دامریکا کورنیو حالاتو ته کتنه
دبخښنې نړیوالې ادارې په نړۍ کې دشکنجې دپراختیائي بهیر په باب یو راپورکې ویلی دي دترهه ګرۍ په ضد جنګ ، په نړۍ کې شکنجه عادي کړې ده .دامریکا د وخت دحکومت له خوا د ۲۰۰۱کال دستمبر د یولسمې له پيښو وروسته دترهه ګرۍ په ضد جنګ اعلان شو او د نړۍ پراخې سیمې ئې راګیرې کړې . دستمبر د یولسمې پيښې دبشری حقوقو په رعایتولو او د شکنجې په څير د ځيږو ښکارندو د نفي کولو پيچومی حسابیږي . له دغه تاریخه ترمخکې پورې هم په نړۍ کې شکنجه دود وه، او دیکتاتورو حکومتونو په ښکاره او دیموکراټيکو حکومتونو یو ډول په پټه خپل مخالفان تر دباؤلاندې راوستل او او کړول ئې . په عین حال کې لږ ترلږه د لیبرل دیموکراسۍ د نظام لرونکوهیوادونو سره په ارتباط کې شکنجه یو سپک او ناخوښ عمل ګڼل کید او په رسمي تبلیغاتو کې محکوم کید. خو په نیویارک او واشنګټن کې د ستمبر دیولسمې په پيښوسره د بشری حقوقو مدعیانو هیوادونو له ترهه ګرو سره د مبارزې او د امنیت د تامینولو په پلمې سره یو لړ داسې چلندونه وکړل چې له دې مخکې دمستبدو اودیکتاتورو حکومتونو له خوا لیدل کیدل ..له ترهه ګرۍ او شنګنجې سره دمبارزې دبحث سره په رابطه کې دپام وړ ټکی ددغې موضوع دبدوالي له مینځه تلل او ددغه ډول غیر انساني اقداماتو څخه دسپینې ماڼۍ دواکوالانو ښکاره دفاع وه .
امریکا په روسې باندې دمسټرال د دوو جنګي بیړیو دپلورنې لپاره دفرانسې له اقدام سره پخپل مخالفت ټينګار وکړ . د امریکا د خارجه وزارت ویندوي جنیفر ساکي دمیسټرال بیړیو تړون سره اړونده قضائي موضوعګانو او د دماسکو اوپاریس ترمینځ ددغې معاملې دناکاره بللوسره مسئلو ته په اشارې سره روښآنه کړې ، له دغه تړون سره دامریکا د مخالفت علت د اوکراین شخړه او د روسیې په ضد بندیزونه دي . لوران فابیوّس په تیرمارچ کې ویلی وو که روسیه د اوکراین په وړاندې خپل سیاست بدل نه کاندي ، احتمال شته چې پاریس په روسيې د میسټرال دوو جنګي بیړیو د خرڅلاؤ تړون لغوه کړي . په عین حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دشنبې په ورځې روښآنه کړې دغه تړون هماغه راز پخپل ځاي پخپل قدرت پاتې دی . فرانسې او روسیې په ۲۰۱۱ کال کې د یو میلیارډ او دوه سوه میلیون یورو په ارزښت دچورلکې وړونکې میسټرال بیړیو داخستو تړون لاسلیک کړ چې تاکل شوې لومړۍ ئې د۲۰۱۴کال په اکتوبر او دوهمه هم د ۲۰۱۵کال په مئ کې ماسکو ته وسپارل شي . روسیه نیّت لري په دغو بیړیو سره په تور سمندرګي کې خپلې کشتۍ پیاوړي کړي . په حقیقت کې داقتصادي اړیکو د درلودلو او حتی په روسیې د وسلو دخرڅلاؤ په باب دفرانسې د لوړپوړو چارواکو ګډو وډو څرګندونو علت ، په داسې حال کې چې په امریکا او اروپا کې دماسکو پر بایکاټ ټينګار لري ، اقتصادي تنګڅې دي ، لودیځ ،روسیه د اوکراین دحالاتو په باب ددغه هیواد ددریځ د نه بدلولو په بڼه کې په سختو اقتصادي بندیزونو ګواښلی دی خو په نهایت کې باید ولیدل شي چې لودیځوال چارواکي به په سیاسی موخو او لومړیتوبو نو او اقتصادي ګټو ترمینځ کومه ټاکنه غوره کوي ؟
