د قرآن کریم دفهم شرائط او خنډونه
هره ورځ چې دنړۍدعمرتیریږي ، انسان، خداوندمتعال ، وحي او آسماني کتاب ته په لازیاتې اړتیا پوهیږي او احساس کوي ئې . په دې مینځومیان کې :قرآن کریم : د مسلمانانو آسماني، دانسان دخورابشپړ اوکارنده لارښونکي کتاب د بشر لپاره دغوره کمال اونیکمرغۍ لپاره یوجامع پروګرام وړاندې کړی دی . قرآن ،یو داسې نور دی چې هیڅکله هم نه خاموش کیږي او انسان د جهل او شرک او نفاق له تورتمه ژغوري او ورته حقیقي کرامت ډالۍ کوي . له دې ټولو سره سره نن سبا د قرآن کریم حق نه اداکیږي . او حتي په مسلمانانو کې هم مظلوم دی . یوشمیر کسان دقرآن دتلاؤ ت توان نه لري ، ځیني له توانمنیو سره سره دقرآن مطالعې ته کوم فرصت نه مخصوص کوي او یوه بله ډله دخداي په کلام کې دتدّبر دنه کولو په وسیله هماغه شان چې وړ ئې دی ، استفاده ترې نه کوي . تردې چې دقرآن په وینا، (یعني دفرقان سورې ددیرشم آیت په اساس ) داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دقیامت په ورځ پروردګار ته دخپل امت شکایت کوي او فرمائي :، ائ خدا، زما دغه قوم قرآن پریښودلی :.
حقیقیت کې ددغه لوي غفلت دلیل څه دی ؟ ،څه شي یو مسلمان له قرآن کریمه چې ډيره ګران بیه خزانه مو پریښي اودهغه په نوراني آیتونو له عمل ، فهم او درک له فیضه بې نصیبه پاتې کړی دی ؟ قرآن کریم پخپله په جامع ګویا ډول دغه مهم ته مخه کړې اوله وروستي الهي او بشپړکتاب څخه دانسان داستفادې کلۍ(چابیانې) او خنډونه ئې ښودلي دي .
دقرآني تعلیماتو په اساس دآيتونو دفهم یو خنډ ، غرور او تکبر کول او ځان منامي ده . څوک چې دحق په وړاندې تواضع ونلري ، او سره له دې چې پيژني ئې ، ورته تسلیم نشي ، نو پر ځان ئې دنیکمرغۍ لاره تړلې ده .
خداوندمتعال دقرآن کریم داعراف سورې په ۱۴۶آیت کې فرمائي :، ډير زرهغه کسان چې پر مځکه په ناحقه کبرکوي دخپلو آیتونو له ایمانه ئې غړوو (په دې توګه )که هرآیت او نښه وویني ایمان پرې نه راوړي او که د هدایت لاره وویني نو نه ئې ټاکي او که دګمراهۍ روده اولاره وویني نو ټاکي ئې .:
همدرااز دلقمان سورې په ۷آیت کې هم فرمائي :، کله هغه ته دمونږآیتونه ولوستل شي په مستکبرانه او بدې رودې سره ئې بیرته ستنوي او ورته غوږنه ږدي ته وا نه ئې وي آوریدلی ، یا ئې غوږونه درانده دي ،نو هغه ته د دردناک عذاب خبر ورکړه :.
همداراز د(نوح سورې له پنځم تر اوم آیتونوپورې ) حضرت نوح علیه السلام هم پروردګار ته دخپل وخت له کافرانو شکایت وکړچې ماشپه او ورځ خپل قوم حق ته وباله خو دوي پر غوږونو ګوتې ایښي دي او پرمخ ئې پرده غوړولې ده او پرخپل کفر ټينګار کوي او استکباري خوي ته دوام ورکوي . په حقیقت کې خپله ځان منامي ئې سبب شوې وه ځان له خداي او دهغه له لارښونو بې نیازه وویني .
