په سورئې کې دترهه ګرو ډلو پخپل مینځیو نښتو کې پنځوس ترهه ګر هلاک شوي دي
دلبنان المیادین ټيلیوژنی چینل نن راپورورکړی دسورئې په ختیځ کې په دیرالزور الشولا سیمې کې دداعش ترهه ګرو سره دالنصره جبهې دترهه ګرو په نښتې کې ددغو ډلو په لسګونو ترهه ګر هلاک شوي دي
له دې مخکې النصره جبهې دابومنذر ، ابو ها شم الجزراوي او ابو سلمی النصاري پشمول د داعش ترهه ګرې ډلې څو نامتو قوماندانان هلاک کړي وو .
د داعش ترهه ګرو هم ددې په غبرګون کې دالنصره جبهې درې ترهه ګر ااو داسلامی جهبې ۲۹ترهه ګر چې ئې نیولي وو ، ددیرالزور ښآر په شاوخوا کې په الشولا کلي کې ئې ووژل .
همداراز دسورئې یوه ټيلیوژني چینل هم راپور ورکړی دی دسورئې په جنوب کې په راس المعره ، معلولا، او جبعدین سیمو کې څه دپاسه سلو وسلوالو کسانو خپلې وسلې پر مځکه کیښودلي او امنیتي ځواک ته تسلیم شوي دي . دغو تسلیم شویو وسله والو له تسلیمیدا وروسته پخپلو ټیلیوژني خبروکې پر نورو وسله والو کسانو هم غږ کړی چې خپلې وسلې دې کیږدي او حکومتي ځواک ته دې تسلیم شي او دخپل هیواد اونظام په خدمت کې دې شي .
له بلې خوا دسورئې دحلب دمرکزي بند ساتونکي ځواک ددغه بند ددوه کلنې کلابندۍ دختمولو په علت دسورئې دپوځ قدرونه اوستاینه کړې ده
Add new comment