دامریکا په تعلیمي نظام کې دتوکم د جلاکولو په نفي کولو مشتمل دامریکا دفیډرل دلوړې محکمې له تاریخي فیصلې شپیته کاله وروسته د دغه هیواد ښونځي یو ځل بیا دتوکمیز توپير په اساس د درس د کلاسونو د جوړیدا کتونکی شول . په یو سي ایل اې پوهنتون کې د مدني حقوقو یوې ډلې په پنجشنبې ورځې څيړنیزې نتیجې خپرې کړې چې ښئ د امریکا زیاتره ښونځي د توکمیزتوپير په لور په حرکت کې دي . دمثال په توګه ، دنیویارک ،کیلیفورنیا ، او ټيګزاس په څير په ایالتونو کې څه دپاسه نیم لاتیني توکمه زده کونکي په هغو ښونځیو کې درس لولوي چې نوي في صدي زده کونکي ئې لاتین توکمه دي . همدغه وضیعیت په ایلینوي ، نیویارک ، مریلینډ او میشیګان ولایتونوکې د تورپوستو لپاره لیدل کیږي . دا په داسې حال کې دي چې شپیته کاله مخکې د ۱۹۵۴ کال د مئ په اولسمه نیټه د امریکا فیډرل لوړې محکمې په حکومتي تعلیمي مرکزونو کې د : تعلیمي کمیشن په ضد دبراؤن : په دوسیې کې د : جلاکیدا البته برابري : په نامې دقاعدې باطلولو ته رائ ورکړه .
دا په داسې حال کې دي چې د توکمیز توپیر دبهیر دوام ، یو ځل بیا امریکا د تیر وخت دوقطبي او تاؤتریخجن پړاؤ ته کاږي او د مدني حقوقو د غورځنګ بریاوې له مینځه وړي ، د دې په ترڅ کې چې رنګین پوستي او هغه غوره زده کونکي چې سپین پوستي نه دي او دغه راز د چالاکو او تکړه زده کونکو تربیّت له مینځه وړي . لکه څنګه چې پوهه ، په اوسني دور او زمانې کې د بریالیتوب او پرمختګ راز شمیر ل کیږي، د امریکا په ښونځیو کې د توکمیز توپير دسیاست رسمي اویا غیر رسمي اجرا ، په نهایت کې د دغه هیواد پر سیاسی ، اقتصادي اوکلتوري ژوند د سپین پوستو دبشپړ سلطې سبب کیږي .
په امریکا کې دمینځني پړاؤ دانتخاباتو ترسره کیدا ته پنځه میاشتې پاتې دي ،دامریکا ولسمشر باراک اوباما ددغه هیواد په کانګرس کې دمهاجرت د قانون د اصلاح د تصویبیدا په باب نهیله ښودلې ده .هغه ټينګار کړی ، ډيره سخته ده ، باؤرکولی شي چې دامریکا کانګرس په دې باب اقدام وکړي .دمهاجرت دقانون اصلاح او دڅه د پاسه یولس میلیون غیر قانونی مهاجرو ته دښآریزو حق د ورکولو لپاره د یوې زمینې جوړول ، د باراک اوباما د ولسمشرۍ په دوهم پړاؤ کې دهغه یو کاري لومړیتوب بلل شوی دی . اوباما دخپل دوهم پړاؤ له پیلیداڅو میاشتې وروسته د دیموکراټانو ترکنټرول لاندې مشرانو جرګه په دې باب دیوې مسودې تصویبولو ته راضي کړه . په دغې مسودې کې چې د دوې ګوندي کمیټې له خوا وړاندیز شوې وه ، غیر قانونی مهاجرو ته په تیره بیا د دوهم اودریم نسل پرګنوته اجازه ورکول کییږي په اوږدو او سختو شرایطو کې دکار اجازه ترلاسه کړي او په راتلونکي کې دامریکا تابیعیَت ته هیله ولري ، البته په امریکا کې دیره غیر قانونی مهاجرانو ته د آسانتیاؤ د ورکولو په وړاندې د اوباما په وړاندیزې پلان کې دغه هیواد ته په غیر قانونی توګه د ورتلونکو کسانو لپاره لازیاتې سختیانې شاملې دي .
