرمخ بیولو په منظور؛ دظاهراَ َانسانی رودو څخه،استفاده کوی؛ترڅو دملتونو ټولی زیرمی اوشتمنۍ لوټی کړی . همدغه زور ویونکی قدرتونه؛ خپلو هدفونوته درسیدو،او دمختلفوهیوادونو دبډایو زیرمو،دلوټولولپاره؛ له جګړی او وینی تویونی څخه هم،ګټه اخلی . دافریقا په مختلفو سیمو کی پوځی حضور،او دتورپوټو دلویی وچی؛اودنورو سیمو،منجمله؛ دمنځنی ختیځ دخلګو وژل، داستکبار دجبهی د پراختیا غواړی نفوذ په چوکاټ کی، د څیړلو وړ دی .
په داسی یو وضعیت کی،دمبارزی تفکر؛ دسلطی دنظام دزیات غوښتنوسره دمقابلی لپاره، دملتونو اړتیا ده . دصهیونیسټی رژیم د نیواکګرۍ سره، دفلسطین دملت مبارزه، داستکبار دجبهی سره دمبارزی دتفکر،څرګندمصداق اومثال ګنل کیږی . دفلسطین ملت؛ دڅه دپاسه ۶۰ کالو راهیسی؛داسرائیلو د رژیم او دهغه دملاتړ کونکو،منجمله؛ دامریکاسره مبارزه کوی .
همداراز،داسلامی انقلاب بریالیتوب؛په مختلفو زمینوکی، دایران پرمختګ، اوپه
وروستیو ۳۵ کالوکی،له مهمو اوبرخلیک ټاکونکو پړاوؤنوڅخه،بریمنه تیریدا،دایران دملت، دجدی؛ صادقانه او عاقلانه مبارزی،له برکته ده .
دایران ملت؛داستکبار دجبهی سره دمبارزی له تفکر څخه،په مناسبی استفادی سره؛ داسلامی ایران دکمزوری کولو په منظور، دهغه توطئه شنډه کړې ده . دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب ۳۵ کلن تاریخ، دسلطی دنظام سره په مبارزه کی، دایران دملت د برخلیک ټاکونکو او په یاد پاتیدونکو ورځوڅخه؛ ډک دئ .
دایران ملت، په جهادی روحیئی،او په داخلی او ځایی شتمنیو اوتوانمنیوباندی په تکیئی سره، مختلفو ډګرونو؛ منجمله،علمی؛ دفاعی او توغندویی ډګرونوته ګام ایښئ دئ چی، یوه ورځ؛ دیوشمیر نړیوالو قدرتونو په ولکه کی ؤو .
په اسلامی نظام کی،دمبارزی دتفکر اغیزمن والی ته په پام سره، دایران مسئولان،په مختلفو اقتصادی؛علمی برخو؛ او په تیره بیا په اټمی برخه کی،اوس مهال؛ دایران دملت جوت حق ته درسیدا لپاره، دمبارزی په حال کی دی .
داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له قوله؛ دغه موضوع باید، دیو پراخ بنسټه تفکر په شان؛ دهیواد په ټولو چارو واکمن وی.
Add new comment