حدیث هدایت۲

متعال خدای ج، د قرآنکریم دعنکبوت دمبارکی سوری، په  ۴۵  آیت کی،فرمایی : هغه څه چی، له آسمانی کتاب څخه؛ په تا باندی  وحی شوې ده؛ تلاوت کړه، اولمونځ  اداء کړه چی، لمونځ؛انسان له بدیو او منکراتو څخه منع کوی .
په دغه مبارک آیت کی،متعال خدای ج؛ دجامع او کلی خط ومشې د وړاندی کولولپاره، حضرت پیغمبر ص ته  دوه  دستورونه  ورکوی :  لمړئ وایی ؛ هغه څه چی  له قرآن څخه، په تا باندی  وحی شوی دی، تلاوت کړه؛ځکه چی، په قرآنکریم کی  هغه څه چی، په  دی  دنیا کی دژوندانه؛ او په آخرت کی، دانسان داړتیا وړ دی؛ وجودلری، پس  نو هغه  تلاوت کړه؛ اوتعلیمات یی، پخپل ژوندکی  په کار یوسه؛ترڅو د دنیا او آخرت  نیکمرغۍ ته  ورسیږی .  ددغه  دستور له بیانولو وروسته چی،په  حقیقت کی،تعلیمی اړخ لری؛ دویم دستوربیانوی چی، د روزنی اصلی موضوع ده؛او فرمایی : لمونځ  اداء کړه .
 دلمانځه یو ډیر مهم اثر اواغیزه،دګناه له منځه وړل دی . لمونځ  دګناهونو دوینځل کیدو،اودالهی مغفرت اوبخښنی دلاسته راوړلو وسیله ده .  حضرت  پیغمبر ص،له خپلو یارانو څخه  پوښتنه وکړه : که ستاسو دیوتن  دکور ترڅنګ، درڼو اوپاکیزه  اوبو یو نهر  وی ،او په  هره ورځ  پنځه ځلی،په هغه کی ځان کی  ووینځی؛ آیا دککړتیا او خیری  کوم  څیز، په بدن کی یی  پاتیږی ؟  دانحضرت  په ځواب کی  یی وویل : نه . انحضرت  وفرمایل :  لمونځ  ټیک دهماغه  روان  نهر او اوبو په شان دئ . هرکله چی سړئ لمونځ کوی، هغه ګناهونه چی؛ د دؤو لمونځونو ترمنځ یی سرته  رسولی دی؛ له منځه ځی  .
په دی توګه؛هغه  ټپونه چی، دانسان  په  روح  اوځان باندی واردیږی؛ دلمانځه  په ملهم سره،آرامتیا مومی؛اوهغه  زنګونه او دوړی چی، په  زړه باندی کښینی، پاکیږی  .  دلمانځه یوه روزنیزه ځانګړنه؛ دراتلونکو ګناهونو په  وړاندی دهغه خنډ ګرځیدل دی؛ ځکه چی،لمونځ؛په انسان کی  دایمان  روح پیاوړی کوی؛او په زړه کی  دتقوا نیالګئ  شنه کوی  . ایمان  او تقوا؛  دګناه په وړاندی ډیر پیاوړی  بندونه  دی؛ او دا هماغه څیز  دئ چی، دقرآنګریم  دعنکبوت  په   ۴۵  آیت کی؛ دګناه اومنکر څخه په لیری توب کی، دلمانځه داثر په  توګه  بیان  شو .  ددی په ترځ کی چی؛ لمونځ،د غفلت مخه نیسی . دحق دلاریو لپاره،ډیر ستر مشکل؛دا دئ چی، دخپل خلقت  هدف له یاده  وباسی، او په مادی ژوند؛ او دهغه په ژر  تیریدونکو  لذتونوکی  ډوب شی، مګر لمونځ؛په دی دلیل چی، په  لنډو واټنونو، او په  هرشواروز کی،پنځه ځلی  ترسره کیږی، په پرله پسی توګه؛انسان ته ، دغفلت  په هکله  خبردارئ ورکوی،او دهغه دخلقت  هدف  ور  په یادوی  . او دا یو ستر نعمت دئ چی انسان،داسی یوه وسیله  ولری چی، په هر شواروزکی؛ څوځلی، هغه هوښیار کړی  .
