دامریکا هدف د افغانستان ویشل او دسیمې دسرچینو چورتالان کول دي

دافغانستان دسیاسي مسایلو کارپیژاند وویل امریکا په دغه هیواد کښې د ناامنیو د دوام په ملاتړ کولو سره دافغانستان دویشلو او دسیمې دهیوادونو دطبیعي سرچینو دچورتالان کولو کوشش کوي .
دافغانستان لیکوال او شناند محمد حسن ولسمل له تهران راډیو سره په مرکه کښې وویل دولسمشرۍ دانتخاباتو دنتیجو په اعلانیدا سره معلومه شوه چې د امریکا او پاکستان جاسوسۍ ادارو یوبل ته لاسونه ورکړي دي چې ددوې دخوښې وړ کس ولسمشر شي .
ولسمل  دوهم (۲) پړاو ته دافغانستان دولسمشرۍ دانتخاباتو دغزیدا په باره کښې وویل دوهم پړاو ته دانتخاباتو له غزیدا دامریکا یو هدف دادی چې په ناامنۍ سره د افغانستان دویشلو زمینه برابره کړي .
هغه په دې خبرې سره چې امریکا له تیرو کلونو راهسې دسیمې دهیوادونو دویشلو نقشه جوړه کړي وه وویل امریکا ددغه نقشې او پلان د اجرا کولو لپاره ګام په ګام حرکت کوي چې دسیمې دهیوادونو طبیعي سرچینې چورتالان کړي .
دافغانستان دغه کارپیژاند وویل امریکا به دسیمې دهیوادونو د طبیعي سرچینو د چورتالان دپلان دعملي کولولپاره په افغانستان کښې د صلحې ، ثبات او امنیت د ټینګیدا مخنیوي وکړي .

Add new comment