دپاکستان وسله وال پوځ اوطالبانوډلې یوه بل ته سترګې بیاسرې کړي دي
دپاکستان استخباراتی ادارې آئي ایس آئي پر حساسو مرکزونو دطالبانوډلې دحملوپه باب خبرداری ورکړ
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان استخباراتی ادارې آئي ایس آئي نن دسند صوبې صوبائي حکومت ته په یوه لیک کې ویلی دي طالبانوډله په شمالی وزیرستان قبایلی سیمې دپوځ دجنګي الوتکو له بمباریو وروسته په لټه کې ده په کراچۍ اوسند صوبې کې پر کابو دیرشو حکومتی ، امنیتي او حساسو مرکزونو بریدونه وکړي .
دسند صوبائي حکومت له دغه خبرداری وروسته امنیتي تابیاوې سختې کړي دي .
دپاکستان وسله وال پوځ جنګي الوتکو پرون په شمالی وزیرستان کې په میرانشاه ،میرعلی ،سپین وام ،غلام خان او دته خیلو کې دطالبانوډلې پر پټنځایونو اومرکزونو سختې بمبارۍ کړي چې ویل کیږي کابو اتیا طالب وګړي ئې هلاک کړي دي
همدرااز فرانس پریس آژانس هم نن راپورورکړی چې په شمالی وزیرستان سیمې کې په بیلابیلو ځایونو دغه ډول بمباریو نن هم دوام درلودلی او په درست شمالی وزیرستان قبایلی سیمې کې هماغه راز ګرځبندیز لیګیدلی دی
له دې سره په یووخت دپاکستان د طالبانو ډلې یوه ویندوي وحید ا... وحید هم ګواښ کړی چې که په شمالی وزیرستان کې دپوځ عملیات دوام و کړي نو دپاکستان له حکومت سره به خبرې اترې ودروي او خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړي چې دطالبانو دغه ګواښ دپاکستان چارواکي یو ځل بیا لالهانده کړي دي
Add new comment