له ښوونې او روزنې هراړخیز ملاتړ،د ملت د اولادونو د ځلانده راتلونکې لپاره اغیزمنه پانګه ده
د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل،له ښوونې او روزنې هراړخیز ملاتړ،د ایران د مادي او معنوي ګړندې پرمختګ او ملت د اولادونو د ځلانده راتلونکې لپاره اغیزمنه پانګه ده
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن له زرګونو ښوونکو او کلتوروالو سره په کتنه کښې علم زده کوونه د تفکر زده کول او د اخلاقو او چلند روزنه،د ښوونکې د ویاړمنې او شریفې دندې دري اصلي عنصرونه وبلل.
هغوۍ د ښوونې او روزنې د بدلون د سند د اجرا لپاره په عملیاتې پلانونې ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، د علم او پوهې تعلیم یوه مهمه دنده ،خو له هغې هم مهم،ماشومانو او ځوانانو ته د تفکر ورښودل دي .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په سطحي ډول کتنه او روزنه، د ټولنې د ښکیلیدو سبب وبلل او زیاته يې کړه،که یو زده کوونکی د سم فکر کولو روده او د تفکر روحیه له ښوونکې زده کړي ،نو د هیواد راتلونکی هم د منطق او تفکر پر اساس بڼه مومي ،نو له دې کبله ښوونکې په دې زمینه کښې درنه دنده لري .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای،د چلند او اخلاقو عملي ښوونه،د ښوونکي ویاړمنه برخه وبلله او ټینګار يې وکړ،د ملت د ایډیالونو او هدفونو تحقق ،صابرو،عقلمنو،متدینو،نوښتګرو، مهربانو ،میړنیو، پرهیزګارو،مؤدبو او هڅاندو انسانانو ته اړتیا لري ،چې ښوونکی د دغه ډول انسانانو په روزنه کښې لومړی درجه، ژور او تلپاتې رول لري .
هغوۍ په انقلابي او متدینو ځواکونو د ښوونې او روزنې دټینګار په بیانولوکښې زیاته کړه،دملت او مسؤلانو اصلي دنده دا ده،چې د اسلام او قرآن په برکت ،په دغه هیواد کښې له مادي ، معنوي او اخلاقي پلوه پرمختللې او بیلګه ټولنې وړاندې کړي،چې دې مهم هدف ته د رسیدو لپاره د اوږدې لارې وهل، په ښوونه او روزنه کښې تاند، متفکر او هوډمن نسل روزلو ته اړتیا لري او دغه مسله هم د انقلابي او متدینو مدیرانو او ځواکونو له وسې ده .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود سیاسي،ګوندي او ډله ایزو بهیرونو ته پام او کتنه،د ښوونې او روزنې لپاره زهر وباله او ويي فرمایل،متاسفانه په یوه وخت کښې دغه نظر غالب شو او ډیر تاوانونه يې واړول .
Add new comment