په عین حال کې داوباما وړاندیزي پلان چې دمشرانو جرګې داکثریت له ملاتړه برخمن دی ،تراوسه پورې دولسي جرګې دجمهوری غواړو اکثریت او د محافظه کارو رضایت ئې نه دی جلب کړی . ډيرکم امید شته چې د نومبر میاشتې دمینځ پړاؤه انتخاباتو له ترسره کیدا تر مخکې پورې د امریکا دمهاجرت په قوانینو کې کوم بدلون راشي . دغه بدلون به هاله وشي چې د راتلونکي کانګرس جرګې اکثریت دیموکراټانوته ورسیږي ، یوداسې فرض چې د امریکا اوسنۍ سیاسی فضا ته په پام سره، څه خاص احتمال ئې نه ترسترګو کیږي
په همدا وروستیو کې د پاکستان پلازمینه اسلام اباد او پوځي مرکز پنډۍ ښآر د امریکا د سیاسی او پوځي چارواکو دسفرونو کتونکي وو . پاکستان ته دامریکا د سمندري ځواک د عملیاتو دقوماندان جناتن ګرینټ سفر او دپاکستان له لومړی وزیر او د وسله وال ځواک له مشر قوماندان او همدرااز ددغه هیواد دسمندري ځواک له چارواکو سره د هغه لیده کاته ښئ چې امریکایان هماغه راز د پوځي اوسیمه ایزو موضوعګانو او مسئلو په باب دپاکستان په جامع او بشپړ ملګرتیاؤ ټينګار کوي او داسې ښکاري په دې باب د اسلام اباد د حکومت ژمنې نه دي توانیدلي د واشنګټن ډاډ جلب کړي .. په همدې باب هم دامریکا د سمندري ځواک د عملیاتو قوماندان جنرال جناتن ګرینټ په اسلام اباد کې له نوازشریف او په پنډۍ ښار کې دپوځ له ستر قوماندان جنرال راحیل شریف سره لیده کاته وکړل . دسیاسی څارونکو له نظره سره له دې چې د امریکا رسنیئ ټولنو ادعاکړې چې د اړیکو د عادي کولو اوښْه کولو لپاره د پاکستان دشرط په توګه ئې دپاکستان پر قبایلی سیمو دبې پيلوټه الوتکو حملې ډيرې محدودې کړې او یا ئې درولي دي . په عین حال کې داسې نه ښکاري د دواړو هیوادونو اړیکې ښې شي او یا د دواړو خواؤ د تمو ترحده وي . دا موضوع زیاتره د هغو تمو تر اغیزو لاندې ده چې واشنګټن او اسلام اباد ئې له یوه بله لري . دسیاسی څارونکو په اند، په ډيرمشکل سره دا تصورکیدلی شي،چې اسلام اباد ته دامریکائي چارواکو سفرونه له دې پرته چې دغه هیواد دپاکستان دحکومت دغو ښتنو باندې دعمل کولو لپاره ګام پورته کړي ، کومه نتیجه ولرل شي.
