د حضرت بي بي زېنب (س) د رحلت په مناسبت خاص مطلب
نن د رجب يا بزرګې د مياشتې پينځلسمه، د حضرت علي (ع) او بي بي فاطمې سلام الله عليها د قدرمنې لور بي بي زېنب سلام الله عليها د وفات کليزه ده .
حضرت زېنب (ع) د هجرت په شپږم کال په مدينه منوره کښې وزېږېده. هغې په داسې کورنۍ کښې دنيا ته تشريف راوړۀ چې د وحي د نازلېدلو او له خداے سره د ارتباط مرکز ؤ . د دغه کورنۍ ټول غړي د قرآن په ګواهۍ پاک او معصوم وو . په دوي کښې د بي بي زېنب (ع) نيکۀ د خداے ګران رسول حضرت محمد (ص) پلار يې امام حضرت علي ، مور يې بي بي فاطمه ، او دوه وروڼه يې امام حسن او امام حسېن ( عليهم السلام) شامل وو. تاسو ته د بي بي زېنب (ع) د وفات په مناسبت د تسليت په وړاندې کولو سره د تاريخ د هغې باتورې مېرمن د ژوند ځينې پړاوونه درته وړاندې کوو. هغه مېرمن چې له ټولو مصيبتونو او مشکلاتو سره سره چې هغه ورسره مخامخه شوه، سرلوړې ترې راووتله .
بي بي زېنب (ع) له هماغه وړوکوالي نه ځان په فضائلو او کمالاتو سنبال کړ او په وېنا او عمل کښې د پلار زېنت وګرځېده . په روايتونو کښې راغلې دي چې زېنب کبری (ع) په وقار کښې خپلې نيا بي بي خديجې (ع)، په عصمت او حيا کښې خپلې مور بي بي فاطمې (ع)، په فصاحت او بلاغت کښې خپل پلار امام علي (ع)، په حلم او صبر کښې خپل ورور امام حسن (ع) او په مېړنتوب او د زړۀ په مزبوطيه کښې خپل ورور امام حسين ته تللې وه . تۀ به وائې د اهل بېتو عليهم السلام ټول فضائل په هغې کښې راغونډ شوې وو . د بي بي زېنب (ع) لپاره الهي تقدير داسې ليکل شوے ؤ چې د ژوند له ابتداء څخه له مصيبتونو او مختلفو فتنو او ربړو سره مخامخه شوه چې ځان د کرسۍ طلبو کسانو د نفساني خواهشاتو له ټولنيزو طوفانونو سره مقابلې ته تياره کړي . لا د هغې د زوکړې پينځۀ کلونه نه وو تېر چې خپل قدرمن نېکۀ او د خداے قدرمن رسول (ص) يې له لاسه ورکړ هغه نيکۀ چې همېشه به يې د مينې لمن دې ته پرانستې وه. دا وړومبے مصيبت ؤ چې په وړوکوالي کښې د بي بي زېنب په لطيف روح نازل شو. دا مصيبت د هغې او په تېره بيا د مور بي بي زهرا (ع) لپاره يې ډېر سخت ؤ.
بي بي زېنب (ع) له هماغه وړوکوالي څخه د پېغمبر اکرم (ص) له رحلته وروسته د خپلې مور د کړاوونو کتونکې وه. هغه مصيبتونه چې د هغې مور يې د ناروغۍ په بسترې څملوله . فاطمه بی بي (ع) د خپل ګران پلار له وفاته وورسته په دې نړۍ کښې له يو څو مياشتو زياته پاتې نه شوه . نو دې بنياد بي بي زېنب يوازې پينځه کاله د خپلې مور له مينې برخمنه وه .
په دغه لنډ وخت کښې چې له ټيټو هسکو او خوږو ترخو پيښو ډک دے بي بي زېنبب د خدای په لاره کښې د اودرېدو او دمصيبتونو او ستونزو د زغملو لپاره تياره شوه . بي بي زېنب د پيغمبراکرم (ص) په جومات کښې د پېغمبر داهل بېتو په دفاع کښې د خپلې مور حضرت زهرا (ع) د وېنا په وخت حاضره وه او د مور بي بي وېنا او خطبه يې ياده وه په دې ډول چې په خپله د دغه مشهورې خطبې يوه راوي ګڼلې کيږي.
