دسوريې ترهګرو وویل دامریکا عسکر دوې ته پوځي روزنه و رکوي
په سوريې کښې ترهګرو په یوه مستند فیلم کښې د سوريې ولسي حکومت ته د ګوزار د ورکولو لپاره په قطر کښې د امریکا په پوځي روزنو اعتراف وکړ .
دامریکا سټار او اسټریپز پوځي و رځپاڼې نن ولیکل په سوريې کښې وسله والو ترهګرو په یوه ویډیو فیلم کښې ترکیې او ورپسې دامریکا له روزونکو سره د کتنې لپاره قطر ته دپټو سفرونو جزیاتو ته په اشارې سره اعتراف وکړ په دغو سفرونو کښې مو دامریکا له پوځي روزونکو څخه د پرمختللیو پوځي وسلو د استفادې څرنګوالی زده کړی دی .
دغه مستند فیلم چې ټاکل شوي ده د امریکا پي بي ایس ټیلي ويژن یې خپور کړي له ترهګرو دامریکا پوځي ملاتړ چې ددغه هیواد چارواکي ترې تل انکار کوي ثابتوي .
په سوریې کښې ترهګرو په تیرو څو میاشتو کښې کابو پینځه(۵) ویډیو فیلمونه چې دامریکا د ټانک ضد راکټ لانچرونه پکښې استعمالوي خپاره کړي دي .
دامریکا خبریال ګورډون ډاف په مینځني ختیځ کښې د امریکا سیاستونه د اسرایلي لابۍ او دسرزورو تر سلطې او کنټرول لاندې وبلل او ویې ویل بې شکه امریکا په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په سوريې کښې دامریکا لاسوهنه ترټولو زیات تاوان لري .
Add new comment