اسلام،او دژوند روده
له روغتیایی چارو اوسلامتیا څخه برخمنتیا،یو فردی او ټولنیز حق دئ . په قرآنی آیتونو؛ حدیثونو او اسلامی متنونوکی پلټنه، د فردی او ټولنیزی روغتیا اوسلامتیا په هکله، ددغه الهی دین پاملرنه او دقت،څرګندوی . ویلای شو چی،هیڅ کوم دین اومکتب، داسلام په شان؛ د روغتیایی اصولو او مسايلو په هکله، سپارښتنه نه ده کړې . اسلام، زیاتره روغتیایی مسایل؛ دواجب؛ حرام؛ مستحب؛ اومکروه په نامه،بیان کړی دی . دمثال په توګه؛ د وینی؛ دمردار دغوښی؛ دحرام غوښی لرونکو حیواناتو دغوښی؛ خاوری؛شرابو؛ او نورو نشئی توکو په شان څیزونو خوړل چی، عقل ته زیان رسوی؛او دانسان سلامتیا په خطر کی اچوی؛ حرام دی .
له بلې خوا؛ اسلامی تعلیماتو؛زیاتره روغتیایی مسایل چی؛ دانسان په سلامتیاکی مهم رول لری؛ دواجب او مستحب په نامه بیان کړی دی . د مثال په توګه؛ د بدن او جامی طهارت؛ دلمانځه له شرایطوڅخه دئ، او اودس دلمانځه له مقدماتو او واجباتو څخه ګنل کیږی . داسلام په احکامو کی دقت کول؛ دا حقیقت روښانه کوی چی،دغه احکام؛ هریو،ځانته یو حکمت لری چی،ټولوته روښانه او څرګند نه دئ . یواځی دومره ویلای شو چی،داسلامی احکامو په فلسفه کی، د فرد اوټولنی په جسم او روح پوری ټولی ګټوری او زیانمنونکی چاری، په پام کی ساتلی شوی دی . هرڅه چی، د فرد دبدن او روح، او دټولنی دسلامتیا په ګټه وی؛ حلال، او هرڅه چی، دهغو په زیان وی، حرام دی .
ددی ټکی یادونه هم ضروری ده چی،په اسلام کی؛مصلحت /له منفعت اوګټی څخه لا مهم اومخته دئ . ډیر پیښیږی چی،یوڅیز دانسان لپاره ګټور وی؛ مګر په مجموع کی، دهغه او دټولنی په مصلحت نه وی . همداراز په اسلام کی،ځان او نورو ته د زیان رسولو دمنعی قانون ته په پام سره، د ژواک چاپیریال ککړول؛ او دفردی او ټولنیزی روغتیایی چارو؛نه رعایتول؛ جایز نه دی .
دمثال په توګه؛که متعال خدای ج، خاورته دمړو سپارل،اوښخول ضروری بولی؛ دژواک چاپیریال او ټولنی، دسلامتیا دساتنی په منظور دی . لکه څرنګه چی، د حضرت امام رضا ع له قوله، راغلی دی چی : دمړی دښخولو دستور ورکړ شوئ دئ؛ ددی لپاره چی، کوم څوک؛ دمړی دجسد له وراسته کیدو،دهغه د بدوالی، او د بوی له بدلیدوڅخه آګاه نه شی؛او آزار ونه وینی .
د روغتیایی چارو رعایتول؛ دومره ضرورت لری چی، حضرت پیغمبر ص، هغه د ایمان له نښو څخه بللی دی؛ او ویلای شو چی دطهارت او نظافت رعایتول،له عبادتی چارو څخه شمیرل کیږی . ځکه چی په اسلام کی، هر عمل چی، دالهی دندو داداء کولو؛ اواسلامی ټولنی ته دخدمت کولو په نیت؛بڼه ونیسی؛ عبادت دئ .
