د ګونډو دردونه

د ګونډو دردونه په ټولیز ډول په دوو برخو ویشل کیږي یو هغه دردونه دي چې ثانوي لامل ولري د مثال په ډول ضربه ېې خوړلې وي ماته شوې وي او د کوم بل بهرني عامل له امله درد ولري .
او بل د ګونډو هغه دردونه دي چې داخلي او اولیه لاملونه لري لکه آرترایت یا د مفاصلو التهاب
سره له دې چې د مفاصلو په تیره ګونډو دردونه په ټولو سنونو کې پيښیدای شي او ځوان او زوړ نه لري خو بیا هم د لامل په اساس په څو برخو ویشل کیږي
یو د سن د ډيروالي او د مفاصلو د یوې برخې تخریب دی چې آرتروز  ورته ویل کیږي .
کله کله دا ناروغي په ځوانانو او د منځني عمر لرونکو کسانو کې هم پيښیږي .
ډاکتران وايي په یو شمیر ناروغانو کې د بدن زور په مساوي ډول د ګونډو د مفصل په ټولو برخو نه واردیږي بلکې زور په یوه برخه وي په دي صورت کې د مفاصلو غضروفي برخه چې د هډوکو تر منځ ځای لري او د هډوکو د مستقیم تماس او سولیدو مخنیوی کوي تخریبږي او هډوکي په مستقیم ډول یو له بل سره تماس پيدا کوي چې درد ناک حالت را منځته کوي .
څيړنې ښيي هغه کسان چې په لوړو طبقو کې اوسیږي او آسانسور یا لیفت نه لري او په زینو کې خیژي او کوزیږي ډير د ګونډو د غضرفونو د تخریب له ګواښ سره مخ دي
 ډاکتران وايي د پورته ختو پر مهال په ګونډو د عادي حالت په نسبت دری برابره زیات زور راځي خو د کوزیدو پر مهال په ګونډو تر دې هم د فشار اندازه زیاته وي یعنې د عادي حالت په نسبت په ګونډو آته چنده فشار ډير وي  .
 علت ېې هم دا دی چې په ګونډو په داسې حالت کې فشار واردیږي چې هغه په یوه نسبتاً لوړه درجه قات شوې وي
هغه کسان چې په غرنیو سیمو کې اوسی ډير د آرتروز له ګواښ سره مخ دي ځکه مجبور دي د ورځې څو ځله پورته وخیژي اویا کوز شي چې په ګونډو ېې فشار ډير وي .
ډآکتران دې ډول ناروغانو ته توصیه کوي چې باید هيڅکله منډه ونه کړي او د پلي تګ پر مهال  ځانونه ستړي نه کړي بلکې د تګ پر مهال هر کله چې د ستړیا احساس کوي د څه وخت لپاره دمه وکړي په تیره هغه کسان چې عمر ېې هم ډير وي او هیڅکله په زینو کې تیز کوز او هسک نه شي بلکې په آرامۍ سره دا چاره ترسره کړي ځکه چې د ګونډو د غضروفونو یا کرپوندوکو د تخریب چانس هغه مهال ډير زیات وي چې سړی ستړی شوی وي .
هغه مهال چې ګونډې طبعي وي او سړی هم ځوان وي فزیکي فعالیت سالم سپورت او منډه د عضلاتو او هډوکو په تقویه :ې دير رول لري خو کله چې عمر ډيریږي او د ګونډو دردونه پيدا کیږي نو بیا باید له فزیکي فعالیت سره په څنګ کې د وجود سلامتیا په تیره د ګونډو د کرپوندوکو یا غضرفونو (کرچې)خیال هم وساتو
د  ګونډو د درد یو بل مهم لامل غیر ستاندارد سپورت یا ورزش دی
ډاکتران وايي ډيری هغه کسان چې په باډي بیلډنګ کې کار کوي که د با صلاحیته متخصص تر څارنې لاندې یا ورزش ونه کړي کیدای شي خپلو مفاصلو ته نه جبرانیدونکي زیانونه واړوي
د بادي بیلډنګ یا اندامونو د ښکلا په کلبونو کې د با صلاحیته او په کار پوه ترینر تر نظر لاندې باید سپورت وشي  تر څو عضلات په سالم ډول ځواکمن شي خو که په غیر اصولي ډول په خپل سر سپورتونه وشي ډير ځله په مفاصلو کې د غضروفونو د تخریب سبب ګرځي .