د امریکا دفاع وزیر چک هیګل دعربستان له چارواکو سره دخبرواترو لپاره او همداراز په فارس خلیج سیمې کې دخپلو عربو همڅنګو سره په ګډې غونډې کې دګډون لپاره دمئ په دیارلسمه نیټه جده ته لاړ . هغه په ورپسې مرحلې کې بیا دامریکا او دفارس خلیج دملګرتیا شورا ددفاع وزیرانو په ګډې غونډې کې دګډون لپاره ریاض ته لاړ . د امریکا دفاع وزیر چک هیګل په دغې غونډې کې ویلی دي ، واشنګټن دفارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړو هیوادونو امنیت ته ډير اهمیّت ورکوي . هغه ادعا وکړه ، دفارس خلیج دملګرتیا شورا دغړو هیوادونو ترمینځ ملګرتیا د امریکا لپاره ډيره مهمه ده او په دغو هیوادونو کې له امنیته ملاتړ د اوباما د حکومت یو اصلی لومړیتوب دی . هغه دغه راز ټينګار کړی ، چې هڅه به وکړي څو دفارس خلیج دملګرتیا شورا د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو سره غونډه په یوې همیشنۍ او کلنۍ غونډې بدله شي .
امریکا په فارس خلیج سیمې کې کابو پنځه دیرش زره پوځيان لري عربستان ته دامریکا د لوړپوړو پوځي او سیاسی چارواکو بیا بیا سفرونه له دغه عربي هیوادسره د امریکا د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي، د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ دایټمي خبرواترو په لاره کې پرمختګ او همداراز دسورئې دشخړې په وړاندې له خپلو دریځونو دامریکا شاتګ ، دآل سعود د سخت خپګان سبب شوی ؤ او دوي له امریکا سره پخپلو اړیکو د بیا کتنې نغارې غږولې .. په عین حال کې امریکا چې ځان له ایرانه د ویرولو د پروژې دودونکې ګڼي ، او تل ئې هڅه کړې ده ، دفارس خلیج دجنوب عربو ګاونډیو هیوادونو او ایران اړیکې سره سړې او تاؤتریخجنې کړي ، اوس په ریاض کې د دفاع وزیرانو دګډې غونډې په ترسره کولو او په فارس خلیج کې خپلو شریکانو ته په ډاډ ورکولو سره هڅه کوي دغه هیوادونه له هغوي دامریکا دملاتړونو له دوامه ډاډمن کړي .
دامریکا دولسمشر مرستیال جوزف بایډن یوځل بیا له اروپائي اتحادئې او ناټو سره د بالکان حوزې د هیوادونو له یو ځاي کیدا د امریکا پر ملاتړ ټينګار وکړ . سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلی دي چې جوزف بایډن د مئ په څوارلسمه نیټه د کرویشیا له ولسمشر ایوو یوسیپوویچ د سره ّسمندر دواړو خواؤ او اروپائي جوړښتونو سره د کرویشیا دیوځاي کیدا په قدرونې سره د دغه هیواد د بالکان په حوزې کې دخپلو ګاونډيانو لپاره یوه بیلګه وبالهّ
د بالکان سیمې له یوګو سلاویه او آلباني جمهوریتونو څخه صربستان ، مونټې نیګرو، مقدونیا، آلبانیه ، او بوسنیا هرزیګوینیا له اروپائي اتحادئې سره دیوځاي کیدا په تمه دي .