د روغ بدن او روح څخه برخمنتیا؛ د ژوندانه اودخدای دبندګۍ په مسیرکی، دآرامتیا یو عامل دئ . انسان چی، دخدای مخلوق؛ او دهغه خلیفه او دامانت ساتونکئ دئ، دخدای دبندګۍ په توفیق کی، روغ بدن ته اړتیا لری . له سلامتیا څخه؛ هر اړخیزه برخمنتیا،په مادی او معنوی ژوندکی، دانسان د فعالیتونو اساس دئ چی، دګران پیغمبر ص له قوله، له دغه نعمت څخه، دپټ او نا پیژندل شوی نعمت، په نامه یادونه شوې ده . له دی رویه؛ داسلا م تعلیماتو؛ دځان دسلامتیا ساتنه، او د روح ساتنه، واجب شمیرلې ده؛ او دا جایز نه ګنی چی،انسان حتی، په ډیر سخت مصیبت کی، خپل بدن او ځان ته زیان ورسوی . په ځینو روایتونوکی، بدن او غړی یی، الهی امانتونه شمیرل شوی دی ، او متعال خدای ج ، دامانتونو رعایتول، دمؤمنانو او لمونځ کونکو،برجسته اوڅرګند خصوصیتونه بللی دی .
دخدای ګران رسول ص هم فرمایی : غوږونه؛سترګی؛ژبه ؛ او زړه؛ امانت دی؛ او هرڅوک چی امانت رعایت نه کړی؛ ایمان نه لری .
متعال خدای ج، د قرآنکریم د اعراف دمبارکی سوری، په ۳۲ آیت کی، په څرګنده توګه فرمایلی دی چی، دپاکیزه، سالمو، او دانسان دطبعی سره دسمو نعمتونو، حرام شمیرل ، خدای ته د دروغ نسبت ورکول دی، نو هغه څه چی یی حرام ګنلی دی؛ بیله شکه ناسم او پلید دی .
که یو څوک، دخدای تعالی ج حلال ؛ حرام، اودخدای حرام؛ حلال وشمیری، په حقیقت کی؛ په شیطانی وسوسو باندی ګیر شوئ دئ؛ځکه چی شیطان، ګام په ګام، انسان له حقیقت څخه لیری کوی، او هغه څه چی، ګټور او رغاوونکی دی؛ د بد په بڼه؛ او هغه څه چی، بد او نا پاک دی ؛ دښه څیز په توګه ښئی، اوپه دی طریقی سره انسان؛ دګنومشکلاتو سره مخامخوی . د قرآنکریم له نظره؛ له پاکیزه او دبشر د طبعی سره سم نعمتونوڅخه، دانسان برخمنول، دبشر دتکریم او احترام یوه ځلا ده، او په هغه واجب دئ چی، له داسی نعمتونو څخه، دخدای په درګاه کی شکرګزاره وی .
ویاند : دانسان په بدن کی، موجود منظم او دقیق سیسټم؛ په دی ډول طراحی شوئ دئ چی، دفردی اوټولنیزو روغتیایی چارو اواصولو درعایتولوپه صورت کی، په ناروغۍ او ډول ډول مریضیوباندی دانسان د اخته کیدو، فیصدی تر زیات حده ټیټوی؛مګر دغلط ژوند سبک او طریقه؛ انسان ارو مرو د ناروغیو سره مخامخوی .
له ناروغۍ څخه دمخنیوی په هکله، دحضرت پیغمبر ص ،او دانحضرت د اهلبیت ع په ویناؤوکی،زیاتی سپارښتنی لیدلی کیږی چی، یوه یی؛ د طعام خوړلو صحیح آداب دی . دهغه څه په تکمیلولوکی چی بیان شول،په دوؤ نور روایتونو باندی استناد کوؤ . یو داچی، دخدای ګران رسول ص فرمایی : معده دهر درد مرکز او ځای، او له مضروڅیزونو څخه ، پرهیز؛ دهر درد درمان دئ ؛ نو داسی یو څیز وخوره چی، ستا سره سازګار اوستا دطبعی سره سم وی .
حضرت امام رضا ع فرمایی : دوه ډله کسان،تل ناروغ دی، روغ کس چی ، بی دلیله؛ پرهیز کوی،او هغه ناروغ چی، پرهیز نه کوی .
: یوه بله سپارښتنه چی،دجسمی او روحی ناروغیو په مخنیوی کی، اغیزمنه ده؛ سفر کول دی .
دخدای ګران رسول ص فرمایی : سفر وکړئ؛ ترڅو روغ واوسئ .
