ایران ته د پاکستان د لومړې وزیر سفر بریالی ؤ
د غه څرګندونې د ملي آمنیت او بهرنې سیاست په چارو کښې د پاکستان د لومړې وزیر میا محمد نوازشریف سلاکار وزیر سرتاج عزیز له ایرنا سره مرکه کښې کړي او ویلي يې دي، د ایران او پاکستان د مشرانو تر مینځ د آمنیتي او سرحدي ملګرتیاؤ په هکله خبرې اترې وشوي او په ګډه پوله د غیرقانوني او نامطلوبو تګ راتګونو د څیړلو لپاره د پاکستان او ایران د پوځي عملیاتو د عمومي مدیرانو تر مینځ ځانګړې ټلفونې لیکه پرانیستل شوه .
سرتاج عزیز وویل، تهران او اسلام آباد په ګډو سرحدي ګمرکونو کښې د اقتصادي فعالیتونو او تجارتې راکړو ورکړو د زیاتیدو لپاره د ګډ سرحدي کمیسون په جوړولو موافقه وکړه .
هغه وویل له ایران څخه پاکستان د سولې د ګازې نل لیکې په اړه د فعالیتونو په دوام هم د دواړو هیوادونو د چارواکو موافقه وشوه او هیله من یو د دې طرحې اړخونه یو ځل بیا وڅیړل شي.
ایران ته د پاکستان د لومړې وزیر په دوه ورځنې سفر کښې چې د تیري دوشنبي په ورځ وشو د دواړو هیوادونو تر مینځ په بیلا بیلو زمینوکښې د ملګرتیا ۹ تفاهم لیکونه لاسلیک کړاي شول.
نوازشریف تهران ته په سفر کښې د اسلامي انقلاب له ستر لارښود، ولسمشر او نورو ایرانیو چارواکو سره وکتل .
Add new comment