د نړۍ درستو مسلمانانو او ازادی غواړو ته د مولای متقیان حضرت امام علی ع نیکمرغه زوکړه مبارک وی

 نن د ۱۴۳۵ ه ق کال د رجب د میاشتې ۱۳مه نیټه د نړی د شیعه یانو د لومړي امام حضرت امیر المؤمنین حضرت علي ع د ولادت  نیکمرغه ورځ ده .
 حضرت علي ابن ابي طالب  ع  د حضرت محمد مصطفی ص د تره زوی وو چې د رجب د میاشتې په ۱۳مه نیټه په داسې حال کې چې مور  حضرت بی بی  فاطمه بنت اسد  ته د کعبې دیوال خلاص او هغه بی بی د خداې کور ته ورداخله شوه ،وږیږیده .
 حضرت امام علي ع له ځلمیتوبه  د خدای د ګران  رسول ص په لاس تربیت شو. 
  حضرت علي ع لومړنی کس ؤ چې ایمان ېې راوړ او د اسلام د دین د تبلیغ او ترویج په ټولو پړاوونو کې د حضرت محمد ص تر ټولو نږدې او اصلي یار ګڼل کیده .
امیر المومنین حضرت امام علی علیه سلام د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد ص ګرانې لور  حضرت بی بی فاطمه الزهرا  س سره واده وکړ چې د دغه اسمانی پیوند  نتیجه حضرت امام حسن مجتبی ع او حضرت امام حسین ع وو او د هغو له بزرګوار نسل ایمه طاهرین د اسلامی امت  د هدایتولو او د نبی کریم ص د رسالت د دوام لپاره دنیا ته راغلل .
د اسلامي ایران خلک د حضرت علی ع د نیکمرغه زوکړې کلیزه چې په حقیقت کې د امامت پلار ؤ د پلار د ورځې په توګه لمانځي .
د اسلامي ایران خدای پرسته خلک په دې شپه  او ورځ په مقدسو ځایونو کې په حاضریدو او یو بل ته د پلار د ورځې د مبارکۍ په ورکولو سره د یارانو او دوستانو پوښتنه کوي .
 مونږه په دې مناسبت  د نړی ټولو مسلمانانو او آزادي غواړو ته د شیعه یانو د لومړي امام د نیکمرغه  زوکړې د کلیزې مبارکي وړاندی کوو.

Add new comment