د پېغمبر اکرم (ص) له وفاته ورسته په ډيره لنډه موده کښې د مور د فراق غم د بي بي زېنب (ع) زړۀ ډېر غمجن کړ خو هغې داسې پياوړې روحيه لرله چې ډېر زر يې د مور ځاے ونيوۀ او د پلار په زخمونو يې پهه کېښودله . هغه له خپلو دوو وروڼو امام حسن او امام حسېن عليهم السلام وړه وه خو دې ته په پام سره چې د بي بي فاطمې (ع) په شان مور په لمنه کښې روزل شوې وه په وجود کښې يې د بي بي زهرا (س) د مينې خوشبوئي وه او د هغې او وروڼو تر مېنځ يې د مينې داسې کلکه لړۍ جوړه شوه چې د بيان وړ نۀ ده . دغه روحي ارتباط د عمر تر پايه ټينګ ؤ او بي بي زېنب (ع) يوه شېبه هم دهغو دوو جدائي نه شوه زغملې او د يوې مهربانې مور په شان به يې له هغوي سره مينه کوله .
بي بي زېنب (س( د مور له وصاله وروسته پينځه ويشت کاله د پلار د ترخې او اجباري چوپتيا کتونکې وه او د خپل پلار پينځه کلن حکومت يې هم وليدۀ . تر دې چې د هجرت د څلوېښتم کال د روژې د نولسمې په سهار د کوفې ښار يوه غمجن غږ په وير کښېناوه او په محراب کښې د عدالت او راستۍ د امام د شهادت خبر خپور شو.
د امام علي جدائي او له پلاره د بي بي زېنب جدائي ډېره سخته وه . هغې د خپل نيکۀ له وفات او دمور له شهادته وروسته په پلار زړۀ ډاډه کړے ؤ . او د پلار مهربانه سيورے د هغې د غمجن زړۀ پټۍ وه . خو هغه چې د يو دغه شان پلار په غېږ کښې روزل شوې وه او د خداے له رضا پرته د بل څه په فکر کښې نۀ وه په ژوند کښې يې د صبر لمنې ته پنا يوړه . هغه د صبر او استقامت بېلګه وه . دې ته نه وه راغلې چې د خپلو خپلوانو او عزيزانو د فراق په کړاو سره ماته شي ، هغه راغلې وه چې حماسه وپنځوي او د خپلې کورنۍ حقانیت ثابت کړي ، هغه راغلې وه چې صبر ته د استقامت درس ورکړي هغه راغلې وه چې د ټولو فتنو په وړاندې سرلوړې ودريږي.
بي بي زېنب (ع) له پلاره وروسته د خپل ورو امام حسن (ع) په زمانه کښې د خپل پلار د مظلوميت د زمانې په شان د خلقو د بې وفائۍ او د دښمنانو د منظمو توطئو، د معاويه د زهرجنو او پراخو تبليغاتو او په آخر کښې د خپل ورور امام حسن د يوازې پاتې کېدو او مظلوميت شاهده وه. هغه چې د خپل مشر ورور د وخت په ټولو پېښو کښې د هغه په څنګ کښې وه، اخر د امام حسن (ع) مظلومانه شهادت هم په خپلو سترګو وليد . خو په دغه بلا او فتنې يې هم په زړۀ د صبر تيګه کېښوده تر دې چې د هجرت په شپيتم کال يې له خپل ورور امام حسېن سره يو ځاے د کربلا په ټاټوبي قدم کېښوده . کربلا چې د هغو ټولو مصيبتونو چې بي بي زېنب (ع) تر اوسه ليدلي وو مور ده . بي بي زېنب (ع) يوازې په يو څو ساعتونو کښې د خپلو اتلسو نزدې کسانو منجمله زامنو، وروڼو او ورويرونو د شهادت داغ په زړۀ وخوړۀ او له دې وروسته يې د خپل قدرمن او ورباندې ډېر ګران ورور حضرت امام حسېن عليه السلام د شهادت غم وليدۀ . هغه غم چې اسمانونو او ځمکې يې د وړلو طاقت نۀ درلود . خو بي بي زېنب بايد د دغې لوئې فتنې په وړاندې صبر کړے وې. هغې دنده لرله چې په دغه شان روحي او جسمي حالاتو کښې په دښمنانو کښې او د اسارت په حال کښې تر ټولو لويه ديني ، سياسي او ټولنيزه دنده سرته ورسوي.
