افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د لوې او متعال خدای په نامه او تاسو قدرمنو مینه والو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره (افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې) لړۍ درته وړاندې کوو. وړومبی د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو لنډیز لرو او ورپسې د دغو دواړو هیوادونو د څو مهمو پیښو په هکله یو تحلیلي رپورټ درسره شریکوو.
ښه ده نو په سر کښې د مهمو خبرونو سرټکي:
په افغانستان کښې د ځمکې د ښوویدو له امله د سل هاو کسانو مړینه او په دغه هیواد کښې د عمومي ویر او ماتم اعلانیدل. په پاکستان کښې د تاوتریخوالي د رامینځته کولو لپاره د ترهګرو ډلو د پروګرام په هکله د سند صوبې د صوبايي پولیسو خبرداری، د پاکستان د خاورې له لارې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له انتقال سره د پاکستان موافقه، د کشمیر د مسئلې د هواري لپاره د اسلام آباد چمتووالی، په افغانستان کښې د پسرلیزو عملیاتو د پیلولو لپاره د طالبانو د ډلې ګواښ، د خپل هیواد د ایټمي تاسیساتو په خوندیتوب باندې د پاکستان ټینګار، په جنوبي وزیرستان کښې د طالبانو د مشر څنګته کیدل او د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د ترسره کیدو د وخت له ځنډیدو سره مخالفت د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ډیر مهم بدلونونه وو.
د خپرونې په دوام کښې د دغو دواړو هیوادونو د څو مهمو پیښو یو تحلیلي رپورټ درته وړاندې کوو.
د پاکستا ن د سند صوبې پولیسو په کراچۍ ښار کښې د تاوتریخوالي او ناامنۍ د پراختیا لپاره د طالبانو، سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلو د پلاننګ په اړه خبرداری ورکړ.
د سند پولیسو د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي دي چې د ترهګرو په مرکزونو باندې په حملې او د هغو په نابودولو سره د دغې صوبې مرکز کراچۍ ښار د ترهګرو له شتونه پاک کړي. د کراچۍ شخړې چې په دې څو وروستیو کلونو کښې یې د پاکستان د دغه مهم ښار امنیت په خطر کښې اچولې دی، زیاتره په سند صوبه کښې د فعالو ګوندونو د سیاسي اختلافاتو له امله دی.
البته د مافیایي ډلو فعالیت او پلان شوي جنایتونه هم په کراچۍ کښې د ناامنۍ نور علتونه ګڼل کیږي.
تیر کال د پاکستان مرکزي حکومت د کراچۍ د امنیتي ستونزو د هواري د لاروچارو د څیړلو په موخه ډیرې غونډې وکړې.
په کراچۍ کښې د ترهګرو ډلو د ګواښونو له زیاتیدو او د مسلم لیګ نواز واکمن ګوند له اندیښنې وروسته د پاکستان امنیتي ارګانونو کراچۍ ښار په عادي، حساسې او مشکل جوړونکې دریو سیمو وویشه چې د سند صوبې د مرکز د امنیت د برابرولو په موخه د دقیق پلاننګ لپاره یې یوه مناسبه زمینه برابره کړه.
د دغه رپورټ له مخې د کراچۍ ښار په ټوله پراختیا کښې په ترتیب سره ۱۴، ۵۴ او ۳۲ فیصده سیمې په عادي، حساسو او ستونزمنو سیمو کښې شاملیږي.
د کراچۍ د امنیت د ښه کولو لپاره د مسلم لیګ نواز واکمن ګوند د سیاستونو په دوام کښې په کراچۍ کښې د پاکستان د فیډرل کابینې د یوې غونډې د ترسره کولو لپاره د دغه هیواد د وزیراعظم نوازشریف فیصلې وښودله چې په دغه ښار کښې د ناامنیو ختمول د هغه لپاره سټراټیجک اهمیت لري. په تیره بیا دا چې په کراچۍ کښې د ناامنۍ په زیاتیدو سره چې د پاکستان اقتصادي پلازمینه ګڼله کیږي، د دغه هیواد ملي اقتصاد هم تر اغیزې لاندې راځي.
په پاکستان کښې موجودو اقتصادي ستونزو ته په پام سره که په کراچۍ کښې ناامنۍ جاري پاتې شي نو د نوازشریف په وړاندې پرتې ستونزې به څو چنده زیاتې شي. هغه چې د پاکستان تیر حکومت یې د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې له ترهګرۍ او تشدد سره په چلند کښې په ناکارنده توب تورنوه، په کراچۍ کښې د ناآرامۍ د نوي دور له پيلیدو وروسته  پخپله هم د مخالفو ګوندونو له نیوکو سره مخامخ شوی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو په ترسره کیدو کښې له هرډول ځنډ سره، له اساسي قانون سره د دغه کار د ټکر په وجه مخالفت وکړ.
