طالبان دې ځان مرګو حملو ته تیار اوسي: مولوی فضل الله

د پاکستان د طالبانو  مشر مولوی فضل الله  د خپلې  ډلې د ځان وژونکو عملیاتو  له عاملانو وغوښتل چې د طالبانو د موخو د مخالفانو ځواکونو په خلاف عملیاتو ته تیار اوسي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې مولوي فضل الله په هغه ویډیویي پیغام کې چې پر ون خپور شو  زیاته کړه    کوم کسان چې دغه پيغام واوري باید  هغو ځان وژونکو کسانو ته یې چې  له مونږ سره نیغ په نیغه په تماس کې نه دي ورسوي.
ده له پاکستان سره د طالبانو دخبرو په هکله وویل چې هغه مخکې هم  له  دولت سره  دخبرو مخالف و.
د طالبان د مشر دا خبرې په داسې حال کې راغلې چې د پاکستان د دولت او  طالبانو ډلې تر مینځ په خبرو کې بندون پیدا شوی دی
طالبان ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د هغوی د غیر پوځي  بندیانو د خوشي کولو او د سولې لپاره د یو امن سیمې دخالي کولو په هکله د طالبانو   غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی  او تر څو چې دا حالت  وي  د دواړو لورو تر مینځ  د اوربند تمدید ګران  دی . دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د  کورنیو چارو وزیر ادعا کړې  د طالبانو او د دولت د استازو تر مینځ د خبرو د بل پوړاو  وخت ټاکل شوی دی.

Add new comment