 دا په دې معنی نه ده چې فزیکي فعالیت او سپورت زیان لري او او باید آرام وکړو .
ډاکتران وايي کوم مهال چې انسان فزیکي فعالیت نه لري او د اوږده مهال لپاره په بستر کې وي د هغه له هډوکو د کلیسیم وتل پیلیږي تر دې کچې چې د هغه د بدن د هډوکو د کلسیم ډيره برخه له لاسه ورکوي له یوې خوا خو ېې په بډوډو یا ګردو کې د تیږو د پيدا کیدو چانس ډيریږي او له بلې خوا ېې هډوکي دومره نازک کیږي چې ممکن په عادي ضربه هم مات شي .
تاسو به ډير داسې ناروغان لیدلي وي چې د یوې ثانوي ناروغې له امله بستر وي خو په یوه وړه زینه کې یا د لویدو یا وړې ضربې له امله ېې پښې یا لاسونه حتی د لګن خاسرې هډوکي ماتیږي علت ېې دا دی چې د هغوی هډوکي د کلسیم د ډيرې برخې له لاسه ورکولو له امله دومره نازک شوي وي چې په عادي ضربه له منځه ځي .
نو اړینه ده چې په خپل ورځني ژوند کې یو د پام وړ مهال د سپورت او فزیکي فعالیت لپاره ځانګړی کړو .
که موږ پام وکړو په کلیوالو لرې پرتو سیمو کې خلک نه میوه خوري نه پوره غذايي مواد لري حتی په اوونیو اونیو غوښه نه خوري تازه سابه نه لري یوه غوا لر ي چې له هغو هم د ژيړو غوړو جوړلو لباره کار اخلي او ځانونه ېې له تازه شیدو مستو کوچو پنیر کورتو او چکې محروم کړي وي خو ځواکمن تنور او قوي بدنونه لري ځکه چې دایم فزیکي فعالیت لري او که د کلسیمو لږه اندازه هم اخلي هغه ېې په هډوکو کې ذخیره کیږي خو برعکس د ښآر خلک چې هم تازه میوه خوري هم ېې غذايي رژيم د کلیوالو په نسبت غوره دی خو فزیکي فعالیت نه لري نو له همدې امله د ښآر د خلکو وزن زیات وي کسل او ټمبل وي د لس دقیقو فزیکي فعالیت زور او ځواک نه لري د فشار شکر او زړه په ناروغیو اخته وي .
 البته یوه خبره باید وکړو او هغه دا چې په کمه انرژي ډير فزیکي فعالیت او کار هم بدن ته ډير زیان لري په عضلاتو کې لکتیک اسید ذخیره کیږي چې په راتلونکي کې د انساجو او عضلاتو د تخریب لامل ګرځي .
نو زموږ توصیه ګرانو افغان بزګرانو ته دا ده چې د کرهڼې د سختو او نه تمامیدونکو کارونو پر مهال خپل غذايي رژيم ته هم توجه وکړي او هغه پیسې چې وروسته ېې ډاکترانو او درملتونونو ته ورکوي له وړاندې ېې د خپل بدن په ځواکمنتیا ولګوي .
له خپل غذايي رژیم د پیسو وهل ګټه نه ده تاوان دی ځکه همدا بیسط به هغه مهال چې بدن دې د ناسالم غذايي رژيم له امله د ناروغیو او میکروبونو په وړاندې کمزوری شوی او نا توانه شوی وي په روغتونونو او درملتونوکې مصرفوې د ناروغۍ کړاوونه خو اضافي دي .
 یوه خبره دا ده چې ژیړ غوړي بدن ته له انرزي پرته نور هیڅ نه ورکوي او که فعالیت مو کم وي نو د زړه رګونو فشار په څير په خطرناکو ناروغیو مواخته کولای شي .