د افغانستان د ولسي جرګې د مشر وړومبي مرستیال صدیق احمد عثماني خبرداری ورکړ چې که د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم دور ترسره نه شي نو د انتخاباتو د کمیشن مسئولانو ته به سزا ورکړی شي.
د افغانستان د ولسي جرګې دغه دریځ پس له دې غوره شو چې د دغه هیواد د انتخاباتو د خپلواک کمیشن ویاند نور محمد نور اعلان وکړ: دغه کمیشن غواړي د ټاکنو دویم پړاو په ۱۷ورځې ځنډ سره د جون د میاشتې په ۱۴نیټه ترسره شي.
له دې مخکښې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن دویم دور د مۍ په ۲۸نیټه ترسره شي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د نتایجو له مخې چې د روان ۲۰۱۴کال د اپریل په پنځمه نیټه ترسره شو، عبدا... عبدا... په ۴۴فیصده رایو او اشرف غني احمد زی هم په یودیرش نیم فیصده رایو سره دویم پړاو ته رسیدلی دی.
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو پکار ده د وړومبي پړاو د وروستیو او فاینل نتایجو له اعلانه ۱۵ورځې وروسته ترسره شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې د مۍ په ۱۴ یعنې د روانې غويي د میاشتې په ۲۴نیټه اعلان شي.
که څه هم په شکایتونو باندې د غور د نه پوره کیدو په وجه دویم پړاو ته د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو ځنډیدل تراوسه په رسمي توګه نه دي اعلان شوي خو داسې ښکاري چې د دغه هیواد حکومت هم د ټاکنو د دویم پړاو ترسره کیدو ته ډیر چمتو نه دی. په عین حال کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د فاینل پایلو د اعلان ځنډیدو د دغه هیواد په سیاسي او رسندويي ټولنو کښې دا شک رامینځته کړی دی  چې د انتخاباتو د مخکښو کاندیدانو ترمینځ د جوړجاړي لپاره د پردې ترشا هلې ځلې کیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان پوځ د دغه هیواد د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم دور د امنیت د برابرولو لپاره د خپلو ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کښ چې څه موده مخکښې د دغه هیواد د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ ترسره شوه، د ولسمشرۍ دټاکنو د امنیت په اړه بحث وشو. په دغه غونډه کښې د افغانستان دفاع وزیر بسم ا... محمدي وویل: که د ولسمشرۍ ټاکنې دویم دور ته لاړې نو د دغه هیواد پوځ د هغو د امنیت برابرولو ته چمتو دی.
د پاکستان ویراعظم نوازشریف د هندوستان له حکومت سره د کشمیر د مسئلې د هواري لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
هغه په اسلام آباد کښې په یوه غونډه کښې وویل چې پاکستان د کشمیر د مسئلې د هواري غوښتونکی دی او چمتو دی چې په دې لړ کښې د هندوستان له حکومت سره خبرې وکړي.
د پاکستان وزیراعظم په تیره فرورۍ میاشت کښې هم له کشمیر سره د پیوستون په ورځ ټینګار کړی و چې د کشمیر د مالکیت په سر د اسلام آباد او نوي ډیلي شخړه دې زرترزره هواره شي.
کشمیر د پاکستان په ملي امنیت کښې یوه مهمه مسئله ګڼله کیږي او په دواړو هیوادونو کښې هیڅ کوم د کشمیر د مالکیت په هکله خپلو دریځونو کښې غور او بیاکتنې ته غاړه نه ږدي.
د کشمیر سیمې د مالکیت په سر د هند او پاکستان لانجه د هغو په اړیکو کښې ترټولو اوږده لانجه ګڼله کیږي او دواړه هیوادونه د دغې سیمې په سر تراوسه دوه ځلې له یوبل سره جنګیدلي دي.
په څلویښتمه میلادي لسیزه کښې د هند او پاکستان له وړومبي جنګ وروسته د ملګرو ملتو امنیت شورا د ۱۹۴۸کال په اپریل میاشت کښې د نوي ډیلي او پاکستان ترمینځ د موافقې د نشتوالي په وجه یو پریکړه لیک صادر کړ چې له مخې یې له کشمیر څخه د دواړو هیوادونو د ځواکونو له شاتګ نه علاوه د دغې سیمې د برخلیک د ټاکلو لپاره د ملګرو ملتو ترڅارنې لاندې په عمومي رایه اخیستنې باندې ټینګار وشو.
