د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژنس کارپوهان تهران ته راغلل
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس فني او کارپوه پلاوی د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د سلامشورو د دوام لپاره تهران ته راغی
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس کارپوه او فني پلاوی نن د آژانس د عمومي منشي د مرستیال ټیرو واریورانتا په مشری تهران ته راورسید څو له ایران سره د ۲۰۱۳ کال د نوامبر په موافقه کښې د شپږ ګونو او اوه ګونو مواردو په سر خپلې وروستۍ جاجونې اعلان کړي.
په آژانس کښې د ایران سفیر رضا نجفي او ټیرو واریورانتا په ننیو یوورځنیو خبرواترو کښې د مرکچي ټیمونو مشري په غاړه لري.
Add new comment