په سوریه کې دوه برتانوي اتباع وژل شوي

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې د برتانېې دولت اعلان وکړ د هغو خبرونو څيړنه کوي چې وايي په سوریه کې د دې هیواد دوه اتباع وژل شوي .ویل شوي دا دوه تنه د داعش یا د عراق او شام لپاره د اسلامي حکومت په نوم ډلې غړي ؤ .
تیره میاشت هم د عبد الله دقایس په نوم یو برتانوی په سوریه کې وژل شوی ؤ خو د هغه پلار ویلي ؤ خپل دوه نور زامن ېې هم سورېې ته لیږلي
د اټکلونو په اساس د برتانېې ۴۰۰ اتباع سورېې ته تللي چې ښايي ۲۰ تنه ېې وژل شوي وي .
په همدې حال کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل په سوریه کې له جهادي ډلو سره د فرانسوي اتباعو د یو ځای کیدو له ښکارندې سره مبارزه نړیوالو ملګرتیاؤؤ ته اړتیا لري
برنارډ کازنوف  د بلجیم هیواد له کورنیو چارو وزیر سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وویل زموږ ډير ځوانان سورېې ته سفر کوي تر څو هلته له ترهګرو ډلو سره یو ځای شي دا یوه ستره اندیښنه ده چې نه یواځې موږ بلکې ټول اروپايي دولتونه حتی د نړی ټول هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي چې باید په ګډه ېې مخنیوی وشي.
 د سورېې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل دې هیواد ته  نړی د ۸۶ هیوادونو ترهګر ورغلي

Add new comment