ډېر ژر به په فلسطین کې د ملي وحدت دولت جوړ شي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ ((حماس)) یوه لوړ پوړي غړي نن ویلي چې د فلسطین د ملي وحدت نوی دولت به چې ټاکل شوې ده د حماس او د فلسطین د آزادي غواړي سازمان، له خوا اعلان شي، تر راتلونکو ورځو پورې پرځايښت ومومي.
فرانسې خبري آژانس له غزې څخه خبر ورکړی چې د فسلطین د خلکو د منتخب لومړي وزیر، اسماعیل هنیه، سلاکار باسم نعیم ویلي چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د مشر، محمود عباس ددولت او د فتح غورځنګ، یو لوړ پوړی غړی به په روانه اونۍ کې په غزه کې د حماس له چارواکو سره خبرې وکړي.
نعیم ویلي چې موږ اټکل کوو چې عباس به د روانې اونۍ په لومړیو کې، ددولت جوړېدل اعلان او ورپسې به یې د باور رایې ترلاسه کولو لپاره د فلسطین پارلمان ته معرفي کړي.
حماس تېره میاشت د فلسطین له فتح غورځنګ سره ددوو فلسطیني لوریو د۷ کاله بیلتون او اختلافونو ختمولو په موخه د پخلاینې یوه موافقه هم لاسلیک کړې ده.
Add new comment