ایران د امریکايي ورځپاڼې تورونه رد کړل

د ایران د اسلامي جمهوریت دبهرنیو چاروو زارت ویاندې، د امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هغه ا دعا رد کړې چې ویلي یې دي د ایران له خوا افغان کډوال په سوریه کې د جګړې لپاره استخدام شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، مرضیه افخم د ایران له خوا د سوریې د جګړې لپاره د افغان کډوالو د استخدامولو په اړه د وال سټریټ ژور نال د ادعا په ردولو سره ویلي چې دغه ورځپاڼه باید د افغانستان خلکو ته د سپکاوي له امله له هغوی څخه بښنه وغواړي.
افخم زیاته کړې چې ددې امریکايي ورځپاڼې ادعا په بشپړه توګه بې بنسټه ده او په افغانستان کې د ایران د څېرې د تخریبولو او ددغه دوست او ګاونډي هېواد خلکو ته په بشپړه توګه د غیر انساني کتنې د القاءکولو په موخه شوې ده، هماغه ډول چې په خبرونو کې هم خپاره شوي دي چې د افغانستان رسمي چارواکو هم دغه ادعا ګانې نه دي تایید کړې.
د ایران دبهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلې چې په سوریه کې د جګړې غوښتونکو د چلند ماتې، هغوی د ګاونډي هېواد، افغانستان د خلکو لمسولو ته مخه کړې ده.

Add new comment