بي بي زېنب د خپل قدرمن ورور امام حسېن (ع) له شهادته وروسته څومهمې دندې په غاړه لرلې.د دښمنانو د يرغل په وړاندې د خپل وراره امام سجاد عليه السلام د سر حفاظت، د ښځو او ماشومانو ملاتړ او ساتنه ، د شهيدانو د وينې د پېغام رسول ، د مسلمانانو خبرول او د يزيد د ظالمانه حکومت رسوا کول دا ټولې هغه درنې دندې دي چې بي بي زېنب په ډېر ښه او کامل ډول پاې ته ورسولې. يزيد او يزيديانو غوښتل چې په خپلو پراخو تبليغاتو او پروپېګېنډو سره د امام حسېن (ع) حرکت يو د دين او د مسلمانانو د مصلحت په خلاف حرکت وبرېښوي . نو ځکه د دغه انقلابي حرکت په مادي او دنيائي ښودلو سره يې هڅه کوله چې د خپلو مخالفانو د ځپلو او ورسره د ساز باز کولو لپاره له دغه مسئلې ډېره ګټه پورته کړي. خو بي بي زېنب (ع) نه يوازې د دغو تبليغاتو مخه ونيوله بلکه د يزيد او د هغه د ملګرو له جنايتونو يې پرده پورته کړه. هغې په خپلو تودو خطبو سره عمومي افکار راولړزول . د کوفې خلق چې کابو شل کاله يې د حضرت علي (ع) غږ نه ؤ اورېدلے د بي بي زېنب (ع) د غږ په اورېدلو سره چې د حضرت امام علي (ع) د کلام انګازې يې کولې ، له خوبه رابېدار شول . د زېنب بي بي کلام دومره فصيح ؤ چې « حَذلَم بن کثير» چې په خپله د عربو له فصحاو ګڼل کېدۀ د بي بي زېنب د کلام په فصاحت ګوته په غاښ پاتې کيږي او يوازې هغه په سخنورۍ کښې د خپل پلار بېلګه ګڼي او وائي: « ته به وائې زینب د علي له خولې خبرې کولې» خود دغه فصاحت تر څنګ د يوې مسلمانې ښځې حيا او عفت د بي بي زېنب په وېنا کښې ځلېده . په هغه رپوټ کښې چې په کوفې کښې د بي بي زېنب (ع) د خطبې په اړه پاتے دے، د هغې د وېنا راوي له دغه اعترافه سترګې نه شي پټولې چې د هغې بي بي حيا ډېره زياته د پام وړ وه او وائی:« په خداے قسم، نه مې دي ليدلي چې يوه ښځه تر دغې مېرمنې په زياتې حيا او علميت سره خبرې و کړي»
بي بي زېنب په ډېر کم ممکن وخت کښې د حق غوښتنې ، ظلم ځپنې، د دين د ساتنې، او د امام حسېن د عدالت او مظلومتی غږ د خلقو غوږونو ته ورساوه . په دې ډول چې له يو لنډ شان وخت وروسته د امويانو ظالم او مجرم واکمن يزيد پوه شو چې د امام حسېن په شهادت او د هغوي د کورنۍ په اسارت سره نه يوازې خپل مقصد ته نه دے رسېدلے بلکې ځان يې لا رسوا او منفور کړے دے . له همدې امله مجبوره شو د امام حسېن له غورځنګ سره په مقابله کښې بيا کتنه وکړي او ګناه يې د کوفې د واکمن عبېدالله بن زياد په غاړه ورواچوي او ځان د امام حسېن له وژلو مبری و ګڼي. خو اهل بېتو له هغه د هر ډول اقدام فرصت واخست او هغه يې د همېشه لپاره په تاريخ کې رسوا کړ. په دې ډول چې د يزيد پلازمېنه شام چې له اهل بېتو سره د معاويه د کينې په وجه له علي (ع) او د هغۀ له بچيانو سره په دښمنۍ مشهور ؤ، امام حسېن او د هغه د ملګرو په وير ويرجن شو او په ګوټ ګوټ کښې يې د علي د کورنۍ د فضائلو او د مظلوميت د بيان لپاره محفلونه او مجلسونه جوړ شول .
Add new comment