ایران له فلسطینه په هر اړخیز ملاتړ ټینګاروکړ

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي مذهبونو د نږدې کېدو د نړیوالې ټولنې مرستیال، نن د مسجدالاقصی او بیت المقدس د آزادۍ د نړیوالې غونډې په پای کې له فلسطینه د هر اړخیر ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
خبر زیاتوي چې نن د اسلامي مذهبونو د نږدې کېدو د نړیوالې ټولنې مرستیال، محمد حسن تبرائیان، په هغه غونډه کې چې د مالیزیا د سلانګور ایالت په مرکز، شاه عالم ښار کې جوړه شوه، د فلسطین او قدس شریف په اړه د حضرت امام خميني رح او د رهبرۍ د ستر مقام له لیدتوګو سره سم د ایران د اسلامي جمهوریت د ثابت او کلک دریځ په تشریح کولو سره ، د فلسطینيانو له هیلو څخه د اسلامي هېوادونو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه وکړه.
نوموړي همدارنګه له صهیونیسټ رژيم سره د اسلامي هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او کلتوري معاملو او اړیکو د نه جوړېدو په اړه او دغه راز د اسلامي نړۍ له خوا ددې رژيم پر شیانو د بندیز، او د غاصب صهیونیسټ رژيم پر وړاندې د اسلامي امت پر یو لاس کېدو ټینګار وکړ.

Add new comment