 لمونځ ،خودبینی او کبر له منځه وړی، له دی کبله چی انسان په هر  شواروزکی، ۱۷  رکعته  فرض  لمونځ  اداء کوی؛ اوپه  هر رکعت کی، دعظیم الشانه  خدا ی په وړاندی، خپل تندئ په  خاوری  ایږدی؛ خپل ځان دهغه دعظمت  په وړاندی  یوه وړه  ذره  وینی  . او دغرور او خودخواهۍ پردی  ایسته کوی، او تکبر اودځان د لوړ پلټنی  روحیه  ختموی .
په همدی دلیل؛حضرت علی ع، په یو مشهور  روایت کی چی، داسلامی عبادتونو فلسفې پکی بیان شوی دی؛له ایمان  وروسته؛ لمړنئ  عبادت چی،لمونځ دئ؛ په  همدی هدف سره بیانوی، اوفرمایی : متعال خدای ایمان، له شرک څخه دانسانانو د پاک کولو په منظور، واجب کړئ؛ او لمونځ یی  له کبر څخه، دپاک کولو لپاره .
 لمونځ  داخلاقو دفضایلو د ودې، او دانسان د معنوی تکامل  وسیله ده،ځکه چی،انسان  له مادې  محدودی نړۍ، او دطبیعت  د بند  څخه، دآسمانونو ملکوت ته  بیایی، او دملایکو سره یی  غږمل  او ملګرئ کوی ، او انسان؛ ځان دهیڅ  واسطی  څخه  پرته، دخدای په  وړاندی  وینی؛او دهغه سره په  را ز اونیاز لاس  پوری کوی .
د شواروز په  اوږدوکی، ددغه  کار تکرار، هغه هم؛د خدای د عظمت؛ رحمانیت؛ او رحیمیت  په صفاتوباندی  په تکیئی سره، او پسله هغه؛له خدای تعالی څخه مرسته  غوښتل؛ دانسان په  وجود کی، داخلاقی فضایلو په  ر وزلوکی، دپام  وړ اغیزه لری .
د مؤمنانو دمولی،حضرت علی ع  په  یو روایت  کی  راغلی دی چی : لمونځ؛ خدای ته د هرپرهیزګار، دتقرًب  وسیله ده  .
 لمونځ؛ دانسان نورو اعمالوته، ارزښت او روح   وربخښی، ولی چی؛لمونځ،داخلاص  روح  ژوندئ کوی . لمونځ، د خالص نیت ،   پاکوخبرو،اوله اخلاص  څخه  ډکو عملونو یوه ټولګه ده؛ په شواروز کی د دغو حالاتو تکرارول، دانسان په ځان کی، د نورو نیکو عملونو تخم پاشی، او داخلاص  روح پیاوړی کوی  . حضرت امام رضا ع، دهغه لیک په  ځواب کی چی،پکی  دلمانځه  دفلسفی په هکله  پوښتنه شوې وه؛داسی  وفرمایل :
دلمانځه  دواجبولو دلیل اوعلت، دپروردګار په ربوبیت باندی اقرار،او هغه ته پام کول،او دشرک  اوبت پرستۍ سره مبارزه کول،دمتعال خدای په حضور کی  دریدل،او په نهایت کی،خضوع  اوخشوع،او په ګناهونوباندی اقرارکول، او له تیرو ګناهونو څخه  دبخښنی غوښتل دی، اوهمداراز  د پرو ردګار دتعظیم لپاره، په ځمکی باندی دتندی ایښودل دی . او همداراز هدف دادئ چی،انسان تل هوښیار او متذکر وی؛ د هیرتیا  دوړی او خاوری  دهغه  په زړه باندی کښی نه نی، مست او مغرور نه شی؛خاضع اوخاشع وی،  د دین او دنیا دنعمتونو دزیاتولوسره علاقمن شی . سربیره پردی،په شپه  او ورځ کی، دخدای  د ذکر دوام چی، دلمانځه  په  برکت  حاصلیږی؛ ددی سبب ګرځی چی،انسان خپل مولا،مدبر؛ اوخالق  له یاده ونه باسی،او ددی په وړاندی هم خنډګرځی چی، دسر غړونی اوطغیانګرۍ  روحیه په انسان باندی  برلاسې شی . اوخدای ته  همدغه توجه اوپام، او دهغه  په حضورکی دریدل؛انسان له ګناهونو څخه راګرځوی؛او د ډول  ډول  فسادونو مخنیوی کوی  .

Add new comment