په درست پاکستان کې سبا دترهه ګرۍ په ضد ستر لاریونونه کیږي
دپاکستان مجلس وحدت مسلمین غورځنګ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا دکراچۍ په ځينو سیمو کې دترهه ګرو اقداماتو په دوام کې دتکفیریانو اوفرقه پالو په لاس دوو نورو شیعیانو دوژلې په محکوم کولو سره دپاکستان پر حکومت غږ کړی ددغه هیواد دشیعیانو دژوند او مال دساتنې لپاره دې جدي اقدامات وکړي که داسې نه وي نو بیا به چارې دچا په کنټرول کې نه وي
همداراز په دې باب نن هم په کراچئ کې دترهه ګرۍپه ضدستره مظاهره شوې او په دغې مظاهرې کې ستر دیني عالم علامه باقر عباس زیدي پخپلې وینا کې دذوالفقارعلی او شاکرعلی دقاتلانو دنیولو او سزاکولو غوښټنه کړې اوټينګار ئې کړی چې دپاکستان ولس به سبا دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دعمومی منشي علامه ناصر عباس جعفري په غوښتنه له جمعې لمانځه وروسته په درست پاکستان کې مظاهرې وکړي او دشیعیانو دحقوقودساتلو په ضرورت به ټينګار وکړي او دغه راز به یو ځل بیا حکومتي اوقضائي چارواکو ته وښئ چې دخپلو حقوقو او ژوند دساتلو لپاره که دوي کوم جدي اقدامات ونکړي نو دوي به پخپله لاس په کار شی او بیا به نننیو حکمرانانو اوترهه ګرو لپاره دپټيدو ځاي نه وي
Add new comment