د قرآن کریم لوي مفسیر آیت ا... جوادي آملي په دې باب وائي ، انسان هرڅومره پخپلې خټې کې ښخ شي ، له خداي پيژندګلوۍ او لیدنې محرومه وي او له الهي نبیانوسره هم کوم شناخت او معنوي رابطه نه لري او دخپل ځان دلیدو په اندازه دهغوي لارښونې او دوحي له ویناؤ څخه به بې برخې وي . په مقابل کې که هرڅومره انسان دحق په وړاندې خاض او متواضع وي دقرآن له مفاهیموڅخه لازیاته ګټه پورته کولی شي
له قرآن کریمه داستفادې یو خورا اغیزشیندونکی عامل له ګناهانو لیرې کیدا ، دزړه پاکوالی او دروح طهارت دی . دایران د اسلامی انقلاب ارواښادبنسټګر حضرت امام خمیني فرمائي :،تر څو چې په زړه کې دنړۍ دطبیعیت پلیتۍ او ککړتیاوې وي له قرآن کریمه داستفادې زمینه نه برابریږي ځکه چې قرآن کریم پخپله فرمائيلی دي ، له پاکانو پرته بل څوک قرآن نشي لمس کولی :،پاک شونه هم مرتبې لري ، له شرعي طهارته رانیولې او په وضو کولو سره چې دهغه ظاهري بڼه ئې ده څو له ګناهانو اوککړتیاؤدباطن او روح طهارت دپاکۍ تر هر لوړې مرتبې رسیږي ،نو دقرآني حقایقو او معارفوددرک مرتبه به هم اوچته شي . په بله وینا هماغه ډول چې وضودقران دظاهري لمس کیدا اجازه ده ،دزړه طهارت هم دقرآن کریم باطن ته درسیدا لاره ده .کله کله انسان دومره په دنیا او ددنیا په مال او مطاع کې ډوبیږي چې ګواکې خپل فطرت هم دفن کوي او دقرآن کریم په تعبیر پرخپل زړه او غوږونو مهر وهي او تاله اچوي او له دې وروسته دحق دآوریدو لپاره لاره نه لري . دغه شان کس خپل زړه وژلی دی . دیسْین سورئې په اویایم آیت کې راغلی دي :، قرآن نازل شوی دی څو هغو کسانوته چې ژوندي دي خبرداری ورکړي :. نو ځکه له مړاوي زړونو والاکسان له قرآن کریمه استفاده نشي کولی . پر دې اساس تقوا او له ګناهانو لیرې کیدا او دانساني فطرت او روح ژوندي ساتل دقرآن په مفاهیمو اودمعنا په درک کې یو مهم عامل دی . دقرآن کریم یو ستر مفسّر آیت ا.... جوادي آملي واېي :،که انسان درسول ا..قولونه نه آوري او قرآن باندې نه پوهیږي ، نو باید پوه شي چې دګناه په حجاب یا پرده کې دی . او دنه پوهیدا اندازه دهغه دپردې له اندازې سره اړه لری . هرڅومره زیات دګناهانو په دنیا کې ډوب وي ، په هماغه اندازه دقرآن له فهمه په حجاب کې دی . ځکه خداوندمتعال پخپله فرمائيلی دي ، کله چې دوي له حقه منحرف شول نو خداوند متعال ئې زړونه منحرف کړل :.
پر آخرت او له مرګ وروسته پرژوند باور نه درلودل دقرآن کریم په درک او فهم کې یو مهم خنډ دی . خداوندمتعال په اسراسورې ۴۵آیت کې پیغمبر ته په خطاب کې فرماېي :، کله ته قرآن لولې ، نودتا او هغو کسانو ترمینځ چې په آخرت ایمان نه لري ، پټه پرده او حجاب رامینځة کوو :،
په حقیقت کې هغه عقل او روح چې په ګناهانو ککړوي او خپله پاکي او سوچه والی ئې له لاسه ورکړی وي ،په آخرت له ایمانه هم محرومیږي او په دې ترتیب په پردې ئې بله پرده ورزیاتیږي او دقرآني حقایقو او شخص ترمینځ واټن جوړیږي خو څوک چې په انعام او آخرت ایمان ولري ، د قرآن ،نصیحتونو او دهغوي په ویرونې سره هدایتیږي .
کفر اوشرک هم له قرآنه داستفادې خنډمعرفي شوی دی،خداوندمتعال فرمائي :،له کافرانوپرته هیڅوک دمونږ دآیتونوانکار نه کوي :،کفر او شرک له خدايه دلیرې کیداخورالوي عامل دی اودالهي آیتونوددروغ کیدا سبب کیږي او دغه دروغ دحق نه منل او دهغو په وړاندې نه تسلیمدا هم په ځان پسې لري .