همداراز دخدای دګران رسول ص له قوله راغلی دی چی : ځانونه له لمړۍ یخنۍ څخه، یعنی د منی په موسم کی وساتئ، خو؛ وروستۍ یخنۍ، یعنی دپسرلی موسم درک کړئ؛ ځکه چی، د بدنونو سره هماغه کار کوی چی، د وَنو سره کوی . دمنی یخنی؛ پاڼی سوځوی، او دپسرلی یخنی،پاڼی شنه کوی . له هغو نورو مواردو څخه چی،د جسم او روح سلامتیا تضمینوی؛ دبدن دغړیو هوساینه او آرامتیا ده چی، د هغو څخه دکار په اخیستوکی باید، اعتدال او منځ لاری رعایت شی . حضرت علی ع فرمایی : پخپل زړه باندی د فشار په راوستوسره، دخپلی پوهی مخه مه نیسه؛ځکه چی دبدن هر غړئ، هوساینی ته اړتیا لری .
حضرت امام صادق ع هم فرمایی : هغه څوک چی، دشپی له خوا کار وکړی،او د خوب په نه کولوسره، دخپلو سترګو آرامتیا برابره نه کړی،اوسترګوته دزیان رسیدو سبب شی؛کاریی حرام دئ؛که څه هم، ترلاسه شوئ مال؛ حلال دئ . البته انحضرت؛ ځینی موردونه؛ منجمله، دجنګ وخت؛یا دناروغ دځان د ژغورلو؛او داسی نور کارونه، استثنا کوی . حضرت امام رضا ع هم فرمایی : پخپل وخت، او په اندازه خوب کول؛بدن ته قدرت او توان وربخښی .
البته، په هماغه اندازه چی، په اسلام کی دبدنی آرامتیا په هکله ټینګار شوئ دئ،دبدن دزیاتی پالنی او هوساینی څخه ډډه کولوته هم،پاملرنه شوې ده .
د حضرت پیغمبراکرم ص، او دانحضرت داهلبیت ع په ویناؤوکی هم،داسی سپارښتنی لیدلی کیږی چی، هم د روحی روغتیا،او هم دبدنی روغتیا لپاره ګټوری دی . منجمله داچی، حضرت علی ع،چتیا او خاموشی؛ دهوساینی اوآرامتیا سبب بولی . خاموشی په هغو مواردوکی چی، خبری کول ضروری نه دی؛ د روح دآرامتیا سبب ده . همداراز په ځینو مواروکی له خبری کولو څخه، ډډه کول؛ د دښمنۍ، او په خطر کی د بدن د سلامتیا دلویدوڅخه مخنیوئ کوی . دانسان د بدنی او روحی سلامتیا په تامینولوکی، یوبل ضروری اصل، په ژوندانه کی، دقناعت اصل ،او غیر ضروری غوښتنوته په رسیدوکی، دحرص او طمعی څخه لیری توب ته،پام کول دی .
اسلام؛ قناعت،دبدن او روح دسلامتیا یو رکن ګنی، اوپه ژوندانه کی دغم اوخپګان د نشتوالی یو دلیل؛ په دغه اصل پوری مربوطوی . حضرت علی ع، په دې باره کی فرمایی :
هغه انسان چی، پخپلی روزۍ باندی خوشحاله وی؛په آرامتیا او هوساینه کی اوسی . په همدی هکله، حضرت امام سجاد ع،پخپلو ویناؤوکی، د حرص او طمعی په تره ټلوکی، ټول خیر او نیکۍ، دطمعی په نه لرلو، اوله هغه څیز څخه دسترګی په پټولوکی بولی چی، دخلګو په لاس کی دئ .
دهغه څه له مجموعی څخه چی، د روغتیایی چارو اوسلامتیا په هکله مو وویل؛ پوهیدلای شو چی، داسلام لارښوونی؛ دانسانانو د بدن او روح دسلامتیا ضمانت کوونکی دی . دطب علم هم،ښودلې ده چی،په مذهبی عقایدوباندی دعمل کولو،اوباور لرلو پرته،دژوند دوام، د ډول ډول جسمی او روحی ناروغیو دراپیداکیدو سبب ګرځی . قرآنکریم؛ دآسمانی کتاب او مرجع په توګه؛ او د دینی پیشوایانو خبری؛ د باطنی او مذهبی ژورو باورونو درامنځته کولو په دلیل، دانسان دآرامتیا، او په پای کی، د ده د جسمی او روحی آرامتیا سبب دی .
ګرانو اوریدونکو! په راتلونکی پروګرام کی به، په اسلام کی د مناسبی جامی، اوښه پوښښ په هکله،ستاسوسره، خبری وکړو، ترهغه مو په ساتندوی خدای سپارو .
Add new comment