هندوستان د کشمیر د تاریخي شخړې د ختمولو په موخه عمومي رایو ته د مراجعې په هکله د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د دې بند ملاتړ نه کوي. په مقابل کښې پاکستان، د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د برخلیک ټاکلو لپاره د ریفرینډم ترسره کیدل یوه ښه او ګټه وره حل لاره ګڼي.
د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر کښې فعالې ډلې چې د دغې سیمې د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي، د ملګرو ملتو لخوا وړاندې شوې حل لاره د کشمیریانو له غوښتنې سره سمه بولې او د نوي ډیلي له حکومته یې په ځلونو غوښتي دي چې د دغه سازمان په پریکړه لیک باندې عمل وکړي.
د ملګرو ملتو د نظروړ ریفرنډم کښې پکار دي د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلک له دغه هیواد یا پاکستان سره د یوځاې کیدو لپاره فیصله وکړي.
د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر ۱۳میلیون نفوس یا آبادي لري او د هندوانو په پرتله مسلمانان په اکثریت کښې دي.
او د طالبانو ډلې اعلان کړی چې په راتلونکو څو ورځو کښې به په افغانستان کښې خپلې پسرلیزې حملې پیل کړي.
د طالبانو ډلې په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د بهرنیو پوځیانو په خلاف دغه عملیات به د هغو له نیواکه د افغانستان د خلاصولو په موخه پیل شي.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلي چې ټول بهرني پوځيان او د هغوي عوامل، ژباړونکي، پوځي او غیرپوځي ټیکه داران او هر هغه کس چې د هغوي د تیري ملاتړ کوي، په نښه کوو او ورباندې به بریدونه کوو.
طالبانو په دغه بیانیه کښې همداشان اعلان کړی چې لوړ رتبه حکومتي چارواکي، د کابینې غړي، د پارلیمان استازي او امنیتي پرسنل، قاضیان، څارنوالان او د افغانستان د ملي ا منیت د ادارې غړي به هم په نښه کوي.
په افغانستان کښې د نښتو او تاوتریخوالو د دوام سیاست او حتی په ځینو پړاونو کښې د کابل له حکومت سره د سولې خبرواترو ته د طالبانو د ګروهنې څرګندول سبب شوي چې افغان ولسمشر حامد کرزی له دغې ډلې سره د مبارزې یا مذاکرې د سیاست د تعقیبولو لپاره سربډاله شي.
د طالبانو ډلې په افغانستان کښې د پسرلیزو عملیاتو د پیلولو خبر په داسې شرایطو کښې ورکړی دی چې د کرزي د ولسمشرۍ د دویم دور د ختمیدو او د دغه هیواد نوي ولسمشر ته په راتلونکو میاشتو کښې د قدرت د سپارل  کیدو وخت ته نزدې کیدو په وجه به د طالبانو له ډلې سره د مذاکرې لپاره د کابل سیاست ودریږي.
کارپوهان وایي په افغانستان کښې راروانو سیاسي بدلونونو او د دغه هیواد په راتلونکي حکومت کښې له طالبانو سره د خبرواترو د سیاست د پایلې نه معلومیدو ته په پام سره به دغه ډله په راتلونکو اونیو او میاشتو کښې د تیرو کلونو په څیر په افغانستان کښې خپل عملیات جاري وساتي.
تقریباً څلور کاله وړاندې چې کرزي د سولې د لوړې شورا په جوړولو سره د ملي پخلاینې پروګرام په جدي توګه خپله ایجنډا کښې راوست، د سولې خبرواترو ته د طالبانو د هڅولو لپاره یې ګڼ شمیر مختلف امتیازات مطرح کړل چې په افغانستان کښې له تاوتریخوالي څخه د لاس اخیستو لپاره یې د دغې ډلې په دریځ باندې هیڅ اغیزه نه لرله.
د طالبانو عادي غړو ته د ځمکې، کار او کاري اسانتیاو ورکول، د ملګرو ملتو او د امریکې د حکومت د ترهګرو ډلو له لسټونو څخه د طالبانو وباسل، د بندیانو خوشي کول او په قدرت کښې مشارکت او په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستل کیدو ملاتړ ځیني هغه امتیازات دي چې د افغانستان د حکومت لخوا د سولې په بهیر کښې د دغې ډلې شاملیدو ته د هڅولو لپاره مطرح شوي دي.
له هغو امتیازاتو سره سره چې کرزي د ملي پخلاینې د پروګرام د عملي کیدو او د طالبانو د قهرجنو اقداماتو د بندیدو لپاره مطرح کړي دي، دغې ډلې هیڅ کله د سولې بهیر ته جدي پاملرنه نه ده کړې.

Add new comment