دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام دشهادت کلیزه
۱۲۵۲ کاله وړاندې د ۱۸۳ سپوږمیز کال د رجب یا بزرګې میاشتې په ۲۵مه نېټه، د خدای د رسول((ص)) یو پاک لمسی، حضرت امام ((موسی کاظم)) (ع) شهید کړای شو.
امام موسی کاظم ع په ۱۲۸ سپوږمیز کال کې، د مکې او مدینې ترمنځ په ابواء سیمه کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
هغه حضرت تر شل کلنۍ پورې د خپل قدرمن پلار، حضرت امام جعفرصادق ع څخه ډېره علمي او معنوي ګټه پورته کړه.
امام موسی کاظم (ع ) د خپل پلار له شهادت وروسته، ۳۵ کاله د مسلمانانو امامت او رهبري پرغاړه درلوده او په دې لاره کې یې ډېرې سختۍ او تکلیفونه وګالل.
د هغه حضرت د ژوند پړاو چې د علم او اسلامي تمدن د غوړیدو او له نورو ملتونو سره د اړیکو د پراختیا وخت و، اسلامي معارف او علوم د هغو پوهانو، فقیهانو او ویناوالو له خوا چې د امام موسی کاظم ع شاګردان و، د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپاره او پراخ شول.
امام موسی کاظم ع د اسلامي معارف او علومو د خپرولو ترڅنګ، د عباسي ظلم او ستم له ادارې سره نه ستړې کېدونکې مبارزې ته مخه کړه.
بلاخره عباسي واکمن، هارون الرشید چې د خپل حکومت د لړزانده کېدو ویره یې درلوده، امام موسی کاظم ع یې ونیو او بندي یې کړ.
خو هغه حضرت په زندان کې هم د اسلام د مبین دین د لوړو پروګرامونو او دتعالیمو بیانولو او د خلکو د ارشاد او لار ښوونې لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچولې او له ټولو ستونزو او خنډونو سره یې مبارزه وکړه تر دې چې عباسي واکمن، هارون الرشیدپه یوه دسیسه کې امام ته زهر ورکړل او شهید یې کړ.
د امام موسی کاظم ع د شهادت په مناسبت د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ، تاسوو درنو دوستانو ته د هغه حضرت حکیمانه وینا را اخلو: (( د خدای ج له پېژندلو وروسته، خدای ته د نږدې کېدو ترټولو غوره وسیله، لمونځ، له مور او پلار سره نیکي، د کینې او ځان منمي او کبره ځان ساتل دي.))
Add new comment