د ځينو هغو اروپائي هیوادونو لپاره په اروپائي اتحادئې کې غړیتوب چې له اقتصادي پلوه له ډيرو مشکلاتوسره لاس اوګریوان دي ، دټولنیزې هوساینې دزیاتیدا او د اقتصادي پراختیا لپاره دیوې لارې په معنا ګڼل کیږي . امریکا د اروپائي اتحادئې دپراختیا دپلویانو په ټول کې له خپلو ناټو ورآخوا ګټو ته په پام سره دناټو موسسې دغړو هیوادونو دشمیر په زیاتولو پسې ده . امریکایان په دې باب نه یوازې په اروپائي اتحادئې کې د بالکان هیوادونو دغړیتوب د دوام ملاتړ کوي،بلکې په اروپائې اتحادئې کې دترکیې د زرترزره د غړیتوب غوښتنه هم کوي . داسې ښکاري چې داوکراین پيښې او په ختیځې اروپا کې د امنیتي انډولونو بدلون سبب شوی څو امریکائي چارواکي په اروپائي اتحادئې کې او په ورپسې مرحلې کې په ناټو کې لازیات د بالکان دحوزې دهیوادونو حتی دصربستان په څير دهیواد په غړیتوب کې چټکتیا غواړي . د دې موضوع دلیل دادی چې د امریکا او اروپائي اتحادئې پشمول لودیځوال په اروپا کې د روسیې دلازیاتې منزوي کیدا غوښتنه کوي او په همدې دلیل که وتوانیږي د صربیا په څير دروسیې دودیز متحدان ورځيني جلا کړي او له اروپائي اتحادئې سره دهغو غږملتیا چټکه کړي ، نو دا به پر روسیې د اروپا د ډګر و بریالیتوب په معنا وي . دکرویشیا له ولسمشر سره په کتنې کې دامریکا دولسمشر د مرستیال جوزف بایډن وروستۍ څرګندونې د دغې موضوع په سیوري کې تحلیل کیدلی شي .
په داسې حال کې چې نړیوال نن سبا دصهونیسټ رژیم په وسیله دسازباز دخبرواترو دبهیر په ناکامیدا پسې دیوه بل په ضد دامریکائي او صهونیسټي چارواکو دنیوکه کونکو دريځونو دښکاره کیدا کتونکي دي ، له دغه نیواکګر رژیم سره دامریکا وسله والې مرستې او دخواؤ سیاسی سلامشورې هماغه راز دوام لري . دغه موضوع ددې ښودنه کوي چې د واشنګټن اوصهونیسټ ريم دتاکتیکي اختلافاتو یوه برخه ، هیڅکله له صهونیسټ رژيمه د واشنګټن پر هراړخیزو ملاتړونو او د هغوي پر سټراټيجیکو مناسباتواغیزې نه شیندي .
په دغه شان شرایطو کې په امریکا کې دلاکهیډ مارتین وسله وال شرکت اعلان کړی دی چې بشپړ سنبالې پرمختللي ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکې اسرائیلو ته ورکوي . لاکهید مارتین شرکت ژمنه کړې ، دهغې موافقې په اساس چې له اسرائیلو سره ئې کړې ، تر ۲۰۱۶ کال پورې پر صهونیسټ ریم نولس ایف ۳۵ډوله بشپړ ماډرن جنګي الوتکې وپلورل شي چې دغه جنګي الوتکې له راډاره دتښتیدا ټوله او بشپړ ماډرن ځانګړنې لري .
واشنګټن په کال کې دقدس نیواکګر رژیم ته لږترلږه درې میلیارډ ډالري وړیا مرستې ورکوي چې د دغو زیاترو مرستو غوره برخه دپوځي مرستو په بڼه ده . پردې سربیره امریکا په کال کې نور په میلیونونو ډالر هم دمالی او اعتباري کریډیټونو په بڼه صهونیسټ رژیم ته ورکوي . دغو ملاتړونو د باراک اوباما په پړاؤ کې نه یوآزې دوام درلودلی دی بلکې د هغه او امریکائي اوصهونیسټي ټولنو په اعتراف سره لازیات شوي هم دي . له صهونیسټ رژيم سره دامریکا اولودیځي حکومتونو د ملاتړونو پراخه اندازه په سیمې کې د صهونیسټ رژیم دجنایتونو په دوام کې د هغوي دځانګړي رول ښودنه کوي
Add new comment