د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهم چارواکی آغا جان معتصم یو وار بیا ترکیې ته ستون شوی
د طالبانو د واکمنۍ د مهال مهم چارواکی آغا جان معتصم یو وار بیا ترکیې ته ستون شوی او ملګري یې وایې چې د سولې بهیر ته به دوام ورکړي.
آغا جان د فبرورۍ په میاشت کې "د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک" په نامه خپله ډله جوړه او وروسته یې د سولې د عالي شورا له یوه پلاوي سره په دوبۍ کې خبرې وکړې.
له دې غونډې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې نوموړی د متحده عرب اماراتو لخوا نیول شوی و.خو آغا جان وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د ځینو امنیتي ننګونو له کبله د اماراتو د چارواکو په همکارۍ د څه مودې لپاره له خپل استوګنځي یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی و.
هغه د رسنیو هغه رپوټ هم رد کړ، چې ګواکې د اماراتو د امنیتي چارواکو له خوا نظر بند شوی و.
اوس د ښاغلي معتصم ملګرو بي بي سي ته تایید کړې چې آغا جان یو وار بیا ترکیې ته رسېدلی دی.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې له دوبۍ نه د افغان حکومت په غوښتنه نوموړی کابل ته لېږدول شوی و او له څه مودې وروسته اوس بیا ترکیې ته تللی دی.
Add new comment