اخضر ابراهیمی دسورئې له ولسه بخښنه وغوښته

ایرنا خبري آژآنس راپورورکړ  دملګروملتو دسورئې په چارو کې مستعفي شوي استاذي اخضر ابراهیمي  دسورئې له ولسه په دې خاطرچې دی هم ونه توانید ورسره کومه مرسته وکړي  بخښنه وغوښتنه
 هغه پرون  دملګروملتو امنیت شورا ته دسورئې  دوروستیو حالاتو او په دغه هیواد کې دسولې دخبرواترو  په باب  خپل وروستی راپوروړاندې کړ  او دغه راز ئې له دې وروسته  له خبریالانو سره په خبرواترو کې  وویل ددغه هیواد بحران به بلاخره هم پاي ته ورسیږي .
اخضر ابراهیمي په دوام کې وویل  تاریخ هیڅکله هم تیر وخت ته نه ګرځي  او دا چې ګمان کیږي سوریه  یو ځل بیا د ۲۰۱۱کال دمارچ  له څوارلسمې نیټې مخکې وخت ته وګرځي یو خام خیال دی
 هغه پرون خپله استعفی  دملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ته وړاندې کړې  او هغه هم داخضر ابراهیمي استعفی منلې  ده  او ویلي ئې دي چې دغه  استعفی به دمئ  له یودیرشمې نیټې اجرا شي
داپه داسې حال کې دي چې دبهرنیو قدرتونو په تیره بیا دامریکا  په بې ځایه ګوت وهنوله امله دسورئې په چارو کې دملګروملتو هیڅکله هم خپلواکه عمل ونکړائ شو  چې  په ډيروموقعو ئې په ډاګه په دې اړه خپلې خبرې نندارې ته وړاندې کړي دي  او ویلی ئې وو چې دسورئې شخړه دبهرنیو قدرتونو په لاس وهنو سره نه بلکې پخپله دسوریاوالو په لاس حل کیدلی شي

Add new comment