خو د دې په مقابل کې نباتي غوړي هم ارزانه دي هم خطرناک نه دي .
تاسو کولای شئ له شیدو او مستو د ژیړو غوړو د جوړولو په ځای له نباتي غوړیو ګټه واخلی خو په مقابل کې ېې شیدې مستې کوچ پنير او د شیدو نور محصولات پوره غذا ده چې هم ستاسو او هم ستاسو د ماشومانو او کورنۍ د بدن ټول ضروریات پوره کولای شئ .
د ګونډو د درد یو بل سبب هم د وزن زیاتوالی دی هغه کسان چې وزن ېې د قد له اندازې سره برابروي نو په مفاصلو په تیره ګونډو او ملا ېې ډیر فشار نه راځي خو هغه کسان چې تر خپل قد زیات وزن لري پر ګوندو ېې فشار هم ډير وي
د مثال په ډول دوه کسه چې عین قد لري که یو شپيته کیلو ګرامه او بل سل کیدو ګرامه وزن ولري نو د سل کیلو ګرامه وزن لرونکي په ګونډو به کابو د دو  تنو د وزن فشار وي .
نو دا کس که په زینو کې را کوزیږي په خپلو ګوندو به کابو آته سوه کیلو وزن واردوي نو په دې اساس د چاغو خلکو د ګونډو او مفاصلو د تخریب چانس تر نورو څو چنده ډير دی
ډير کسان په دې باور دي چې د ګونډو دردونه په ژمي کې تر اوړي ډير وي
 لامل ېې دا دی چې په اوړي کې هوا ګرمه وي عضلات نرم او منبسط وي نو په ګونډو ډير فشار نه وي خو په ژمي کې د هوا د یخنۍ له امله عضلات شخ او منقبض وي او په ګونډو هم فشار ډير وي .په دې حالت کې که د بدن یوه برخه لمدیږي د یخ اغیزه کابو څلویښت چنده ډيریږي
د ګونډو د درو یو لامل هم روماتیزم او نورې التهابي ناروغۍ دي چې هر یو ېې بیل بیل فصل دی او موږ نه شو کولای په دې پروګرام کې پرې بحث وکړو .
 دومره باید ووایو چې روماتیزم تر اوسه د هغه ناروغیو په لیست کې ده چې سمه نه ده پيژندل شوې او قطعي درملنه هم نه لري .
ډيری ډاکتران دا ناروغي د سرطان د ناروغۍ په څیر هغه ناروغي بولي چې داخلي منشاء لري په دې معنی چې د بدن دفاعي سیستم د بدن خپلې یو شمیر حجرې دوښمن تشخیصوي او د هغو په وړاندې مقابله پيلوي انتي بادي د بدن د خپلو حجرو په وړاندې جوړیږي چې په دې سره التهاب او پړسوب را منځته کیږي او د بدن حجرات هم تخریبږي یا زیانمنیږي .
یو شمیر ډاکتران خو بیا حتی روماتیزم د ویروسي ناروغیو په کتار کې راولي او ایډز ته ورته ناروغي ېې ګني چې د دوی په وینا ښايي په راتلونکې کې د روماتیزم د ناروغۍ عامل وایرس کشف شي .
هغوی وايي د بدن دفاعي سیستم چې د کومو حجراتو په وړاندې غبرګون ښيي ممکن هغه په یوه داسې ویروس ککړې وي چې تر اوسه نه دی پيژندل شوی .
ډاکترانو د روماتیزم او د سترپتوکوک په نوم باکتریا تر منځ هم تړاو موندلی نو ځکه د ارتوپيدي ډاکتران د روماتیزم ناروغانو ته د ډير دوام لرونکي انتي بیوتیک په تیره بنزاتین پنسلین ورکوي .
کوم کسان چې د اوریو ستوني یا سینوزونو په ناروغیو اخته وي او عامل ېې هم سریپتوکوک وي که سم تداوي نه شي د دې ډير امکان شته چې دا باکتریا د زړه په والو ګوردو او نورو حیاتي غړو کې ځای ونیسي او د روماتیزمي تبې او روماتوئید ارترایت یا د ګونډو او نورو مفاصلو د روماتیزمي التهاب لامل شي .
