له ۵+۱ډلې سره په ایټمي خبرواترو کې د ایران د ملت د ټولوحقوقوخیال ساتل اړین دي

 دتهران دجمعې لمانځه خطیب  آیت ا... امامی کاشاني  نن دجمعې لمانځه په خطبوکې  ددې خبرې په کولو سره چې  له  ۵+۱ډلې سره په ایټمي خبرواترو کې  دایران ددملت دحقوقو باید  خیال وساتل شي  ، وویل ، دایران ملت اوداسلامی انقلاب معظم لارښود  په دې مهم ټينګار کوي  او دایران خارجه وزارت هم  باید  ددغه تحقق اهتمام وکړي
 دتهران دجمعې لمانځه خطیب  ټینګا روکړ دیورانیمو پخول  او هغه ټول فعالیتونه چې  دسوله ایزې ایټمي  انرژۍ له لارې ئې  دایران اړتیاوې هغه که په طبي   اړخونو کې او که غیر طبي اړخونو کې وي   پوره  کوي ، بایددوام ولري او دهغو په باب لټي ونشي .
آیت ا.. امامی کاشاني  همدرازا  دنړۍ پر ټولو ملتونو دسلطې لپاره دصهونیسټ رژيم  چلولونو اودوکو ته په اشارې سره  روښآنه کړه  امریکا چې دغه تیریګر رژیم ته ددوست خطاب کوي ، پوهه شي  صهونیسټان ئې نه یوازې دوستان نه دي ،بلکې  پخپله دامریکا پشمول دټولو هیوادونو  په زبیښاک  او استثمار پسې دي 
 هغه په سیمې کې دصهونیسټانو  جنایتونو ته په اشارې سره  زیاته کړه لودیځ باید له صهونیسټي رژیمه لیرې ووسي ،ځکه له دغه تیریګر اوناروا رژیم سره دوستي به له تاوانونو اوسپکاویو پرته بل څه ونه لري .
آیت ا... کاشاني  په دې خبرې په ټينګار سره چې  اسرائیل  تراوسه پورې   پر نړۍ دسلطې لپاره  دخپلو نقشو په  اجرا کې بریالی شوي نه دي ،  او هیڅکله به هم بریالی نشي ،وویل  داسرائیلو درژیم منزوي کیدا او ورځيني لیریکیدا  دنړۍ دټولو ملتونو اوحکومتونو  په ګټه د ه
دتهران دجمعې لمانځه خطیب  همداراز دمئ څلوریشتمه یعني دسپیڅلی دفاع په پړاؤ کې  په دغه ورځ دخرمشهر دآزادۍ دکلیزې  په درنښت سره  روښانه کړې  داسلام مبارزانو  په دغه بریالیتوب سره  مونږ ته ډير زیات فضیلتونه  ،میړنتوبونه  او بریاوې ډالۍ کړي دي

Add new comment