په عراق کښې اته میلیونه خلکو د امام موسی کاظم په دستورو کښې ګډون وکړ
د دنیا د شیعه مسلمانانو داووم امام د شهادت دکلیزې مراسم په عراق کښې داته میلیونه خلکو په ګډون سره وشول .
دعراق المسله خبري سایټ راپور ورکړ د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د سپیڅلي حرم مسوول نن وویل درې څلویښت(۴۳) ډله ایزو رسنیو دعراق په کاظمین ښار کښې دولایت او امامت د اسمان د اووم ځلانده ستوري د شهارت دکلیزې په دستورو کښې د ګډون لپاره ددنیا له مختلفو هیوادونو د اته (۸)میلیونه شیعه زیارتوالو دستورو ته پوښښ او کوریج ورکړ .
دتیر کال په نسبت روان کال په عراق کښې په کاظمین کښې د اووم (۷) امام دشهادت په مراسمو کښې دخلکو ګډون شل (۲۰)لکه زیات شوی .
نن یکشنبه د ۱۴۳۵ هجري قمري کال د رجب دمیاشتې له ۲۵ نیټه ده چې د۲۰۱۴ میلادي کال د مي دمیاشتې له ۲۵ نیټې او د شیعه مسلمانانو داووم امام حضرت امام موسی کاظم علیه السلام له شهادت سره سمون خوري .
Add new comment