خو هغه کسان چې د روماتیزم او نورو ناروغیو له امله ورته د ګونډو دردونه پيدا شوي وي باید د همدې ناروغۍ له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي
 ډير کسان فکر کوي چې د نم یا رطوبت د زیات والي له امله ورته روماتیزم پيدا کیږي خو ډاکتران وايي روماتیزم له رطوبت سره کوم تړاو نه لري بلکه دا یوه التهابي ناروغي ده .
 البته یوه خبره ثابته ده او هغه دا چې لمر د روماتیزم د ناروغانو لپآره ګټور دی
ډاکتران وايي په اسختر یا د ګرمو او ملایمو اوبو په حوض کې لمبدل هم د ګونډو دردونه ډير کموي
 لامبو ځکه هم د ګونډو درد لرونکو او د روماتیزم د ناروغانو لپاره ښه ده چې په دې سپور ت کې پر مفاصلو کوم بوج او فشار نه راځي خو یو غوره فزیکي فعالیت حسابیږي
له زانو بند استفاده هم ډير وخت ګټوره وي ځکه یو خو د زانو بند د استعمال پر مهال په ګونډو ډير فشار نه واردیږي او له بلې خوا هم زانو بند د بیرونیو صدماتو په وړاندې د ګونډو ساتنه کوي .
هغه کسان چې د اوږده مهال لپآره ډرایوري کوي یا د ډير وخت لپاره کمپیوټر ته کیني نو د زنګنونو یا ګونډو په دردونو اخته کیدای شي نو ځکه ډاکتران وايي هغه کسان چې په کمپوټر د اوږده مهال لپاره کار کوي او په چوکۍ داسې کیني چې زنګونونه ېې قات وي نو باید په هر نیم ساعت کې یو ځل پاڅي لږ وګرځي او خپلو نورو اندامونو لاسونو او ملا ته هم حرکت ورکړي چې په دې سره د مفاصلو دردونه کمیږي او هغوی ته د زیان له رسیدو هم مخنیوی کیږي .
ډرایوران هم کولای شي هر نیم ساعت وروسته یوه دمه وکړي له موټر کوز شي تر څو مفاصل ېې لږ استراحت وکړي او وینه ېې په آزادانه ډول په بدن کې وګرځي .
هغه کسان چې زنګونونه ېې پړسیدلي وي باید د ارتو بيدي له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي تر څو د ناروغۍ اصلي لامل مالوم شي .
او درملنه هم ورته وشي .
خو د ګونډو د عادي درد لپاره ډاکتران څلور سپارښتنې لري .
لومړی د ناروغ د تاریچې په کتلو سره ښايي د هغه د فعالیت محدودولو ته اړتیا وي .
ښايي ستونځه ډيره جدي نه وي او د تاوده کمپریس او د درد او التهاب ضد درملو NASID ګروپ د درملو په اخیستو سره ستونځه هواره شي .
ښايي ناروغ د مفاصلو التهاب ولري یا د روماتیزم په څير کومه مزمنه ناروغي ولري چې دواړه ېې د درملنې ځانګړې لارې چارې لري خو باید د متخصص ډاکتر تر نظر لاندې تر سره شي .
ښايي د عمر د ډيروالي له امله د کرپوندوکو تخریب ولري چې بیا هم د متخصص ډاکتر تر نظر لاندې درمل باید واخلي .
البته د دې کسانو لپاره یوه نوې درملنه هم شته چې تر اوسه یواځې په پنځوس سلنه ناروغانو کې مثبته نتیجه لري او هغه د مصنوعي کرپونکو ځای پر ځای کول دي په ګوندو کې .خو دا چاره تر اوسه یواځې په پرمختللیو هیوادونو کې تر سره کیږي .
د ګونډو یو شمیر دردونه ښايي جراحي عملیاتو ته هم اړه ولري
ډاکتر عماد الدین پژمان

Add new comment