دوستانو دقرآن کریم په نحل سورې ۹۸آیت کې خداوندمتعال فرمائي:،کله وغواړې قرآن ولولې ، نوشړل شوي شیطانه خداي ته پناه یوسئ:
حضرت اما م خمیني فرمائي :،شیطانی وسوسې دمعرفت د لارې ازغی دی او خداوندمتعال ته له حقیقي پناه وړلو پرته انسان به ددغو وسوسو له شره خوندي پاتې نشي .؛. نو ځکه دخداي پاک دخبرواوقولونو سم درک لپاره په پیل کې باید دغه مهم خنډونه یعني شیطاني القاءات او وسوسې لیرې کړو او دا له خداي پاک ته دپناه وړلو له وسیلې پرته نه ترلاسه کیږي .
بل عامل چې دقرآن په فهم کې اغیزمن دی له هغه حقیقت پالنې او حق غوښتنې له ځانګړنو دانسان برخمنیدا ده چې سبب کیږي دحق دخبرو په مقابل کې دریځ ونه نیسي او مجادلې ته مخه نکړي او په نتیجه کې خپل روح او ژوند دمطلق حق دڅرګندونو له برکتونو ژوندۍ کړي .
انسانان په هرهغه عمل کې چې ترسره کوي ئې ،کومه انګیزه نه لري ، خو په کسانو کې انګیزې او ډول ډول موقیعیتونه مختلف وي .که انسان له خداي سره آشنا شي ، خداي ښه وپیژني او ورته عقیدتمندشي ،نو د هغه لپاره خورا لوړه انګیزه دخداي خوښي وي .دخپلواعمالوپه ترسره کولو کې نه دیناوي انګیزه لري اونه هم دجنت نعمتونوته کوم نظر لري ، ځکه د هغه لپاره دخدآي خوشالي له هرڅه ډیر اهمیّت لري .خداي پاک دقرآن کریم دمائده سورې په ۱۶آیت کې دهغوي په باب فرمائي :، خداوند هغه کسان چې دهغه په خوشالۍ پسې وي ، دقرآن په وسیله دامن لارو ته هدایت کوي او هغوي درحمت اوهغه ته دنزیدیکیداپه مستقیمه لاره ئې هدایت کوي :.
دقرآن کریم دآيتونو او دهغوی دمقصدونو دفهم او پوهیدا لپاره دتفکر او تعقل عنصر ډير مهم رول لوبوي . سره له دې چې ډير آیتونه دعامو انسانانو په هماغه لومړنیو کتنو کې ددرک وړ دي ، خو دهغوي د ظرافتونو درک ل تامل اوتفکر سره اړه لري او له دې امله ده چې قرآن کریم پخپله په تاکید سره او بیا بیا په دغه آسماني کتاب کې تفکر ته بلنه ورکوي . خداوندمتعال دقرآن کریم په محمد سورې کې په ۲۴آیت کې فرمائي :، آیادقرآن په آیتونو فکر نه کوي یا (که ) دهغوي په زړونو قفلونه لګیدلي دي :. دتدّبر حکم دټولو نسلونو او زمانو لپاره دی څو هیڅوک
ګمان ونکړي چې دقرآن پرټولو آیتونو او ټکو مخکیني خلک پوه شوي دي او نور دتدبّر او تامل لپاره ځاي نشته .
مهم ټکی دلته دی چې ترڅو دانسان په اعمالو کې قرآني حقایق انعکاس ونه لرل شي ، نشی ویل کیدلی چې انسان له قرآنه کافي استفاده کړې ده . په همدې خاطر باید خپل عملونه اوژوند له قرآن کریم سره وسنجوو . یعني کله کوم آیت د ایماندارو دځانګړنو په باب تلاوت کوو ،پرځان یو نظر اچوو خپل وضیعیت له قرآ نی ځانګړنو سره وارزوو چې که کومه کمزوری او کمښت لرو ،په قرآني لارو چارو سره ئې په جبران پسې شو او که له هغو ځانګړنو سره نزدې وو ،نو له خداي پاکه لازیات توفیق وغواړو څو پخپلې لارې کې کلک ګامونه پورته کړو او ټينګ ووسو .
پر دې اساس قرآن کریم یوازې دتلاؤت ، تجوید، سیالیو او دسوګند پورته کولو او کتابتونونودښکلالپاره نه دی ،بلکې باید په قرآن کریم عمل وکړو چې مقدمه ئې دقرآن کریم دمعارفودسم درک اوفهم لپاره هڅه ده
Add new comment